ایا غواړئ نوم مو مشتري ته د ناسا فضايي بېړۍ سره ولېږئ؟

ایا تاسو غواړئ خپل نوم فضا ته ولیږئ؟

د امریکا فضايي ادارې ناسا له خلکو غوښتي، خپل نومونه دوی ته واستوي، چې په راتلونکي فضايي ماموریت کې یې فضا ته واستوي.

د امریکا د فضایي ادارې کمپاین چې په " بوتل کې پیغام" تر نوم لاندې پر مخ وړل کېږي. عام وګړو ته یې دا شونتیا برابره کړې، چې په میکروچیپ کې یې نومونه ثبت شي او فضا ته یوړلی شي.

دا فضايي بیړۍ، چې د ځمکې د وګړو نومونه به په کې وي اروپا کلیپر نومېږي.

دا بیړۍ به له مریخ څخه تېریږي د مشتري سیارې او د مشتري د سپوږمۍ، چې د اروپا په نوم یادیږي د دوی خوا ته به سفر کوي.

تر دې دمه، ۷۰۰ زره خلکو نوم لیکنه کړې او د نوم لیکنې وروستۍ نېټه د روان کال وروستۍ شپه یعنی ۳۱ د دسمبر ده.

په کالیفورنیا کې د ناسا ساینس پوهان او کارپوهان پلان لري، چې ټول ورسپارل شوي نومونه راټول کړي او بیا یې د الکترونکي اشعې په مټ له سکې نه په کوچنۍ آله کې ثبت کړي او فضا ته یې واستوي.

پر دې آلې د هرې کرښې ضخامت یا ډبل والی به د انسان د سر د وېښتو زرمې برخې (۱۰۰۰/۱) په اندازه وي یعنی ۷۵ نانومتر.

د خلکو د نومونو میکروچیپ به د فضايي بیړۍ په بهرنۍ برخه کې ځای پرځای شي، چې اټکل شوې د اروپا په نوم د مشتري یخ پوښلې سپوږمۍ ته به سفر وکړي.

کارپوهان په دې باور دي، چې د مشتري د دې سپوږمۍ تر کنګل پوړونو لاندې یو سمندر شتون لري.

د اروپا کلیپر په نوم د دې فضایي ماموریت ساینسي موخه دا ده، چې د مشتري د سپوږمۍ اروپا تر کنګل لاندې د ژوندیو مخلوقاتو د ژوند په اړه څېړنه وکړي.

دوی غواړي د یاد کنګل قطر معلوم کړي او دا چې له کومو موادو جوړ شوی د هغو پټه ولګوي.

د اروپا سپوږمۍ دقیقه څېړنه به له ساینس پوهانو سره مرسته وکړي، چې له ځمکې پرته د کهکشان په نورو برخو کې هم د ژوند شونتیا پیدا کړي.

د اروپا کلیپر فضايي بیړۍ به د مشتري سپوږمۍ ته نږدې ۵۰ الوتنې ولري.

نوموړې فضايي بیړۍ به شاوخوا ۸۰۰ میلیون کیلومتره واټن ووهي ترڅو د اروپا د اقیانوس کنګل سطحې او فضا څخه معلومات را ټول کړي.

د راټول شویو معلوماتو له ارزولو سره به ساینس پوهان هالته د ژوندیو مخلوقاتو یا د ژوند د شونتیا په اړه معلومات وکړي.