تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بایډن وینا کې د "کثافت" کلمه ولې لانجمه شوې؟
د امریکا ولسمشر جو بایډن واشنګټن ډيسي کې د کمالا هرېس له یوې لویې کمپایني غونډې وروسته له رای ورکوونکو سره په یوه انلاین وینا کې د 'پورتو ریکو' په اړه د خبرو پر مهال د "کثافت" کلیمې په کارولو سره جمهوري غوښتونکي په غوسه کړي دي.
بایډن د پورتوریکا په اړه خبرو کې ویلي: "دوی ښه خلک دي. باعزته او شریف خلک دي."
نوموړي له دې سره غبرګه کړې: "یوازینی کثافت چې زه یې په دوی کې وینم د هغه ملاتړي/ملاتړی دی ... د لاتینو په اړه د هغه شیطانت غیر وجداني کار دی."
سپېنې ماڼۍ او ولسمشر بایډن که څه هم وروسته د دې خبرې سپیناوی کړی چې د نوموړي مطلب د ډونلډ ټرمپ ټول نه بلکې یو مشخص ملاتړی و، خو جمهوري غوښتونکي وايي، هغه د ټرمپ ټولو ملاتړو ته د "کثافات" خطاب کړی.
پخپله ټرامپ په داسې حال کې چې د پنسلوانیا په النټاون کې یې خپلو ملاتړو ته وینا کوله، د جو بایډن له دې ناندیزې وینا خبر شوی او سملاسي یې په ۲۰۱۶ کال کې د هیلاري کلېنټن څرګندونو ته اشاره کړې، چې د ده ځینې ملاتړي یې پکې د "د افسوس وړ" بللي وو.
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: "فکر کوم کثافت ترې بدتر دی، داسې نه ده؟ خو هیله کوم هغه وبښئ ځکه هغه نه پوهېږي چې څه یې ویلي."
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر بایډن یوې ډلې ته سپکاوی رد کړی او وايي مشخص کس ته یې اشاره کړې.
هغه او سپینه ماڼۍ وايي، نوموړي په ځانګړي ډول هغه کومېډین ته اشاره کړې، چې په نیویارک یې د ټرمپ په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې پر پورتوریکو لفظي برید وکړ او دغه ټاپو لپاره یې "ناوړه الفاظ کارول."
سپینې ماڼۍ لخوا د ښاغلي بایډن د وینا له خپاره شوي متن هم ښکاري، چې ځانګړي کس ته اشاره شوې.
د یادونې ده چې د ډونلډ ټرمپ ملاتړي کومېډین 'ټوني هېنچکلېف' د یکشنبې پر ورځ نیویارک کې د ټرمپ په ملاتړ یوې جوړه شوې غونډه کې پورتوریکا "د خځلو یا کثافاتو ټاپو" بللی و.
د ټرمپ ټاکنیز ټیم وروسته وویل، چې د هغه دا څرګندونې د دوی نظر نه څرګندوي.
د پورتو ریکو چارواکو د دوشنبې پر ورځ له ټرمپ وغوښتل چې شخصآ بښنه وغواړي.
د ټرمپ او هرېس لخوا پر یو بل نیوکې
ښاغلي ټرمپ وروسته پر خپله ټولنیزه رسنۍ کې پر اغلې هرېس هم تور ولګاوه چې ګوندې د "کرکې کمپاین پر مخ وړي."
نوموړي لیکلي: "هغه ټوله اوونۍ خپل سیاسي مخالفین د تاریخ تر ټولو شریرو څېرو سره پرتله کوي. اوس پر دې هر څه سربېره بایډن زمونږ ټول ملاتړي [کثافت] یاد کړي."
هغه دا هم لیکلي چې: "که تاسې له امریکایانو سره مینه نه لرئ نو د امریکا مشري نه شئ کولای."
هرېس واشنګټن ډي سي کې په خپله وینا کې د راتلونکو ټاکنو په اړه ویلي: "دا به تر ټولو مهمې رایې وي چې کاروئ یې. د ازادۍ او ګډوډۍ تر منځ انتخاب دی. د امریکا رایه ورکوونکي کولی شي د خپل نوی داستان په خورا حیرانوونکي بڼه ولیکي."
نوموړې زیاته کړې: "نږدې څلور کاله وړاندې پر همدې ځای ډونالډ ټرمپ ولاړ و او د خلکو د ارادو د ګډوډولو لپاره یې وسله والو ډله ولېږله. ټرمپ د دښمنانو یو نوملړ لري، خو زه به د هغو کارونو نوملړ کې شامله شم چې باید ترسره یې کړم."
اغلې هرېس امریکا کې لوړو لګښتونو ته په اشارې ویلي: "اوس زمونږ تر ټولو لویه ننګونه د لګښتونو راکمول دي، هغه لګښتونه چې ان له کورونا وبا مخکې لوړ شوي و او لا هم ډېر لوړ دي."
امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې د نومبر پر پنځمه ترسره کېږي.
امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان معمولآ په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې پر یو بل نیوکې کوي، خو ځېنې یې بیا ناندیزې شي او د ملاتړو ترمنځ یې د لفظي شخړې لامل کېږي.