طالبانو د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا خوشی کړ

مطیع الله ویسا

د عکس سرچینه، PENPATH1/TWITTER

د قلم لار ټولنې مشر او د نجونو د زدکړې فعال مطیع الله ویسا د طالبانو له زندانه ازاد شو. د هغه ورور عطاء الله ویسا بي بي سي ته وویل چې هغه د طالبانو ادارې د استخباراتو په زندان کې له ۷میاشتو تېرولو وروسته نن پنجشنبه (اکتوبر۲۶مه) ماسپښین په کابل کې ازاد شو.

عطاء الله ویسا وویل ورور یې د محکمې له پرېکړه وروسته ازاد شو او په زندان کې اووه میاشتې یې د هغه په حق کې کافي وبللې. نږدې یوه میاشت وړاندې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي وو چې مطیع الله ویسا دوسیه محکمې ته استول شوې ده.

د نوموړي په حق کې د طالبانو د محکمې د پرېکړې جزئیات لا نه دي په ډاګه شوي، خو وړاندې طالبانو ویلي وو چې هغه "خپلسري فعالیتونه" کول او "د نظام ضد هڅونې" یې درلودې، ځکه ونیول شو.

مطیع الله ویسا له څه باندې یوې لسیزې راهیسې په لېرې پرتو سیمو کې ماشومانو ته د زدکړو اسانتیاوو برابرولو لپاره کار کوي.

هغه د قلم لار نومې ټولنې مشر دی چې وايي د افغانستان لر او بر کې ګڼ شمېر رضا کار غړي لري او د هلکانو او نجونو لپاره د زدکړې اسانتیاوو برابرولو او د نجونو پر زدکړه بندیز لېرې کولو لپاره کار کوي.

مطیع الله ویسا د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته هم خپل فعالیت ته دوام ورکړ او د طالبانو د ادارې له خوا د نجونو پر زدکړې بندیزې پر وړاندې یې هم غږ پورته کړ.

هغه دې لړ کې له نیول کېدو وړاندې د ملګرو ملتونو او ځینو نړیوالو ادارو له چارواکو سره لیده کاته لرل او د ټولو نجونو لپاره یې د زدکړې حق غوښتنه کوله.

مطیع الله ویسا

د عکس سرچینه، MATIULLAHWESA‌/TWITTER

د طالبانو ادارې له څه باندې دوه کلونو راهیسې له شپږم ټولګې پورته او په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړه بندیز لګولی، هغه ګام چې د اسلامي او لویدیځې نړۍ له پراخ منفي غبرګون سره مخ شوی، هغه یې غندلی او ژر تر ژره یې د دې بندیز د لېرې کولو غوښتنه کړې ده.

څو ورځې وړاندې د بیان ازادۍ اړوند د انډېکس آن سیسرشیپ بنسټ له خوا ښاغلي ویسا ته جایزه هم ورکړل شوه.

په تېرو څو ورځو کې د نیول شویو فعالانو او خبریالانو له ډلې دا دویم کس دی چې د طالبانو د ادارې له زندانه خوشی کېږي. تېره اونۍافغاني الاصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبوي هم خوشې شوی وو، خو لا هم د مېرمنو په ګډون د بشري حقونو څو تنه فعالانو د طالبانو په زندان کې دي.

د ملګرو ملتونو چارواکو او د بشري حقونو نورو فعالانو د مطیع الله ویسا نیول غندلي وو او د هغه له قید او شرط پرته خوشي کولو غوښتنه یې کړې وه.