د کاپ ۲۹ سرمشريزې کوربه وايي "تېل او ګاز د خدای ورکړه ده"

الهام علي اف

د عکس سرچینه، EPA

د اذربايجان پلازمېنه باکو کې له اقليمي بدلون سره د مبارزې په موخه د کاپ ۲۹ سرمشريزه روانه ده چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو په کې ګډون کړی دی.

غونډې ته د وينا پر مهال د اذربايجان ولسمشر او د دې سرمشريزې کوربه الهام علي اف "تېل او ګاز د خدای ورکړه" وبلله او په دغه هېواد کې د شين کوريزه ګازونو د اخراج په اړه يې د "لوېديځ په جعلي خبرونو" نيوکه وکړه او ویې ويل چې هېوادونو بايد د فوسيلي توکو د ذخيرو د لرلو له کبله ملامت نه کړل شي.

اذربايجان پلان لري چې په راتلونکې لسيزه کې د ګازو توليد دری برابره زيات کړي.

لږ وروسته د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش غونډې ته د خبرو پر مهال وويل چې د فوسيلي توکو استعمال دوه برابره زياتول "نامعقول" کار دی.

يو شمېر څارونکو په اذربايجان کې د نړۍ د تر ټولو لويې اقليمې غونډې د جوړېد په اړه اندېښنه ښودلې او وايي داسې وېره شته چې اذربايجان ښايي له دې لارې د تېلو او ګازو په ملي شرکت کې پانګونې ته وده ورکړي.

خو د کنفرانس پر دويمه ورځ ولسمشر علي اف وويل، د کاپ غونډې له پيلېدو وړاندې اذربايجان له تورونه او ګواښونو سره مخ و.

نوموړي وويل، "داسې ښکاري چې د لوېديځ جعلي خبري رسنيو، خيريه بنسټونو او سياستوالو زموږ د هېواد په اړه د ناسمو معلوماتو په خپرولو کې سيالي کوله."

ښاغلي علي اف وويل چې هېواد يې په نړيواله کچه د ګازو په ايستلو کې يوازې ۰.۱ سلنه ونډه لري.

نوموړي زیاته کړه، "تېل، ګاز، باد، لمر، سره زر، سپين زر، مس او دا ټول طبيعي زېرمې دي او بايد هېوادونه يې د لرلو او بازار ته چې اړتيا ورته شته د راوړلو له کبله تورن نشي."

تېل او ګاز د اقلیمي بدلون لوی لامل دی ځکه چې لکه د انرژۍ لپاره وسوځول شي شين کوريزه ګازونه لکه کاربن ډای اکسایډ هوا ته خوشي کوي.

کاپ ۲۹

د عکس سرچینه، @PadDolat

په غونډه کې د بریتانیا د لومړي وزیر کیېر سټارمر په ګډون د جي - شل هېوادونو د ګوتو په شمېر مشرانو چې د نړۍ ۸۰ سلنه شینکوریز ګازونه تولیدوي، برخه اخیستې ده.

ښاغلي سټارمر د کاپ ۲۹ په غونډه کې وویل، هېواد یې د شینکوریزو ګازونو د تولید مخنیوي برخه کې کوټلي ګامونه اخیستي او په دې برخه کې مخکښ دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش وايي، د اذربایجان په جمهوریت کې د COP د اقلیم د بدلون ۲۹مه غونډه باید د لازمو اقداماتو د تمویل او د چاپېریال د تطابق په اړه یوې موافقې ته ورسېږي.

ښاغلي ګوتېریش ټینګار وکړ چې مخ پر ودې هېوادونه باید له دې غونډې تش لاسونه ستانه نه شي.

"د اقلیم په مالي برخه کې، نړۍ باید لګښت ور کړي، که نه بشریت به یې بیه پرې کوي. ښاغليو! په دې مهمه دوره کې تاسو او ستاسو حکومتونو ته باید د یوه څرګند حقیقت په واسطه لارښوونه وشي، د اقلیم مالیه خیرات نه دی، بلکې یوه پانګونه ده. د اقلیم عمل اختیاري نه، بلکې لازمي دی. دا دواړه د ټول انسانیت لپاره د ژوند کولو وړ نړۍ او د ځمکې د هر ملت لپاره د سوکاله راتلونکي لپاره لازمي دي."