تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د DNA مخکښ څېړونکی جیمز واټسن په ۹۷ کلنۍ کې ومړ
د نوبل جایزې ترلاسه کوونکي امریکایي ساینسپوه او د DNA د جوړښت په کشف کې یو ګډون کوونکی جیمز واټسن په ۹۷ کلنۍ ومړ.
په شلمه پېړۍ کې د تر ټولو سترو کشفیاتو له ډلې واټسن له بریتانوي ساینسپوه فرانسيس کریک سره په ګډه په ۱۹۵۳ کال کې د DNA دوه ګوني حلزوني جوړښت مشخص کړ، چې د مالیکولي بیولوژۍ چټک پرمختګ ته یې لاره هواره کړه.
خو د هغه شهرت او موقف د هغه د توکمیزو او جنسي نظرونو له امله خورا زیانمن شو. په یوه تلویزیوني خپرونه کې، هغه داسې جنجالي نظر څرګند کړ چې وایي جینونه د تور پوستکي او سپین پوستکي کسانو ترمنځ د ذکاوت په ازموینو کې توپیرونه رامنځته کوي.
کولډ سپرینګ هاربر لابراتوار د واټسن مړینه بي بي سي ته تایید کړه، هغه ځای چېرې چې هغه پکې څو لسیزې کار او څېړنې پکې کړې دي.
واټسن په ۱۹۶۲ کال کې له مورېس ویلکنز او فرانسس کریک سره د نوبل جایزه ترلاسه کړه، د دې لپاره چې د DNA دوه ګوني حلزوني جوړښت یې کشف کړ.
هغوی په هغه وخت کې ویلي وو:
"موږ د ژوند راز کشف کړ."
خو د توکم په باب د هغه څرګندونو هغه دې ته اړ کړ چې وانګېري د علمي ټولنې لخوا له پامه غورځول شوی دی.
په ۲۰۰۷ کال کې، هغه ساینسپوه، چې مخکې یې د کمبریج د کیوندیش لابراتوار کې کار کړی و، له ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل:
"زه په طبیعت کې د افریقا د راتلونکي په اړه ناهیلی وم، ځکه زموږ ټولې ټولنیزې پالیسۍ د دې حقیقت پر اساس جوړې شوې چې د هغوی هوښياري زموږ له هوښیارۍ سره برابره ده، په داسې حال کې چې ټولې ازموینې برعکس ښيي."
دغو څرګندونو هغه دې ته اړیوست چې د نیویارک په کولډ سپرینګ هاربر لابراتوار کې د مشاور په توګه خپله دنده له لاسه ورکړي.
او په ۲۰۱۹ کال د هغه نورو څرګندونو، چې بیا یې د توکم توپیر او هوښیارۍ ترمنځ د تړاو یادونه پکې وکړه، له امله لابراتوار هغه له ټولو ویاړلي لقبونو محروم کړ، لکه: د مشاور ویاړلي لقب، د اولیور آر. ګریس د څوکۍ ویاړلي استاد او د بورډ ویاړلی غړی.
لابراتوار په یوه اعلامیه کې وویل چې د واټسن څرګندونې "نامنل شوې دي او هېڅ علمي بنسټ نه لري".
د DNA کشف په ۱۸۶۹ کال کې وشو، خو څېړونکو لا تر اوسه یې جوړښت نه و پېژندلی او ساینسپوهان یوازې په ۱۹۴۳ کال کې پوه شول چې DNA د حجرو د میراثي موادو (جینونو) جوړښت دی.
کریک او واټسن د کینګز کالج څېړونکې روزالینډ فرانکلین له خوا ترلاسه شوي عکسونو پرته له دې چې هغوی خبر وي، د DNA د مالیکول فزیکي ماډل جوړ کړ. مورېس ویلکنز، چې د نوبل جایزه یې له کریک او واټسن سره شریکه کړې وه، د DNA د مالیکول جوړښت د ټاکلو لپاره له فرانکلین سره کار وکړ.
واټسن خپله د نوبل د سرو زرو مډال په ۲۰۱۴ کال کې په عامه مزایده کې د ۴.۸ میلیونه ډالرو (۳.۶ میلیونه پاونډه) په بدل کې وپلوره، وویل دا یې ځکه پرېښوده چې د نسلي څرګندونو وروسته یې د علمي ټولنې لخوا ځان له پامه غورځول شوی احساساوه.
یو روسي میلیاردر دا مډال د ۴.۸ میلیونه ډالرو په بدل وپېرود او سمدلاسه یې ورته واپس کړ.
واټسن د ۱۹۲۸ اپرېل کې په شیکاګو کې د جان او جیمس په کورنۍ کې زېږېدلی و، چې انګلیسي، سکاټلندي او ایرلندي اصله بلل کېږي.
هغه په پنځلس کلنۍ کې د شیکاګو پوهنتون لپاره بورس ترلاسه کړ.
هلته یې د نوي "ډیفراکشن" (Diffraction) تخنیک سره علاقه پیدا کړه، چې د ایکسرې د څپو د اټومونو د انعکاس پر اساس د داخلي جوړښت د معلومولو لپاره کارول کېږي.
د DNA په جوړښتونو کې د خپلې څېړنې د تعقیب لپاره، هغه کمبریج ته لاړ او هلته یې له فرانسس کریک سره ولیدل او له هغه سره یې د DNA د ممکنه جوړښتونو لوی ماډلونه جوړول پیل کړل.
وروسته، د خپل علمي کشف وروسته، واټسن او د هغه ښځه الیزابیت هارورډ ته لاړل، چېرې چې هغه د بیولوژۍ استاد شو. د دواړو دوه ماشومان وزیږېدل، چې یو یې له شیزوفرینیا ناروغۍ سره مخ و.
په ۱۹۶۸ کال کې، هغه د نیویارک په کولډ سپرینګ هاربر لابراتوار کې د مدیریت دنده په غاړه واخیسته، یوه مشهوره اداره چې د هغه په مرسته د نړۍ یو تر ټولو مهم څېړنیز مرکز شو.