اقلیمي بدلون: د پاکستان چترال کې طبیعي یخچالونو ویلې کېدو د خلکو ژوند څنګه بدل کړئ؟

محمد علي او د هغه کورنۍ د پاکستان په شمال چترال کې ژوند کاوه، دا ځای د خپلې طبیعي ښکلا او موقعیت له امله ځانګړی شهرت لري.
دغه ۵۵ کلن سړي مخکې د مڼو، زردالو او ناکو ونې او انګورو تاکونو څخه ډک د مېوو باغونه او همدا راز نور ملکیتونه درلودل.
د هغه شپږ ماشومانو ټولو په خصوصي ښوونځیو کې زده کړې کولې، دوی ټول د غرو په لمنو کې په یوه ښایسته اباد لوی کور کې اوسېدل چې د چترال په واورو پوښل شوي غرونو او طبعي یخچالونه ترې له ورایه ښکارېدل.
خو څلور کاله مخکې هر څه بدل شول.
اوس محمد علي او ماشومان یې په یوه ویجاړ شوي کور کې چې یوازې دوه کوټې لري، د ژوند شپې ورځې تېروي.
هغه وايي: "زه پوروړی یم." "زه د یو کارګر په توګه هره ورځ یوازې زر روپۍ (د ورځې څه باندې ۳ ډالر) ترلاسه کوم، او دا زما د کورنۍ د خوړو لپاره بسنه نه کوي، چې په سمه توګه یې تغذیه کړم."
په چترال کې د محمدعلي په شان د ریشون کلي، د نورو خلکو ژوند هم د اقلیمي بدلون له امله اغېزمن شوی دی.

چترال د شاوخوا ۵۵۰ طبعي یخچالونو کور دی چې د دغې ولسوالۍ شاوخوا ۱۳ سلنه پوښي او له اوږدې مودې راهیسې د هغه ځای اوسېدونکو ته د څښاک او اوبو لګولو لپاره حیاتي سرچینه برابروي. خو د تودوخې درجې له لوړېدو سره یخچالونه په خطرناک او ویجاړونکي ډول ویلې کېږي.
په تېره لسیزه کې، د چترال هوا توده شوې، چې د یخچالونو د ویلې کېدو له امله سیلابونه راوتلي، ځمکې ویجاړې شوي، کورونه، کاروبارونه او ان د ریشون په نوم له پخوا اباد ټول کلی یې ویجاړ کړی دی.
د کارپوهانو په اند که د خوندیتابه بېړني ګامونه اوچت نه شي، ښايي نور ښارګوتي او کلي هم د ویجاړېدو له خطر سره مخ شي.
محمد علي په ۲۰۲۰ کال کې هغه وخت خپل باغونه، ځنګل او جایدادونه له لاسه ورکړل، کله چې د چترال سیند خپله لار بدله کړه او د هغه ځمکې یې لاندې کړې.
هغه وايي، د سیمې له پرېښودو پرته یې بله چاره نه لرله.
"موږ یوازې خپل ځان او خپل ماشومان وژغورلی شول. زموږ کور، زموږ ونې، هرڅه په اوبو لاهو شول."
د هغه ۱۴ کلنې لور عائزه هر څه له لاسه تللي دي. هغه وايي: " زه ځینې وخت ژاړم، هغه وخت را یادوم چې ښې ورځې مو درلودې."

چترال کې نژدې څلورنیم لکه (څلور سوه ۴۰ زره) کسان ژوند کوي، په دې سیمې کې ویجاړۍ، په نړۍ کې د تودوخې او اقلیمي بدلون سمدستي او سختو اغېزو کړکېچ منعکسوي.
پاکستان د نړۍ د شنو خونو ګازونو په تولید کې له یو سلنې کم ونډه لري، خو د اقیلمي بدلون یو له خورا زیان منونکو هېوادونو دی.
پاکستان کې په ۲۰۲۲ کال کې ویجاړونکي سیلابونه ووتل، د مونسون بارانونو او د طبعي یخچالونو ویلې کېدو له امله پراخ زیانونه ور واوښتل او تر ۱۷۰۰ ډېرو کسانو ژوند یې واخیست، تر څنګ یې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت زیانونه هم ور واوښتل.
په خیبر پښتونخوا کې د خاورې او اوبو ساتنې څانګې کارپوه مجیب الرحمان وايي، د پاکستان په شمالي سیمو کې شاوخوا ۵۰ کلي په بشپړه توګه له منځه تللي او شاوخوا ۱۰۰ نور یې په مختلفو کچو زیانمن شوي دي.
د چترال سیند ته نژدې اوسېدونکي اوس د وخت له یوې سختې سیالۍ سره مخ دي، مخکې له دې چې په اوبو لاهو شي، پر وړاندې یې باید د خوندیتوب نور ګامونه اوچت کړي.
د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د چاپيريال د علومو په څانګه کې استاد ډاکټر شمس علي بيګ په وینا، که د لوړې تودوخې او سخت باران اوسنۍ موسمي بڼه همداسې دوام وکړي، نو د ولسوالۍ شاوخوا يو پر دريمه کلي به له منځه ولاړ شي.
د پاکستان د حکومت لپاره ننګونې ډېرې دي. د اټکل له مخې پاکستان به له طبعیت سره د جوړښت او د طبعي پېښو پر وړاندې د مقابلې لپاره تر ۲۰۵۰ کاله، هر کال ۱۴ اعشاریه ۷ میلیارده ډالرو ته اړتیا ولري. او دا په دغه هېواد کې چې وار له مخه یې اقتصاد سخت ځپلی دی له بهرنیو مرستو پرته سخت کار دی.
خو په چترال کې د ریشون په څېر کلیو لپاره د دوی د ژوند لاره لا دمخه ړنګه شوې. د دې کلي یوه اوسېدونکې شهادت وايي: "ژوند اوس داسې احساس راکوي چې موږ یوازې ساه باسو او نور څه نه لرو."











