د تشناب نړیواله ورځ: پنځه طرحې چې د افریقایانو ژوند بدلوي

په هغو هېوادونو کې چې نفوس یې په چټکۍ سره په ډېرېدو دی، او په ځانګړې توګه په افریقا کې د تشنابونو، نظافت او چټلو اوبو ایستلو چاره په یوه خورا مهمه موضوع بدله شوې ده.

په ۲۰۲۳ کال کې بي بي سي د هغو ټولنو او خلکو په هکله رپوټ چمتو کړی و، چې دغې مسئالې ته یې له نوښتګرو لارو، چارو حل موندلی دی. د رپوټونو هغې لړۍ محتوا د بیل او ملېنا ګېټس مالي ملاتړ پر مټ چمتو شوې وه.

۱. نایجریا کې هغه څاګانې، چې په لمریزې انرژۍ سمبال دي

ملګري ملتونه وايي، فکر کېږي، چې په ټوله نړۍ کې نژدې دوه اعشاریه دوه میلیونه خلک داسې دي، چې د څښاک لپاره پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د څښاک لپاره پاکې اوبه که یو لور ته روغتیا ته ګټه رسوي، نو بل لور اقتصادي ګټې هم لري او په ورته مهال د جنسیتي برابرۍ په وده کې هم ځکه مهم رول لري، چې معمولاً ښځې کور، کاله ته اوبه راوړي، که دوی ته پاکې اوبې مېشت ځایونو ته رسېږي، نو دوی به وکولای شي چې کور او زدکړو ته زیات وخت ولري.

جیولوژیست اونیدیکاچي اریتي د نایجریا په کلیوالو سیمو کې د داسې برمو له لارې د څښاک اوبو ته لاسرسی زیاتوي، چې د لمریزې برېښنا له لارې ترې اوبه ایستل کېږي.

په هغو سیمو کې چې عادي برېښنا پکې ګرانه ده او یا هم له سره شته نه، د اریتي د برېښنايي برمو نوښت د اوبو لږوالي ستونزې لپاره دوامدار حل دی.

هر یوه برمه تر ۲۰ زرو پورې کسانو ته د څښاک پاکې اوبه ورکولای شي او په داسې حال کې چې دغه پروژه تر اوسه په لومړنیو پړاونو کې ده، تر ۷۰ زره پورې نایجریایان له دې برمو ګټه اخلي.

۲. کینیا کې د تشنابونو پاکولو اپلیکشن

د چټلیو او چټلو اوبو نه ایستل کېدل او ځای پر ځای پاتې کېدل نه یوازې چاپېریال ککړوي، بلکې د خلکو د روغتیا لپاره هم مضر کېدای شي.

د کینیا پلازمېنه کمپالا کې ډېری ځايي اوسېدونکي د کانالایزاسیون له نظامه بې برخې دي، خو دوی د (ويیونجي) نومي اپلیکشن پر مټ کولای شي، هغه لارۍ خپلو مېشت ځایونو ته وغواړي چې سیپټیک څاګانې پاکوي او د کورونو او مېشت ځایونو، خاورې خځلې لېږدوي.

د ښاري مدیریت چارو ماهرې ایونیک نامیرمبي دغه اپلیکشن طرح کړی دی او دا د پرانیستې سرچینې اصولو له مخې کار کوي، چې هر څوک وکولای شي، وړیا یې په موبایل ټیلیفون کې ولري.

۳. په ملاوي کې د ښځو اشر له لارې د تشنابونو جوړولو طرح

د ملاوي په کلیوالو سیمو کې ډېری خلک په کورونو او مېشت ځایونو کې تشنابونه نه لري او له دې کبله له کورونو بهر او یا له نورو داسې لارو حاجت رفع کوي، چې د نظافت له اصولو سره سم نه دي. له همدې کبله د ډېری کلیوالو سیمو چاپېریال ککړ او د روغتیا لپاره مضر وي.

ځايي ښځو اوس د اشر له لارې له خښتو د تشنابونو جوړولو نوښت کړی.

دغه تشنابونو له کورونو په یو څه واټن کې د اوبو په ګډون له اړینو اسانتیاوو لرلو سره چمتو کېږي، چې هم د چاپېریال ککړتیا مخه ونیوله شي او هم یې د باران یا سېلاب په ترڅ کې د نړېدو امکان کم وي.

له دې سره په سیمه کې د هغو ناروغیو کچه ټيټه شوې، چې د چټلو اوبو له کبله پیدا کېږي او ځايي ښځو ته یوه مسلکي کار هم موندل شوی دی.

د اوبو لپاره له کارېدونکو کڅوړو د پلاستيکي فېشن چمتو کول

د ګهانا پلازمېنه اکرا کې له ښاره د چټلو اوبو وتلو لارې بندیږي او بیا له همدې کبله نه یوازې اوبه بلکې ورسره خځلې او ان انساني فاضله مواد هم د خلکو کورونو او مېشت ځایونو ته رسېږي.

هغه پلاستیکي کڅوړې د اوبو لارو بندیدو لامل کېږي، چې له پلاستکیه چمتو شوې وي. اوس د ځايي ښځو یوه ډله دغه کڅوړې راټولوي، چې له بیا ویلي کېدو وروسته ترې د توکو لېږد، رالېږد خورجین ډوله کڅوړې چمتو کېږي.

دې سره نه یوازې چاپېریال پاک ساتل کېږي، بلکې په داسې یوه سیمه کې د ګڼ شمېر کسانو لپاره د روزګار موندلو وسیله هم کېږي، چې د بې روزګارۍ کچه پکې خورا لوړه ده.

دا راماپلاسټ نومي شرکت د اجراییه مدیرې اویوراما کینا اسیودو نوښت دی، چې له ۲۰۱۹ راهیسې بې کاره پلاستیک ویلي کوي او بیا ځلي ترې فېشني توکي جوړوي.

۵. په روانډا کې د میاشتني عادت په هکله له ناوړه دود سره مبارزه

په ډېرو هېوادونو کې د ښځو میاشتني عادت له موضوع سره یو ډول شرم غوټه کېږي. د نړیوال بانک شمېرې ښيي چې په افریقا کې د همدې میاشتني عادت په تړاو نژدې ۲۰ سلنه ښځینه زدکوونکې له ښوونځي پاتې کېږي او د اسانتیاوو نه درلودلو له کبله داسې هم کېږي، چې له ازموینو پاتې شي او ان له ښوونځي وشړل شي.

د جي اېس اینتاراما ښوونځي زدکوونکو بالاخره پرېکړه وکړه، چې له دې ستونزې سره مبارزه وکړي. دوی د (ډبلیو، اېس، ایچ) په نامه کلب جوړ کړی، چې مانا یې ده، (اوبه، نظافت او صحي ژوند.) دوی د ښځینه میاشتني عادت په هکله د خبرو او بحثونو راپورته کولو لپاره راډيويي ډرامې چمتو کوي.

د دهمدې پروګرام له لارې مالي مرستو ته لار هواره شوې، چې د ښځینه زدکوونکو لپاره د تشنابونو، لامبلو او داسې کټونو چمتو کولو لپاره لګول کېږي، چې نجونې کولای شي ارام پکې وکړي.

د دې خوندي او ارام ځای مانا دا ده، چې لا ډېرې نجونې کولای شي په ښوونځي کې پاتې شي او له همدې امله دغه طرح د هېواد په ځینو نورو سیمو کې هم پلې کېږي.