افغانستان کې د نشهیانو او رواني ناروغانو درملنې لپاره د اروپايي ټولنې مرسته

د عکس سرچینه، Raffaella Lodice
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شاژدافیرې رافیلا لوډیس ویلي دا ډېره اړینه ده چې هغه کسان چې په رواني ستونزو اخته دي او د نشه يي توکو د استعمال له امله له روغتیايي ستونزو کړېږي هر اړخیزې درملنې ته لاسرسی ولري.
د نوموړې په وینا له دې خلکو سره باید مرسته وشي چې بیا له ټولنې سره یوځای شي او د همدې لپاره اروپايي ټولنې د روغتیا نړیوال سازمان او له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو ادارې سره د لس میلونو یورو اضافي مالي مرسته کوي چې لا ډېرو خلکو ته ځان ورسوي او درملنه یې وکړي.
اروپاپي ټولنې په دې اړه پر خپله وېبپاڼې خپاره کړي رپوټ کې ویلي چې له دې اضافي پیسو سره به یاد بنسټونه په افغانستان کې د نارینه وو ترڅنګ د هغو ښځو او نجونو درملنه هم وکړي چې په رواني ستونزو اخته وي یا هم په نشه يي توکو روږدي شوې وي.
آغلې لوډیس ویلي اروپايي ټولنه په افغانستان کې د روغتیايي سیستم د ودې او د افغانانو د ښې روغتیا په اړه پیاوړی احساس لري. اروپايي ټولنې په افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر څلور میلیونه په ګوته کړې چې د افغانستان د ټول نفوس شاخوا لس سلنه جوړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې هغه روغتیايي مرکزونه چې په نشه يي توکو د روږدو او په رواني ستونزو د اخته کسانو درملنه په کې کېږي اوس مهال د بودیجې د کمښت او ګڼو نورو ستونزو له امله نه شي کولای هغسې چې ښايي د خلکو درملنه وکړي، ځکه نو په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي ډاکتر لو ډپینګ په رواني ستونزو د اخته او په نشه يي توکو د روږدو افغانانو د درملنې په برخه کې د اروپايي ټولنې مالي مرسته اړینه بللې او ویلې یې دي دا لس میلیونه اضافي یورو به تر ډېرې کچې د دوی هڅې پیاوړې کړي او په ښه توګه به په رواني ستونزو د اخته کسانو او نشه يي توکو د استعمال له امله له اختلالاتو سره د مخامخو کسانو درملنه وکړای شي.
د نوموړي په وینا دغسې مالي مرستې د دوی وړتیا ډېروي چې مستحقو کسانو ته اړین خدمات وړاندې کړي.
تر دې وړاندې په ۲۰۲۲ کال کې هم اروپايي ټولنې په افغانستان کې په رواني ستونزو د اخته کسانو او د نشه يي توکو د استعمال له امله له اختلالاتو سره د مخامخو کسانو د درملنې په موخه د روغتیا د نړیوال سازمان او له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو له ادارې سره مالي مرسته کړې وه.
اروپايي ټولنې ویلي د دوی په مالي مرسته په عملي شویو پروژو کې د یادو کسانو د درملنې لپاره د روغتیايي مرکزونو جوړول او نوي کول شامل وو، ترڅنګ یې دغو روغتیايي مرکزونو ته وسایل هم برابر شوي او مامورینو ته یې روزنه هم ورکړل شوې ده.











