بریتانیا د دوو افغانانو په ګډون د غلو غدۍ نیولې چې زرګونه موبایلونه یې چین ته لېږل

په بریتانیا کې پولیس وايي، دوی یوه نړیواله ډله نیولې چې تېر کال یې له همدې ځایه تر ۴۰ زرو پورې غلا شوي موبایلونه چین ته لېږلي وو.

د لندن میټروپولیټن پولیسو په وینا، دا د موبایل غلاوو پر ضد د بریتانیا تر ټولو لوی عملیات وو. په دې عملیاتو کې ۱۸ کسان نیول شوي او له ۲ زرو زیات غلا شوي موبایلونه ترلاسه شوي دي.

پولیس فکر کوي، ښايي دغې ډلې د لندن د ټولو غلا شویو موبایلونو نږدې نیمایي برخه چین ته لېږلې وي. په دې هېواد کې د موبایلونو تر ټولو ډېره غلا په لندن کې کېږي.

بي‌بي‌سي ته اجازه ورکړل شوې وه چې دغه عملیاتو له نږدې وڅاري. په دې عملیاتو کې د شکمنو کسانو معلومات، د دوی د کار ډول او د لندن او هارټفورډشایر پر ۲۸ کورونو چاپې شاملې وې.

دا پلټنه هغه وخت پیل شوه چې یوه قرباني شوې کس تېر کال خپل غلا شوی موبایل تعقیب کړ.

د پلټنې افسر، مارک ګاوین وویل: "د کرسمس د ماښام ورځ وه. یو کس خپل غلا شوی ایفون ټرک کړ او د موبایل موقعیت د هیترو هوايي ډګر ته نږدې په یوه ګدام کې ښودل کېده. امنیتي کسانو مرسته وکړه او موبایل یې په یوه بکس کې وموند چې هلته ۸۹۴ نور موبایلونه هم وو."

پولیسو په دې عملیاتو کې معلومه کړې چې ټول هغه غلا شوې موبایلونه هانګ‌ کانګ ته لېږدول کېدل. ورپسې دوه نور بارونه او په تړاو یې دوه کسان هم ونیول شول.

کله چې څېړنه پر دغو دوو کسانو متمرکزه شوه، د پولیسو کمرو وښودله چې افسران د سړک په منځ کې یوه موټر ته درېدلي. د موټر دننه موبایلونه وموندل شول چې په المونیمي پاڼو کې تاو شوي وو، د غلو په وینا دا کار یې ځکه کاوه چې د پولیسو ځانګړو وسایلو په مرسته د دغو غلا شویو مبایلونو موقعیت معلوم نه شي.

پولیسو دوه نور کسان نیولي چې دواړه د افغانان دي او عمرونه یې د ۳۰ کالو شاوخوا دي. پر دوی تور دی چې د غلا شویو توکو په ترلاسه کولو او د غیر قانوني شتمنۍ په پټولو کې لاس لري.

کله چې ودرول شول، د دوی له موټره لسګونه موبایلونه ترلاسه شول او د هغوی اړوند کورونو کې شاوخوا ۲ زره نور موبایلونه هم وموندل شول. درېیم کس چې هندی او ۲۹ کلن دی، د همدې جرمونو په تور نیول شوی دی.

د پلټنې افسر ګاوین وویل: "د موبایلونو د لومړۍ محمولې موندل زموږ د څېړنې پیل و چې وروسته یې یوه نړیواله قاچاقي ډله بربنډه کړه. موږ باور لرو چې دغه ډله ښايي د لندن د ټولو غلا شویو موبایلونو ۴۰ سلنه بهر ته لېږدولي وي."

تېره اوونۍ پولیسو ۱۵ نور کسان هم ونیول. پر دوی د غلا، د غلا شویو توکو د اخیستلو او د غلا د جوړجاړي تورونه لګېدلي. له دې کسانو یې یوازې یو سړی دی او د یوې بلغاریایۍ په ګډون پاتې ټولې ښځې دي. پولیسو له دې ډلې سره ۳۰ نور موبایلونه هم ترلاسه کړي دي.

په تېرو څلورو کلونو کې په لندن کې د غلا شویو موبایلونو شمېر نږدې درې برابره زیات شوی. په ۲۰۲۰ کال کې ۲۸ زره او ۶۰۹ موبایلونه غلا شوي وو، خو په ۲۰۲۴ کې دا شمېر ۸۰ زره او ۵۸۸ ته رسېدلی دی. اوس په بریتانیا کې د ټولو غلا شویو موبایلونو درې پر څلورمه برخه یوازې په لندن کې غلا کېږي.

هر کال تر ۲۰ میلیونو زیات سیلانیان لندن ته ورځي او د 'ویسټ‌اینډ' او 'ویسټ‌مېنسټر' سیمې د ګرځندویانو لپاره ډېرې مشهورې دي او همدا ځایونو کې تر ډېره د خلکو مبایلونه غلا کېږي.

د ملي احصایې ادارې وروستۍ شمېرې ښيي چې یوازې په بریتانیا او وېلز کې "له کس غلا" د ۲۰۲۵ د مارچ په پای کې د تېر کال پرتله ۱۵ سلنه زیاته شوې. دا کچه له ۲۰۰۳ کال راهیسې تر ټولو لوړه ده.

کارپوهان وايي، د استعمال شویو (second-hand) موبایلونو زیاتې تقاضا هم په بریتانیا او هم په بهر کې د دې غلاوو لوی لامل دی او ډېری قربانیان خپل موبایلونه هېڅکله بیا نه ترلاسه کوي.

د پولیسو وزیرې سارا جونز وویل: "موږ اورو چې ځینې مجرمان د نشه‌ یي توکو له کاروباره لاس اخلي خو د موبایلونو غلاوو ته مخه کوي، ځکه ډېرې پیسې په‌ کې دي. که یو موبایل سلګونه پونډه ارزښت ولري، نو طبیعي ده چې غل د دې لارې نوې ګټه غواړي."

لوړپوړو پولیسو وویل، دغې ډلې په ځانګړي ډول د "اپل" موبایلونه په نښه کول، ځکه په نړیوال بازار کې ډېرې پیسې پرې ترلاسه کېدې.

د پولیسو پلټنې څرګندوي چې د کوڅو غلو ته د هر موبایل په بدل کې تر ۳۰۰ پونډه ورکول کېدل خو همدا موبایلونه په چین کې د تر ۴،۰۰۰ پونډو پورې پلورل کېدل. ځکه انټرنېټ ته وصل کېدای شي او هغو کسانو ته ډېر ارزښت لري چې غواړي له سانسوره وتښتي.

د لندن پولیسو مشر کمانډر انډریو فیډرسټون، وویل: "دا د هېواد په کچه د موبایل غلا او تښتونې پر وړاندې تر ټولو لوی عملیات دي، داسې عملیات چې زموږ پولیسو تر دې وړاندې نه وو کړي."

"موږ د مجرمانو شبکې له کوڅه‌ يي غلو نیولې تر نړیوالو ډلو پورې چې هر کال لسګونه زره غلا شوي موبایلونه بهر ته لېږدوي، له منځه وړي."

خو د موبایل د غلا ډېری قربانیان له پولیسو، په ځانګړي ډول له میټروپولیټن پولیسو، شکایت لري. ډېری خلک وایي، پولیس مرسته نه کوي، ان هغه وخت هم مرسته نه کوي چې د "Find My iPhone" یا ورته د څارنې خدماتو په مرسته پولیسو ته د غلا شوي موبایل دقيق ځای په ګوته کوي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱م کې نږدې ۴۰ زره موبایلونه غلا شوې دي. په ۲۰۲۲م کې شاوخوا ۵۰ زره موبایلونه غلا شوې دي. په ۲۰۲۳م کې د غلا شویو موبایلونو شمېر له ۶۰ زرو واوښت او د همدې ادارې معلومات ښيي چې په ۲۰۲۴م کې له ۸۰ زرو زیات موبایلونه غلا شوې دي.

تېر کال ۲۹ کلنې ناتلي مچل په مرکزي لندن کې د اکسفورډ سټریټ پر سړک خپل مبایل ورک کړ یعنی له دې دا مبایل غلا شوی و. هغې بي‌بي‌سي ته وویل، اوس چې هر ځل پلازمېنې ته ځي، وېره ورسره وي: "دلته راتلل مې نا ارامه کوي. زه نه پوهېږم شاوخوا مې څوک دي. د بکس او موبایل په اړه تل اندېښنه لرم. فکر کوم پولیس باید ډېر څه وکړي، کېدای شي ډېرې CCTV کیمرې ولګوي یا پټې ډلې ولري چې دا ستونزه راکمه کړي. خو د پېښو د ډېرښت له کبله، ښايي پولیس دومره وس او ظرفیت ونه لري."

پولیس وايي، په دې وروستیو میاشتو کې یې ان په ټېک‌ ټاک او نورو ټولنیزو رسنیو کې د خپلو عملیاتو وېډیوګانې خپرې کړي چې په کې د موبایل غلو نېول ښودل شوي.

د دوی په وینا، سږ کال په لندن کې له خلکو د موبایل تښتونې پېښې ۱۳سلنه او غلاوې ۱۴سلنه راکمې شوې دي.

د پولیسو یوه نوې بیان کې ۸۰ نور افسران هم د 'ویسټ‌اینډ' ټیم سره یوځای کېږي چې د موبایل غلاوو په څېر جرمونو باندې تمرکز وکړي. خو سره له دې، پولیس اړ دي چې په راتلونکي کال کې نږدې ۲ زره افسران کم کړي او د ۲۶۰ میلیونه پونډه کسر د جبران لپاره ځینې خدمات هم پرې کړي.

د لندن ښاروال صادق خان وویل، پولیس په ټول لندن کې امنیتي حضور زیاتوي او په مهمو سیمو لکه ویسټ‌مېنسټر او ویسټ‌اینډ کې ځانګړي عملیات کوي. د ده په خبره، د دغو عملیاتو په پایله کې سلګونه کسان نیول شوي او زرګونه موبایلونه بېرته ترلاسه شوي دي.

هغه د غلا شویو تلیفونونو په اسانۍ د بیا کارولو په اړه نیوکه وکړه او زیاته یې کړه: "زه د ګرځنده تلیفونونو په صنعت غږ کوم چې د غلا شویو موبایلونو په اړه داسې څه وکړي چې له غلا وروسته د کارولو نه وي. موږ د دې سوداګرۍ د بندولو او د هر چا لپاره د خوندي لندن جوړولو لپاره همغږي شوي نړیوال اقدام ته اړتیا لرو."