د بښنې نړیوال ټولنې د مطیع الله ویسا د خوشي کېدو غږ کړی

ویسا

د عکس سرچینه، TWITTER/MATIULLAH WESA

د بښنې نړېوالې ټولنې پر ټویټر یوه بیان کې یو ځل بیا غږ کړی چې د زدکړې فعال مطیع الله ویسا دې سملاسي خوشې کړل شي.

دې لنډ بیان کې ظاهرا د خواله رسنیو له نورو کاروونکو هم غوښتنه شوې چې د هغه د خوشي کولو لپاره غږ پورته کړي.

د قلم لار ټولنې مشر او د زدکړې برخه کې فعال مطیع الله ویسا شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د طالبانو حکومت کې د استخباراتو ادارې کابل کې ونیو. طالبانو د هغه د نیولو په هکله تر اوسه ډېر تفصیل نه دی ورکړی، خو د طالبانو ویاند بي بي سي ته وویلي و چې هغه د خپلسري کړنو او د حکومت پرضد د خلکو د پارولو په تور نیول شوی دی.

د مطیع الله ویسا کورنۍ وايي، د هغه په اړه معلومات نه لري او د استخباراتو په توقیف کې له دوه اونیو د زیاتې مودې په تېریدو لا هم نه دي خبر چې هغه په څه ډول وضعیت کې ساتل کېږي.

بل لور په هلمند کې د طالبانو له خوا د یوه بل نیول شوي مدني فعال نورایل کلیوال کورنۍ اندېښنه ښوولې چې نوموړی د محکمې له حکم پرته د استخباراتو زندان کې له درې اونۍ توقیف وروسته د هلمند مرکزي زندان ته لیږدول شوی. د هغه کورنۍ یوه بیان کې له طالبانو غوښتي چې د هغه قضیه دې د محکمې له لارې تعقیب او دی دې خوشی کړي. طالبانو د نورایل کلیوال د کورنۍ د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د طالبانو له خوا د فعالانو دنیولو لړ کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې بهر کې فعالیت کوي وايي، د طالبانو له خوا فاریاب ولایت کې د فرهنګي فعال محمد کاظم امیني نیول ناقانونه او د توجیه وړ نه دي. د ځايي رسنیو د رپوټونو له مخې نوموړی تېره یکشنبه د طالبانو له خوا نیول شوی دی. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوه بیان کې له طالبانو وغوښتل چې نوموړی او نور نیول شوي فعالان دې ژر تر ژره خوشې کړي.

طالبانو د نوموړي دنیولو په اړه هم څه نه دي.

له کله چې طالبان واک ته رسېدلي د ښځو په ګډون یو شمېر مدني او سیاسي فعالان او خبریالان یې په بیلابیلو تورونو نیولي، یو شمېرې په بند کې له څه مودې وروسته خوشې شوي او یو ځینې لا هم په توقیف کې دي.

دې لړ کې دوې ورځې وړاندې د ښځو د حقونو فعاله نرګس سادات له دوه میاشتې توقیف وروسته خوشې شوه.