تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پیرو کې د خوړو لېږدوونکي بکس کې ۶۰۰ کلنه مومیا موندل شوې
پیرو کې پولیسو ناڅاپه د تلاشۍ پرمهال له یوه سړي سره چې د خوړو رسولو کار یې کاوه، په یوه لرغوني ځای کې د نشې په حالت کې یو شی ونیو. دا پېښه د هېواد په سوېل ختیځ "پونو" ښار کې شوې ده.
د یاد سړي په یخچالي بکس کې یوه لرغونې مومیا وموندل شوه.
سړی وايي، له ټپ تړلې مومیا سره یې خونه شریکه کړې وه او دی دغه مومیا "روحاني ملګرې" ګڼي.
هغه زیاته کړې، د مومیا ټوټې یې په خپل بکس کې لېږدولې چې ملګرو ته پرې خپل ځان وښيي.
ده زیاته کړې، "خوانیتا" یې – چې دا هغه د مومیا لپاره غوره کړی نوم دی - پخپله خونه کې د تلوېزیون څنګ ته په یوه بکس کې له ځان سره ساتلې وه، له خپل پلار په میراث ورته پاتې شوې، خو دا یې نه دي ویلي چې څنګه یې له پلاره ده ته ورسېده.
کارپوهان وايي، دا مومیا د ۶۰۰ تر ۸۰۰ کلونو لرغونتوب لري. دا مومیا د یوه بالغ سړي ده نه د ښځې.
انګیرنې ښيي چې د مومیا شوي دغه سړي عمر ۴۵ کاله ښودل شوی او ۱ اعشاریه ۵۱ متره دی.
پوښل شوې مومیا په بنداج کې د جنین په بڼه ښکاري چې دا د اسپانیا تر پېر مخکې په سیمه کې د قبرونو له دود څخه ګڼل کېږي.
په پیرو کې د اسپانوي فاتحانو له رسېدو مخکې د ګڼو کلتورونو ډلو د مړو مومیا کولو چارې مخته وړلې.
ځینې مومیاګانې خښې شوې او نورې بیا د لویو نندارو پرمهال رایستل شوې دي.
پولیسو دا مومیا ضبط کړې ده او پیرو کې یې د کلتور وزارت ته – چې د هېواد کلتوري میراث یې اړوندېږي- سپارلې.
مومیا لېږدوونکی سړی او دوه ملګري یې چې عمرونه یې د ۲۳ او ۲۶ کالو ترمنځ دي - نیول شوی او له دوی پیرو کې د کلتوري میراث ضد احتمالي جرمونو په اړه پوښتنې ګروېږنې کېږي.