د غزې شمال کې د اسرائیل تازه بریدونو په ۴ ورځو کې ۸۰ زره فلسطینیان کډوال کړي

اسرائیلي ځواکونو د غزې شمال (شجاعیه) سیمه کې د سختو عملیاتو د پیلېدو خبر ورکړی دی. د رپوټونو پر بنسټ له تېرو څلورو ورځو راهیسې شاوخوا اتیا زره فلسطینیان د دغو جګړو له کبله د غزې له شماله وتلي او ځینې نور په جګړو کې وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی، چې دلته د فلسطینیانو لپاره ژوند کول نور له توان او حوصلې وتلی کار دی.

د جګړو له شدت سره نن اسرائیلو ویلي، چې د غزې په شمال شجاعیه نومې سیمه کې یې د حماس ځینې مرکزونه په نښه کړې دي.

اسرائیلي ځواکونو ویلي، د حماس مرکزونه او ودانۍ یې په چاودیدونکو موادو او بمونو په نښه کړي.

رپوټونه وايي، په دې بریدونو کې د فلسطین یو شمېر ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

مرسته رسوونکو بنسټونو بیا په دې اړه ویلي، چې د پنجشنبې ورځې راهیسې له کله چې دغو بریدونو زور اخیستی شاوخوا ۸۰ زره وګړي د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ شوي.

له دې مخکې اسرائیل ویلي و، چې دا سیمې یې له حماس پاکې کړې دي، خو اوس وايي داسې شواهد یې موندلي چې حماس دلته بیا د راټولېدو او پیاوړتیا په حال کې دی.

اسرائیلي ځواکونو د دغې عملیاتو د څرنګوالي په اړه هم معلومات خپاره کړي او په وینا یې د ځمکې په سر او د ځمکې لاندې د حماس مرکزونه په نښه کوي.

تېره اونۍ د غزې سیمه ییزو سرچینو ویلي وو "د اسرائیلو په بریدونو کې دوه ښوونځي هم په نښه شوي چې پکې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي وو."

د ملګرو ملتونو ټولې ودانۍ "یا ویجاړې او یا یې زیان" لیدلی دی

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ ویاندې لویس واټریج چې په انلاین بڼه یې له خبریالانو سره خبرې کولې ویلي، ملکي وګړي زړه بوږنوونکو حالاتو کې ژوند کوي. هغه همدار را تېره ورځ له خبریالانو سره یوه ویډيويې غونډه کې وویل "غزه کې د دوی ټولو ودانیو او دفترونو سخت زیان لیدلی دی."

ښاغلي واتررېج ویلي "څوک فکر نشي کولی چې دا د ملګرو ملتونو تر واک لاندې ودانۍ وې."

نوموړي وویل "کله چې زه اوس بهر ګورم، یو سل او پنځوس متره لرې د کثافاتو یو لوی لنډمهالی ډیران دی. خو شاوخوا یې خیمې دي. خلک د هغې په منځ کې ژوند کوي. یوازې هلته نه بلکې د پناه ځایونو منځ کې هم لویه اندازه کثافات دي. یوازې یو ځای کې کثافات نه دي راټول شوي بلکې د خلکو منځ کې هم د کثافاتو ډېرۍ پراتې دي. د انتقالولو ځای یې نشته او دا ورځ تر بلې په زیاتېدو دي."

نوموړي وویل په غزه کې د ملګرو ملتونو په مرسته چلېدونکي پنډغالي، ښوونځي، او د مرستو رسولو نور دفترونه هم په نښه شوي دي.

د ملګرو ملتونو دا چارواکی چې له یوې میاشتې وروسته د غزې سوېل خان یونس ته ګرځیدلی دا سیمه یې د "روحونو هدېرې" سره ورته بللې.

نوموړي ویلي، چې په دې اندازه ویجاړۍ "حیران او بوږنولی" دی.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی چې سېمې ته یې سفر کړی دا هم ویلي، چې د غزې په شمال او سوېل کې خلک له هر ډول لومړنیو مرستو او خوراک پرته سختو ګرمیو کې د ویرې شپې ورځې تېروي.

اسرائیلي ځواکونه اوسمهال د غزې په جنوب، مرکز او شمال کې پوځي عملیات کوي. په رفح کې هم د دوی بریدونه دوام لري.