کاپ ۲۹مه سرمشریزه: د اقلیمي بدلون لپاره د تریلیونو ډالرو له پوښتنې او غوښتنې سره مخ ده

کاپ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, نوین سېنګ خدکا
    • دنده, د چاپيریالي چارو په اړه د بي بي سي خبریال

د اذربایجان په مرکز باکو کې د اقیلمي بدلون په اړه (کاپ ۲۹) سږنۍ نړیوالې سرمشریزې ته د اقلیمي بدلون مخنیوي لپاره د مالي مرستو غونډه هم ویل کېږي.

دا غونډه په ټوله کې د اقلیمي ننګونو څخه د مخنیوي لپاره د پیسو او ګامونو پر اړتیا څرخي، د بحثونو تمرکز هم په دې دی چې له اوبو، هوا تولېدېدونکي پاکه انرژي څنګه خوندي او د کرنې داسې فصلونه څنګه مروج کړي چې له وچکالۍ سره مقاومت لري.

د غونډې مهمه پایله ممکن همدا وي چې بډایه هېوادونه به څومره او څنګه له بې وزلو هېوادونو سره چې ډېر یې د ځمکې په سویلي برخه کې پراته دي مالي مرستې اعلان کړي.

دا په دې مانا چې له دغه درېځه ډېرو اغېرمنو هېوادونو سره د مرستو نوې ژمنو ته هم سترګې دي.

په تېر کې پرمختللو هېوادونو د اقلیم په اړه له میلیاردونو ډالرو مرستې سره تاریخي مسولیت ادا کړی تر دې چې یو کال خو ان د اقلیمي مالي کال لپاره له زیانمنو هېوادونو سره له سلو میلیاردو ډالرو ډېرې مرستې اعلان شوې وې، خو دا ځل دا مرستې تر تریلیونو ډالرو رسیدلی شي.

څومره پیسې په کار دي؟

کاپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د زیانمنو هېوادونو په منځ کې یوه ډله چې پکې ۴۵ مخ پر ودې هېوادونه راځي وايي دوی تر ۲۰۳۰م کاله په کلني ډول لږ تر لږه یو تریلیون ډالرو مرستې ته اړتیا لري چې اقلیمي بدلون په اړه د غړو هېوادونو تګلارې پلې کړای شي.

په ورته مهال یو شمېر افریقایي هېوادونه چې شمېر یې ۵۴ ته رسېږي وايي پرمختللي هېوادونه دې تر ۲۰۳۰م کاله دوی ته هر کال یو اعشاریه درې تریلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې چې د اقلیمي بدلون په اړه خپلو موخو ته ورسېږي.

وړې جزیرې او لږ پرمختللي ځینې نور هېوادونه هم داسې مرستو ته سترګې په لار دي چې وکولای شي خپل زیانونه جبران او د انرژۍ تولید له نویو تګلارو سره ځانونه عیار کړي.

د اقلیم لپاره د مالي مرستو په اړه د لوړې کچې نړیوالو کارپوهانو یوه ګروپ ویلي "تر ۲۰۳۰م کاله د چین په ګډون ګڼ نور هېوادونه هر کال دوه اعشاریه څلور تریلیونه ډالرو ته اړتیا لري."

د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې دغې څېړونکې ډلې ویلي، دا اندازه مرستې د کاپ سرمشریزې موخو ته په رسېدو او د پاکې انرژۍ تولید کې اغېزمنې تمامیدای شي.

یاد ګروپ دا هم ویلي " دا شمېر له اوسنۍ کچې څلور برابره ډېروالی ښیي."

په ورته مهال د ملګرو ملتونو یو وروستۍ رپوټ وايي ، د مخ پر ودې هېوادونه د اقلیمي بدلون په اړه د سمو تګلارو پلي کېدو لپاره هر کال د ۱۸۷ ملیادرو ډالرو څخه تر ۳۵۹ ملیاردو ډالرو مرستو ته اړتیا ده، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲م کال کې دوی یوازې ۲۹ ملیارده ډالره تر لاسه کړي دي.

مخ پر ودې هېوادونه اوس څومره پیسې تر لاسه کوي؟

کاپ

د عکس سرچینه، Reuters

۱۵ کاله مخکې د کاپ هغه غونډه چې د ډنمارک په کوپنهاګن کې جوړه شوې وه، بډایه هېوادونو اعلان وکړ چې له ۲۰۲۰ کاله وروسته به دوی هر کال د اقلیمي بدلون لپاره سل ملیارده ډالره مرسته کوي.

دوی ویلي وو دا مرستې د دې لپاره دي چې بې وزله هېوادونه د پاکې انرژۍ تولید ته مخه کړي او د هغو چارو مخنیوي کې خپل رول ډېر کړي چې چاپیریال زیانمنوي.

اوس د ودې په حال کې (بې وزله) هېوادونه وايي دا ژمنه په لویه کچه له پامه غورځېدلې او په ټکو یې دې چارې د اقلیمي چارو لپاره د ملګرو ملتونو په هڅو هم سیوری غوړولی دی.

دوی دا ادعا هم کړې چې بډایه هېوادونه خپلې عمده مرستې دوه ځلې حسابوي او ډېر کله په داسې حال کې چې اقلیم ته ځانګړې شوې پیسې وي خو وايي لاسرسی ورته خورا سخت وي.

پرمختللو هېوادونو بیا دا خبرې بې بنسټه بللي او وايي په ۲۰۲۲م کال کې یې ۱۱۶ ملیارده ډالره مرسته کړې ده.

ایا دا پیسې له مالیه ورکوونکو ټولېږي؟

کاپ

د عکس سرچینه، Getty Images

پرمختللي بډایه هېوادونه وايي، د اړتیا وړ ډېرو پیسو ته په کتو په ګوښي ځان دومره مرستې نشي برابرولی او په ټکو یې خصوصي سکتور باید د عمل ډګر ته را ودانګي.

د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې پلټونکې ډلې هم، د بدلون لپاره د خصوصي سکتور ونډه حیاتي بللې.

دوی دا هم ویلي، نړیوال خصوصي غټ مالي شرکتونه تر ډېره د پور په شرط مرستې کوي او وايي که دوی عمل ته را دانګي د اقلیمي بدلون لپاره به څو برابره لا ډېر کار او مرستې کول په کار وي.

بې وزلو هېوادونو هم ویلي اقلیمي پورونه به دوی لا ډېر زیانمن او پوروړي کړي.

په همدې اړه یوه څېړنه ښيې چې د ملګرو ملتونو لخوا د مخ پر ودې او اقلیمي بدلون څخه د زیانمنونکو هېوادونو له ډلې ۵۸ یې په ۲۰۲۲م کال کې ۵۹ ملیارده ډالره داسې پورونه تر لاسه کړي چې باید بېرته یې ادا کړي، همدې هېوادونو بیا د مرستې په ډول ۲۸ ملیارده ډالره تر لاسه کړي دي.

نړۍ ولې د اقلیم بدلون مخنیوي لپاره نوې مالي تړون ته اړتیا لري؟

کاپ

د عکس سرچینه، EPA

په داسې حال کې چې نړیواله تودوخه وار له مخه له اټکله ډېره ۱ اعشاریه ۲ سانتي ګراده لوړه شوې ساینسپوهان وړاندوینه کوي چې د اقلیمي بدلون څخه د لا نه زیانمنېدو لپاره باید دا تودوخه له یو اعشاریه ۵ څخه پورته لاړه نه شي.

اوس د دغې موخې ترلاسه کولو لپاره هېوادونه ځينې جدي داسې اقداماتو ته اړتیا لري چي له مخې یې د شنو خونو ګازونه کم او کنترول شي.

د شمېرو له مخې تر ۲۰۳۰م کاله باید د زیانمنونکو شنو ګازونو اندازه ۴۲ سلنه کمه شي خو د اقلیم لپاره تر اوسه اخیستل شویو ګامونو ته په کتو اعلان شوی چې دا کمښت به ان له ۳ سلنې هم کم وي.

د مخ پر ودې هېوادونه وايي، له اقلیمي مالي مرستو پرته د څه کولو لپاره دوی کافي امکانات نه لري.

دې ټولو اړتیاوو او فکتورونو ته په کتو اټکل کېږي چې د کاپ ۲۹مه روانې سرمشریزې پایلې مهمې دي خو دا چې پر مختللي او بډایه هېوادونه به له مخ پر ودې هېوادونو سره څومره مرسته وکړي؟ دا پخپل ځای د ټریلیونو ډالرو پوښتنه ده.