د طالبانو استازي رسماً ابوظبي کې د افغانستان سفارت سرپرستي ترلاسه کړه

افغانستان

د عکس سرچینه، AFGEMBASSY ABU DUBAI

    • Author, ملایکه احمدزۍ
    • دنده, بي بي سي
    • رپوټ له:,

بدرالدین حقاني چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان د سفارت د "سرپرست" په توګه معرفي شوی و، په رسمي توګه یې ابوظبي کې خپل کار پیل کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر عباس ستانکزی وايي، پرون یې د دې ادارې ډیپلوماتانو او پخوانیو کارکوونکو ته د کار د دوام په اړه ډاډ ورکړ.

نوموړی زیاتوي: "د سفارت کارمندانو ته ویل شوي چې په متحده عربي اماراتو کې به د افغانانو د ستونزو د هواري لپاره په ګډه کا کوو. "

له دې مخکې هم د سیمې په ځینو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه طالبانو ته سپارل شوي او د افغانستان مخکیني حکومت ډېری ډیپلوماتانو نورو هېوادونو ته پناه وړې ده.

تر اوسه هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته،‌ ایران،‌ پاکستان او چین کې د افغانستان د سفارتونو چارې د طالبانو استازو ته سپارل شوې دي.

همدارنګه په دا وروستیو کې هالنډ کې افغان سفارت هم اعلان وکړ، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزارت سره په تعامل کې دی.

افغانستان

د عکس سرچینه، @FIDAMADANI

بلخوا هند کې بیا د افغانستان سفارت برخه لیک یو ډول نامعلوم حالت کې دی.

د تېرې سپتمبر پر ۲۹مه د هند پلازمېنې ډیلي کې د افغانستان سفارت تائید کړې وه، چې د همدې میاشتې له وروستۍ ورځې وروسته ټولې سفارتي چارې ځنډوي.

همدارنګه له بي بي سي سره په یوه مرکه کې د هند لپاره د افغانستان جمهوریت سفیر فرید ماموندزي ویلي وو، چې د هند حکومت د نه همکارۍ او نه ملاتړ او د کافي سرچینو او پرسونل د نه شتون له کبله دغې پرېکړې ته چې پرې خوښ ‌نه دي اړایستل شوي.

د دې خبر په غبرګون کې بیا د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په ډیلي کې افغان سفارت خپلې چارې روانې ساتي.

ددغه وزارت ویاند ویلي و، چې هند په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په وینا یې د تېر افغان حکومت لخوا ور استول شوی سفیر او د سفارت نور کارکوونکي خلکو ته د وېزو ورکولو او سوداګریزو چارو اړوندو مسلو د سمبالونې واک لري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندم باغچي رویټرز خبري اژانس ته ویلي و، دوی سفارت او همدا راز افغان کونسلګریو کې له ځینو افغان دیپلوماتانو سره په تماس کې دي.