هنګري لیکوال لازلو کراسناهورکای د نوبل ادبي جایزه وګټله

د عکس سرچینه، Getty Images
لازلو کراسناهورکای سږ کال د نوبل ادبي جایزه وګټله. دغه هنګري لیکوال ته دا جایزه د هغو "زړه راښکونکو او بصیرت لرونکو اثارو چې د نړۍ پای ته ورته وېرې په منځ کې د هنر ځواک پر خلکو مني" له کبله ورکړل شوې.
دې لیکوال سويډنۍ راډیو(Sveriges Radio) ته تر خبر اورېدو وروسته وویل: "زه ډېر خوشحاله یم، ارام یم او په ټولیزه توګه ډېر ناکراره هم یم."
د پنځو ناولونو دغه لیکوال یو شمېر نورې ادبي جایزې یې هم ګټلې دي، چې په کې د ۲۰۱۵ کال بوکر نړیواله جایزه، او د هغه لومړني ناول "شیطان نڅوې" د ۲۰۱۳ کال د غوره ژباړل شوي کتاب جایزه ګټلې وه، چې د نړۍ پای ته ورته یو پوستمډرن یا له نویوالي ورهاخوا بڼې اثر دی.
ده ته سوېډنۍ اکاډومۍ داسې مهال پر ټیلیفون د جایزې د ګټلو خبر ورکړ چې هغه فرانکفورت ته په سفر تللی و.
دا جایزه به د ډسمبر په میاشت کې سټاکهولم کې د یوې پرتمینې غونډې پر مهال ورکړل شي.
لازلو کراسناهورکای تر ایمري کیرتز وروسته چې په ۲۰۰۲ کال کې یې دا جایزه ګټلې وه، دوهم هنګري لیکوال دی چې دا جایزه ترلاسه کوي.
د کراسناهورکای ژوند او اثار
کراسناهورکای په ۱۹۵۴ کال کې زېږېدلی او په ۱۹۸۵ کال کې یې هغه مهال شهرت وموند چې "شیطان نڅوې" اثر یې خپور کړ.
سويډنۍ اکاډمۍ د هغه لومړی ناول "یو ادبي احساس" وباله.
هغه دا کتاب په ۱۹۹۴ کال کې د یوه لوی سکرین لپاره تیار کړ. دا تور او سپینه ډرامه د هنګري فلم جوړونکي بیلا تار لخوا تیاره شوې وه چې د اووه ساعته اوږدوالي له امله مشهوره ده.
د کراسناهورکای نور کتابونه:
- د مقاومت خپګان ۱۹۸۹
- جګړه او جګړه ۱۹۹۹
- سیوبو هلته لاندې۲۰۰۸
د نوبل د ادبي جایزې کمیټې کراسناهورکای "د مرکزي اروپا په دودیز ادب کې یو لوی افسانوي لیکوال" بللی، چې له کافکا تر توماس برنارډ په څېر جلا سبکه او لوړ تخیل ځانګړتیاوې لري.
کراسناهورکای یو وخت خپل هنر او کار داسې یاد کړی و "هغه حقیقت چې تر لیونتوبه مطالعه شوی وي."
هغه په یوې منځنۍ کچې یهودې کورنۍ کې لوی شوی او د کمونیزم تر سیوري لاندې د ژوند له تجربو او سفرونو الهام اخلي، په ځانګړې توګه له خپل لومړي بهرني سفر وروسته چې په ۱۹۸۶ کال کې اوسني لوېدیځ برلین ته تللی و.
د لازلو کراسناهورکای د ۲۰۲۱ کال کتاب "هرشټ (۰۷۷۶۹) د یو لوی معاصر الماني ناول په توګه یاد شوی، ځکه چې له وبا لږ مخکې په دغه هېواد کې ټولنیزې ګډوډۍ په خورا دقت انځوروي.
دا ناول د جرمني په تروینګن کې د یوه کوچني معاصر ښارګوټي انځور دی چې له ټولنیزې ګډوډۍ، وژنو او اور لګېدنو کړېږي.
بریتانوي خپرندویه بنسټ(ده سفینټز ټیل) د ناول په اړه وایي: "مهربان لوی فلوریان هرشټ یو یتیم دی، چې د یوه نازي لخوا منل شوی او د نقاشیو پاکوونکي په توګه یې روزنه ورکړې ده. مشر یې، چې د مشهر کمپوزر باخ یو سخت مینه وال دی، په غوسه دی چې چا د دوی د ختیځ جرمني ښار د دغه مشهور کمپوزر پر یادګارونو د لېوانو نښانونه لګولي."
د ګارډین ورځپاڼې تنجیل رشید دا ناول "له پیله تر پایه په عیني توګه تریخ" بللی دی.
د کراسناهورکای وروستی طنزي ناول، "ژسوملي اوډاوان" بېرته هنګري ته راستنېږي. د دې ناول اتل ۹۱ کلن ماما جوزي کادا دی، چې پر تخت د دعوې یو پټ راز لري خو له نړۍ د پټېدو لپاره یې ډېرې هڅې کړې دي.
د نوبل ادبي جایزه

د عکس سرچینه، Getty Images
د نوبل ادبي جایزه د ۱۹۰۱ کال له پیل راهیسې ۱۱۸ ځله ورکړل شوې، خو یوازې ۱۸ ښځو ګټلې ده.
تېر کال دا جایزه سویلي کوریايي لیکوالې هان کانګ ګټلې وه. په غونډه کې یې د "خپل ژور شعري نثر په خاطر چې له تاریخي ویرجنو ټکرونو سره مخ کیږي او د انسان د ژوند نازکتیا څرګندوي" ستاینه شوې وه.








