د افغان ښځو د حقونو او ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو پلاوی کابل ته تللی

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په استازیتوب د دوو ښځو په شمول ددغه سازمان دریې چارواکي افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په تړاو له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته تللي دي.‌

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه خبرپاڼه کې ویلي،‌ په دې پلاوي کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد، د دغه سازمان د ښځو ددفتر اجرایوي مشره سیما بحوث او د سیاسي چارو او سولې جوړولو چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال خالد خیاري شامل دي.

دوی غواړي افغان ښځې په خپل ژوندانه کې سوله ییز چاپېریال ولري او تلپاتې وده وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوي تر اوسه په ګڼو ګاونډیو هېوادونو، خلیج او بهر کې ناستې کړې دي.

همدا شان د اسلامي کانفرانس سازمان، اسلامي پرمختیايي بانک او په انکره کې د افغان ښځو له ډلو سره یې کتلي دي.

په ورته وخت کې دوی د قطر په دوحه کې د افغانستان لپاره له ځانګړو استازو او سفیرانو سره لیده کاته کړي دي.

ملګري ملتونه وايي، ځینو هېوادونه او ملګري په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم حقونو، کار او عامه ژوند کې د دوی د ونډې او اړتیا په اړه یوشان نظر لري.‌

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی د بحثونو پایله کې ټول پر دې نظر دي چې د افغان ښځو پر وړاندې د اوسنیو ستونزو د ختمولو لپاره مثت ګامونه واخیستل شي.

کابل ته له رسېدو سره، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي.‌

ښاغلي کرزي پر خپل ټویټر لیکلي، دوی په دې کتنه کې د ښځو پر زدکړه، د نجونو د تحصیلي مرکزونو د بېرته پرانیستلو او د ښځو د کار پر اهمیت خبرې وکړې.

حامد کرزي دا هم ویلي، چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت او ټیکاو راتلو لپاره ملي خبرې مهمې دي او هر څومره چې ژر وشي، ګټه یې ډېره ده.‌

ویل شوي چې د روان کال په مارچ میاشت کې اسلامي نړۍ کې د ښځو او نجونو په اړه د یوه نړیوال کنفرانس جوړېدو وړاندیز وشو چې په اصولو کې یې د جوړېدو موافقه وشوه.

د ملګرو ملتونو دغه درې کسیزه پلاوي د افغان ښځو له بېلابېلو ډلو سره هم کتلي دي.

د لوړې کچې دغه پلاوی نن کابل ته رسېدلی چې د خپل کار اړونده برخه هلته بشپړه کړي.

طالبانو څه موده وړاندې پوهنتونو ته د نجونو پر تګ له دویم امر پورې بندیز ولګاوه،‌ چې په کور د ننه او بهر یې توند غبرګونونه راوپارول او پر ضد یې لاریونونه وشول.

د طالبانو حکومت وروسته په کورنیو او بهرنیو نادولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه چې په احتجاجي غبرګون کې ځینو هغو لویو بهرنیو مؤسسو خپل فعالیتونه په افغانستان کې ودرول چې په بشردوستانه چارو کې یې کارونه کول.