د امریکا په مین ایالت کې د ډزو له امله ۱۸کسان وژل شوي او د تورن کس لټون له دوو ورځو راهیسې روان دی

د امریکا په مین ایالت کې پولیس وايي، شکمن کس د ۱۸ کسانو د وژلو او د ۱۳ نورو په ټپي کولو تورن دی.

دوی زیاتوي، چې د اتو کسانو د وژنې په تړاو یې نېغ په نېغه د رابرټ ارکارډد نیولو امر صادر کړی دی.

امنیتي مسولین وايي: "اته وژنې ثبت شوې دي خو د لسو نورو وژل شویو پېژندنه لا نه ده شوې."

د پولیسو یو تن مشر ویلیام راس وايي، چې شکمن لاهم په تېښته کې دی او خبرداری یې ورکړ، چې هغه "وسله وال او خطرناک" کس دی.

دوی له خلکو غوښتي چې خپلو کورونو کې خوندي پاتې شي.

د پنجشنبې په شپه پولیسو د پېښې سیمې څخه ۲۰ دقیقې لرې یو کور محاصره کړی و.

ویل کېږي، پولیسو د نیولو څو ګواښونه کړي و او د لادسپیکر له لارې یې د تسلیمېدو غوښتنه کوله.

خو له څو دقیقو وروسته پولیس له هغه ځایه تللي وو او لا هم ښکاره نه ده، چې دا لټون د څه لپاره وه او پایلې یې څه دي؟

امریکا کې د ډزو یاده پېښه د چهارشنبې په شپه په ځايي وخت د ماښام په اوو بجو د لیویسټن په کوچني ښارګوټي کې د بالینګ په یوه مرکز کې پیل شوه.

هلته یوه ښځه او شپږ نارینه ووژل شول.

ویل شوي، چې په لسو دقیقو کې وسله وال یوه رستورانت ته ننوت او اته نور کسان یې هالته هم په ډزو ووژل.

همدارنګه شپاړس کسان ځايي روغتونونو ته وړل شوي وو، چې پکې درې کسان مړه اعلان شوي دي.

پولیسو د لیوسټن او دریو نږدې ښارونو اوسیدونکو څخه غوښتنه کړې، چې په کور کې پاتې شي. ښوونځي او ځایي دوکانونه تړل شوي دي.

د امریکا ولسمشرۍ دفتر یا سپینې ماڼۍ مسوولینو ویلي و، ولسمشر جوبایډن ته معلومات ورکړل شوي او دا موضوع څاري.

هلته مرکزي طبي مرکز ویلي و، دوی د پراخو ډزو د "ډېرو قربانیانو" درملنه کوي او له نورو سیمه ییزو روغتونونو سره همغږي کوي چې د ټپیانو درملنه وکړي.

د امریکا د سرشمېرنې ادارې د معلوماتو له مخې، لیوسټن، د مین دویم ګڼ نفوسه ښار دی، چې تر ۳۸ زره ډېر خلک ژوند پکې کوي.

په دغه ښار کې د وسلو له امله ډېر مرګونه د وژنې پرځای د ځان وژنې له امله دي.

دا ښار د کیوبیک، کاناډا سره پولې ته نژدې دی او وګړي یې زیاتره په فرانسوي ژبه خبرې کوي.