له خبرداریو سره سره اسرائیل په رفح او نورو سیمو بریدونه جاري ساتلي

د غزې تړانګې په سوېل رفح ښار او مرکزي برخو د اسرائیل د پوځ له خوا هوایي بریدونه روان دی چې د فلسطیني سرچینو په وینا ګڼ شمېر عامو وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فلسطین " وفا" خبري اژانس د رپوټ له مخې په مختلفو ښارونو کې پرلپسې هوایي بریدونه شوي چې پکې ګڼ کورونه او مېشت ځایونه هم په نښه شوي دي.

د غزې د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې په یوه شپه کې له سلو زیات فلسطینیان وژل شوي، چې اته تنه یې په رفح کې دي.

د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې په وینا په رفح کې د اسرائیل هوایې بریدونو کې درې ماشومان هم وژل شو ي دي.

له مصر سره په پوله رفح ښار د زیات شمېر فلسطیني بې ځایه شویو په پنډغالي بدل شوی.

له وړاندې امریکا او ملګرو ملتونو د هوایي بریدونو له امله د ملکي مرګ ژوبلې او هلته د بشري وضعیت د لا ترینګلتیا په اړه خبرداری ورکړی دی.

سپینه ماڼۍ خبرداری ورکوي چې په سویلي رفح ښار به پوځي عملیات پرته له کوم منظم پلان څخه هلته "ناورین" رامنځته کړي.

په رفح کې نږدې یو اعشاریه پنځه میلیونه فلسطینیان په خورا بد بشري وضعیت کې ژوند کوي.

سپينې ماڼۍ دغه دا خبرداری په رفح کې له پوځي عملیاتو مخکې ورکړی وو.

له دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ امریکايي ولسمشر ویلي چې په غزه کې د اسرائیل پوځیانو کړنې " لوړې کچې" ته رسېدلي دي.

ملګري ملتونه وایي د غزې په شمال او مرکزي برخو کې نږدې درې سوه زره خلک د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کار ادارې خبرداری ورکړی چې سلګونه زره خلک د مرګ په پوله ناست دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د دغې ادارې عالي کمیشنر فلیپ لازاریني وایي ادارې ته یې نږدې له دوو اونیو زیات وخت مخکې اجازه ورکړل شوې وه چې دې خلکو ته مرستې ورسوي.

دا خبرداری داسې مهال دی چې تازه اسرائیلي لاریونوالو په مرستو د بار هغو لاریو مخه نیولې چې غزې ته ننوتلې.

لاریون کوونکي وایي مرستې به هغه وخت ور پرېږدي چې حماس برمته کسان خوشي کړي.

په غزه کې جګړه او د اسرائیل هوایي بریدونه په ۱۲۶ ورځ داسې مهال په شدت سره روان دی چې تر اوسه هم د اوربند او سولې خبرو کومه پایله نه ده ورکړې.

تازه د ځینو عرب هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د سعودي عرب په پلازمېنه ریاض کې په دې ټینګار کړی چې " د دوو دولتونو د جوړښت حل لارې لپاره او د خپلواک هېواد په توګه د فلسطین په رسمیت پېژندل چې پلازمېنه به یې ختیځ بیت المقدس وي باید شاته نه ګرځېدونکي ګامونه واخیستل شي."

د غونډې کوربه د سعودي عرب بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرهان، د قطر، مصر، اردن، عرب اماراتو بهرنیو چارو وزیرانو او د فلسطین د ازادي غوښتونکي غورځنګ د اجرایي کمېټې مشر حسین الشیخ په کې ګډون درلود.

یو شمېر ډيپلوماتیکو سرچینو فرانسې خبري اژانس ته ویلي د دغه ناستې اصلي موخه د غزې جګړې په اړه د عربو واحد دریځ رامنځته کول دي.