نړۍ کې د تودوخې کچه په بېسارې توګه لوړه شوې

د ویډیو تشریح، نړۍ کې د تودوخې کچه په بېسارې توګه لوړه شوې

یونان کې په تېرو ۵۰ کلونو کې دغه جولای میاشت تر ټولو ګرمه ده. په ځینو سیمو کې یې د تودوخې درجه تر ۴۵ سانتي ګرادو لوړه وي.

اوس مخکښو ساینسپوهانو بي بي سي ته ویلي په دې وروستیو کې د شدیدې هوا له امله چې ډېر ځایونه یې ریکارډ مات کړی دی، ډېر اندیښمن دي. وايي د ګرمۍ سرعت او وخت بېساری دی.