اوکراییني ځواکونو د روسیې په کورسک سیمه کې یو مهم پول ویجاړ کړی
اوکراییني ځواکونو د روسیې پر کورسک سرحدي سیمې د خپل برید په دوام دغلته پر 'سییم' سیند یو ستراتېژیک پول نړولی دی.
رپوټونو کې د روسي چارواکو په حواله ویل شوي چې ګلوشکوو ښار ته نږدې پوځي عملیات له ځینو ورڅېرمه پرتو سیمو سره د اړیکو پرې کېدو لامل شوي او دغه کار روسي ځواکونو ته د تجهیزاتو تامین او د خلکو د ایستلو لړۍ له ستونزو سره مخامخ کړې ده.
کرملین دا پول خپلو ځواکونو ته د تجهیزاتو استولو لپاره کاراوه او نړېدو یې د دوی چارې ټکنۍ کړې دي.
دا خبر داسې مهال ورکړ شوی چې د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي ویلي، ځواکونه یې په کورسک سیمه کې د مورچلو پر ټینګولو بوخت دي.
نوموړې هغه روسۍ سیمې چې اوکراییني ځواکونو نیولې د "تبادلې صندوق" بللی دی.
دا په دې مانا ده چې دغه سیمې د روسي ځواکونو لخوا د اوکرایین له نیول شویو سیمو سره تبادله کېدای شي.

د عکس سرچینه، Facebook / Volodymyr Zelensky
اوس پر کورسک سیمه د اوکراییني ځواکونو د برید دویمه اوونۍ روانه ده.
دا د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ د روسیې لخوا پر اوکرایین له پراخ یرغل را وروسته لومړی ځل دی چې اوکراییني ځواکونه دومره دننه د روسیې خاورې ته ورننوځي.
د اوکرایین دا ناڅاپي عملیات د دې لامل شوي چې د دغو سیمو تر ۱۲۰ زرو ډېر اوسېدونکي خوندي ځایونو ته پناه یوسي.
کیېف په دغو عملیاتو کې د دوی د ځواکونو پرمختګونو په تړاو له رپوټونو سره سره په وار وار ټینګار کړی چې د روسیې د خاورې نیولو ته لېوالتیا نه لري.
د اوکرایین د ولسمشر یوه جګپوړي سلاکار 'میخائیلو پودولیاک' هم ویلي، پر روسیې د اوکرایین د برید یو ستر هدف دا دی چې مسکو "د خپلو شرایطو له مخې" خبرو اترو ته اړباسي.
ښاغلي پودولیاک د اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي "موږ کورسک سیمه کې په زغرده لیدلی شو چې له پوځي وسیلې څنګه په عملي ډول د خبرو یوې عادلانه پروسې ته د روسیې د اړیستلو لپاره ګټه اخیستل کېږي."
له دې سره د اوکرایین د پوځ مشر الکساندر سیرسکي ویلي چې په برید کې لا نور پرمختګ شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکراییني ځواکونو له دغه پرمختګ سره د روسیې د بلګورود سیمې چارواکو ویلي، چې له راتلونکې دوشنبې به له پنځو کليو خلک وایستل شي.
خو د یادونې ده چې د روسیې لوېدیځ کې د اوکراییني ځواکونو له ارضي لاسته راوړنو سره هممهاله، روسي ځواکونو بیا په هماغه اندازه د اوکرایین ختیځ کې پرمختګ کړی دی.
روسیې د جمعې پر ورځ اعلان وکړ چې ځواکونو یې دغلته سرهیوکا ښار نیولی.
دا په وروستیو اوونیو کې د اوکرایین په ختیځ کې څوم ښار دی چې روسي ځواکونه یې د نیولو ادعا کوي.












