تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مولوي ندیم: د علماو څېړنې روانې دي چې ښځينه زدکړو ته پرېښودل شي او که نه
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بيبيسي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو چارسمبالي وزیر ویلي چې د ښځینهو زدکړو په اړه د "علماو څېړنې روانې دي" او په پایله کې به یې پرېکړه کېږي چې پر مخ یې د منځنيو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانستل شي او که نه.
په داسې حال کې چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیز باندې نږدې درې او پر لوړ زدکړو محدودیت نږدې دوه کاله تېرېږي، مولوي ندا محمد ندیم وايي چې د نجونو لوړې زدکړې "حساسه مسئله" ده، "ډېر اړخونه" لري او په هکله یې پرېکړه په څو اوونیو یا میاشتو کې نه شي کېدای.
مولوي ندیم زیاته کړه، "دا هم په ډاډ نه شو درته ویلی چې خامخا سل په سله پر دغه ورځ د تحصیل اجازه ده او که څنګه. د علماو تحقیق جریان لري، که تحقیقاتو کې دا ثابته شوه چې په دې شکل د ښځينهو زدکړې جایزې دي، دا باور دی چې بیا به هغه جواز پيدا کوي. خو که تحقیقات دا وو چې دا دې معطل وي، دا دې نه وي، نو همداسې معطل به پاتې وي."
ښاغلي ندیم دا څرګندونې د طالبانو حکومت د دولتي ادارو د "یو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام" پر مهال د خپل وزارت په اړه نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې کړې دي.
د طالبانو حکومت دغه وزیر همدا راز وویل چې که د "حنفي فقې په رڼا" کې څوک د ښځو د لوړو زدکړو اړتیا ورته ثابتولی شي او پر څیړنو ولاړ دلایل ولري نو شونې ده چې ښځو او نجونو ته د لوړو زدکړو اجازه ورکړل شي.
مولوي ندیم داسې مهال دا خبره کوي چې ځینو دیني عالمانو او د اسلامي همکارایو سازمان په بیا بیا د نجونو پر لوړو زدکړو ټینګار کړی او له طالب واکمنو یې غوښتي چې د نجونو پر مخ د ثانوي ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانیزي.
"د عصري او دیني زدکړو تر منځ واټن مو له منځه وړی"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو دغه چارسمبالي وزیر د یاد وزارت په اډانه کې د پنځه زره نویو بستونو ډېرېدل، په پوهنتونو کې د تدرېس ښه کېدل، د دیني زدکړو معیاري کېدل، د واحد نصاب پر جوړولو پانګونه، د فوق لیسانس پروګرامونو پيل، پوهنتونو کې د لابراتوارنو جوړول او مجهز کول خپلې لاسته راوړنې وبللې. هغه وویل چې اوس مهال په بېلا بېلو برخو کې نژدې دوه سوه زره افغان محصلین په زدکړو بوخت دي او تر راتلونکو څو کلونو به ټولې دولتي ادارې بهرنیانو ته اړتیا ونه لري.
ښاغلي ندیم زیاته کړه چې دوی له واکمنېدو راهیسې د عصري او دیني زدکړو ترمنځ واټن له مینځه وړی او اوس په دولتي ادارو کې د دیني او عصري علومو کارپوهان خوا په خوا کار کوي.
په دې خبري ناسته کې د لوړ زدکړو وزارت نورو چارواکو هم څرګندونې وکړې او د یاد وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي وویل چې څه باندې دوه زره هغه افغان محصلین بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې په بهر کې په زدکړو بوخت وو او اسناد یې هم څیړل شوي دي.
ښاغلي هاشمي وویل، "له دغو ۲۲۱۲ تنو یې ۱۴۵ کسان د دوکتورا، ۱۱۶۳ یې د ماسټرۍ، ۸۲۱ کسان یې د لیسانس او ۸۳ تنه یې د تخصصي زدکړو سندونه لري."
د طالبانو حکومت کې د لوړو زدکړو وزارت چارواکو زیاته کړه چې "دیني او ملي ارزښتونو او نړیوالو معیارونو" ته په کتو تر څېړنو وروسته ۱۳۱ نصابونه وروستي شوي چې نهه اتیا یې د لیسانس، ۳۵ یې د ماسټرۍ او ۷ یې د دوکتورا لپاره دي.
په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د لوړ زدکړو وزارت چارواکو په داسې حال کې په تېر یوه کال کې د خپلو "لاسته راړونو" او کړنو په اړه جزییات له رسنیو سره شریک کړل چې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د زدکړو اجازه نه ورکول کېږي او پر لوړو زدکړو محدودیت یې هم پر خپل حال پاتې دي. په دې برخه کې د نړیوالو لخوا فشارونو ته هم طالب چارواکو غاړه نه ده ایښې.
نړیوال بنسټونه وايي، اوس مهال په نړۍ کې یوازنی هېواد افغانستان دی چې د نجونو پر ثانوي او لوړو زدکړو په کې بندیز لګول شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره زدکړې د هر انسان بنسټیز او بشري حق بولي او ټینګار کوي چې افغانستان د نړیوالو اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو د کنوانسیونونو د غړي هېواد په توګه اړ دی چې دا باوري کړي چې هر وګړی یې زدکړو ته مساوي لاسرسی لري.