تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائیلي ځواکونه د غزې ښار زړه ته رسېدلي؛ تر دې وروسته پلان څه دی؟
د اسرائیل دفاع وزیر وايي چې ځواکونه یې د غزې ښار زړه ته رسېدلي دي.
یواو ګالانت یوه خبري کنفرانس ته چې پر تلویزیون خپریده وویل، د اسرائیل ځمکني، هوايي او سمندري ځواکونه خپلو کې له بشپړه همغږۍ سره د شمال او سویل له لوریو د غزې ښار منځ ته ننوتي دي.
هغه زیاته کړې دغه ځواکونه یوازې یو هدف لري، او هغه دا دی چې په غزه کې حماس او د دې ډلې قومندانان، تاسیسات، مورچې او د اړیکو سیستم لمنځه یوسي.
هممهاله د اسرائیل د ستراتيژيکو چارو وزیر ران دېرمېر ویلي، له حماس سره تر جګړې وروسته یې هېواد د غزې په تراړه کې د حکومتولۍ کوم پلان نه لري خو ځان به ډاډمنوي چې دغه تراړه غیر نظامي پاتې شي.
د اسرائیل د کابینې دغه غړي بيبيسي ته ویلي، د دوی ځواکونه غزه کې د هغه څه پر وړاندې نظامي عملیات کوي چې دی یې د ترهګرۍ نوی ګواښ بولي.
ښاغلي دېرمېر په دې توګه له جګړې وروسته د غزې راتلونکې په اړه د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د څرګندونو وضاحت کړی دی.
ښاغلي نتنیاهو ویلي و، اسرائیل به د غزې جګړې له پای وروسته د دې تراړې امنیتي مسوولیت په غاړه واخلي.
خو اوس د اسرائیل د ستراتیژیکو چارو وزیر رون دېرمېر بيبيسي ته وویل د نتنیاهو دا خبره چې د غزې ټول امنیتي مسؤلیت به د دوی پرغاړه وي، په دې معنا دي چې تر جګړې وروسته به دوی ځان ډاډمن کړي چې دغه تراړه غیر نظامي او بې وسلې پاتې شي.
هغه ډاګیزه کړې چې اسرائیل به بیا غزه اشغال نه کړي او دا چې هلته د حکومت کولو پلان نه لري.
ده تر هغه وروسته دا وضاحت کړی چې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي یوې خبري غونډه کې وویل، د جو بایډن اداره د اسرائیلو لخوا د غزې د بیا اشغالولو مخالفت کوي.
ښاغلي کربي ویلي وو "ولسمشر بایډن پر خپل پخواني دریځ ولاړ دی چې د اسرائیلي ځواکونو له لوري د غزې بیا اشغالول سم کار نه دی."
هغه زیاته کړې وه "دوی چې څه نیت لري ودې وايي، مګر موږ یقینا په دې اړه خبرې کوو چې له جګړې وروسته چاپیریال باید څه ډول وي او په غزه کې حکومتولي باید څه ډول وي.
یو شی چې په بشپړ ډول د رڼا ورځ په شان روښانه دی دا دی چې حماس به د دې څه برخه نه وي. موږ نشو کولای بېرته د اکتوبر شپږمې ته وګرځو."
د اسرائیلو لومړي وزیر له بنیامین نتنیاهو له امریکايي اې بي سي ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، په غزه کې د دوی د یرغملو بندیانو له خلاصون پرته به هېڅ راز اوربند ونه شي.
هغه زیاته کړې، په تکتیکي توګه، دوی لا دمخه په عملیاتو کې کوچنۍ وقفې پلې کړې دي.
د فلسطین د ملي نوښت مشر مصطفی برغوثي چې د فلسطین د دوو ډلو حماس او فتح د یوځای کولو لپاره کار کوي، د اسرائیلو د لومړي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وايي "نتنیاهو له خلکو پرته غزه غواړي او د هغه اصلي پلان توکم پاکونه وه."
ښاغلی برغوثي زیاتوي "د نتنیاهو اصلي پلان دا و چې غزه په بشپړ ډول پاکه کړي او خلک یې مصر ته یې وشړي. هغه په دې کار کې پاتې راغلی، خو کله چې د تل لپاره د غزې امنیت ساتل غواړي، په دې معنی چې نوموړی پلان لري چې غزه له اسرائیل سره یوځای او اشغال کړي."
تر جګړې وروسته د غزې د برخلیک په اړه دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په دې تراړه کې لا جګړه په شدت روانه ده او زیان یې یوازې نظامیانو ته نه اوړي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د دې جګړې له پیل راهیسې په غزه کې پر روغتیايي مرکزونو تر سلو ډېر بریدونه شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویاند 'کرسټین لینډمیر' جینیوا کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې په زرګونو خلکو په جګړو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، او ډیر نور له زغمه وتلو شرایطو کې ژوند کوي.
سېشنبه د اسرائیل - غزې د جګړې یوه میاشت پوره شوه. دا جګړه د اکتوبر اومه تر هغه وروسته پيل شوه، چې اسرائیلي ځواکونو د حماس د مرګوني برید په ځواب کې پر غزې لومړی هوايي او وروسته ځمکني بریدونه پیل کړل.
پر اسرائیلو د حماس په دغه برید کې څه باندې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ نور يرغمل شوي دي.
غزه کې بیا د حماس روغتیاييچارواکي وايي، د اسرائیلي ځواکونو بریدونو کې تر اوسه دغلته د څه باندې څلور زره ماشومانو او دوه نیم زره ښځو په ګډون تر لس زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي او نژدې ۲۵ زره نور ټپیان دي.
دوی زیاتوي چې په ټپیانو کې هم شاوخوا لس زره ماشومان دي.