تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان د ثبت شویو افغان کډوالو د اوسېدو نېټه یو کال نوره وغځوله
پاکستان د چهارشنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د ثبت او راجستر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده یو کال نوره هم وغځوي. په دې سره به اوسمهال افغانستان ته د هغوی لېږلو وېره لېرې شي.
له پاکستان څخه د هغو افغانانو لړۍ تېر نومبر کې پیل شوه، چې هلته یې د اوسېدو سندونه نه لرل. د افغان لوري په وینا تر تېرې ورځې هم د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ روانه وه.
د شمېرو له مخې دا مهال په پاکستان کې څه باندې یو نیم میلیون افغانان اوسېږي چې ډېری یې د اوسېدو قانوني اسناد هم نه لري.
د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر لخوا په یوې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: "فدرالي کابینې د یو اعشاره ۴۵ میلیونه افغان کډوالو د (پي او ار) کارتونو د اعتبار موده یوه کال نوره هم وغځوله. او د ۲۰۲۵ کال تر جون پورې به د اعتبار وړ وي."
وړاندې تر دې د ملګرو ملتو د کډوالو چارو د ادارې د هغه څه له امله د پاکستاني لومړي وزیر مننه کړې وه، چې له پاکستانه یې د هغو کډوالو د ستنولو لړۍ درولی، چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. دې ادارې په یوه ویناپاڼه کې ویلي، چې فېلېپو ګراندي دا خبره شهباز شریف ته په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د لیدنې پر مهال کړې او په وینا یې له هغه یې غوښتي، چې د کډوالو د ستنولو دا بهیر درېدلی وساتي.
د ملګرو ملتو د کډوالو چارو د ادارې مشر په داسې وخت کې پاکستان ته ورغلی چې د طالبانو د حکومت د شمېرو له مخې، په تېرو څه باندې نهو میاشتو کې له دغه هېواده شپږ نیم لکه کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
ښاغلي ګراندي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: "ما له افغان کډوالو سره وخت تېر کړ چې د دوی سرچینې د دوی د ځواک او د پاکستان د اوږدې مېلمهپالنې شاهدي ورکوي."
ښاغلي ګراندي زیاته کړې، د هغه د دې لیدنې هدف په دې بحث کول دي چې څنګه کولی شو د مخ پر ودې ننګونو په منځ کې له دواړو ښه ملاتړ وکړو."
له هغه وخته چې پاکستان له خپلې خاورې د ناقانونه افغان کډوالو د لېږلو لړۍ پیل کړې، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ستنېدونکو کډوالو د مدیریت لپاره د بېلابېلو ادارو له استازو یو کمېسیون جوړ کړی دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې، د پي او ار کارتونو تر څنګ څه باندې ۸۰۰ زره تنه د افغانستان تابعیت کارتونه لري.
په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر خان اپریدي د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي، د افغان کډوالو ۵۲ سلنه په خیبر پښتونخوا ایالت کې ژوند کوي. په بلوچستان کې څه باندې ۳۱۵ زره، په پنجاب کې شاوخوا ۹۵ زره او په سند کې څه باندې ۷۵ زره کسان ژوند کوي. دغه راز شاوخوا ۴۰ زره افغانان په اسلام اباد کې اوسېږي.
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د کابو ۱.۷ میلیونو افغان کډوالو کوربه دی، چې زیاتره یې د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹ کلونو ترمنځ د شوروي د اشغال پر مهال دغه هېواد ته کډوال شوي دي.
یوازې پاکستان نه دی چې د قانوني اسنادو نه لرونکي افغان کډوال ستنوي، بلکې بل ګاونډي ایران یې هم ورته چاره جاري ساتلي چې د راپورونو له مخې هره ورځ ګڼ شمېر افغان کډوال افغانستان ته اړوي.