افغان جودو لوبغاړو ایران کې د سپینو زرو او برنزو مډالونه ګټلي

    • Author, ملایکه احمدزۍ

افغان جودو لوبغاړو په ایران کې د سولې او دوستۍ جام سیالیو کې یو د سپینو زرو او درې د برنز مډالونه ګټلي دي.

دا لوبې د ایران په ایلام ښار کې د ۱۴۰۴ لمریزکال د غوايي میاشتې له ۲۴ تر ۲۶مه ترسره شوې.

د طالبانو حکومت کې د ملي المپیک ادارې بي بي سي ته ویلی "سید احمد مصمم د سپینو زرو مډال ۷۳ کیلوګرامه وزن کې، قدرت الله قرباني د برنزو مډال د ۶۰ کیلوګرام وزن کې، محمد تاجیک د برنز مډال د منفي ۱۰۰ کیلوګرام وزن کې، محمد حسین کاظمي برنزمډال وزن مثبت ۱۰۰کیلوګرامو وزن کې ترلاسه کړي دي."

د افغانستان د جودو فدراسیون مشر ذبیح الله نظري بي بي‌ سي‌ پښتو پاڼې ته وویل، چې ټول ټال اتو لوبغاړو دې سیالیو کې ګډون کړی وو، چې له ډلې یې څلور تنه د مډال په ګټلو بریالي شول.

دا سیالۍ د ایران، عراق او افغانستان ترمنځ وې چې له ایران او عراقه څلورو لوبډلو په کې برخه په کې اخیستې وه خو له افغانستان په کې یوازېیوه ټیم او هغه هم کډوالو لوبغاړو چې د خپل هېواد په استازیتوب یې ګډون کړی وو.

د ښاغلي نظري په خبره یاد لوبغاړي کله افغانستان او کله هم ایران کې ژوند کوي خو زیاتره زدکړې یې خپل هېواد کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، د جودو د ځوانانو لوبډله یې راتلونکې اوونۍ تاشکند ته د سیالیو په موخه روانېږي خو لا هم ویزو ته په تمه دي. د طالبانو حکومت کې د ملي المپیک د کمېټې مشر احمد الله وثیق بي بي سی ته وویل "د جودو فدراسيون د ورزشکارانو دا لاسته راوړنه ډيره مهمه ده او د افغانستان د ورزش ادارې ته لوي افتخار دی.د افغانستان د ورزش ادارې فعاليتونه او لاسته راوړنې تر بل هر وخت ښې ځليدلي دي."

هغه وویل "تير کال افغان ورزشکارانو له نړيوالو رويدادونو څخه تر ۲۰۰زيات بهرني مډالونه ترلاسه کړي.په دې مډالونو کې د طلا مډالونه هم شامل دي"

د جودو فدراسیون مشر وايي، چې د یادو فعالیتونو ترڅنګ تېره اوونۍ یې تایلنډ کې د جودو اسیايي کانګره کې ګډون کړی و چېپه خبره یې د اسیايي کانګرې مشر د افغانستان له ټیم سره د مرستې ژمنه وکړه او دې لړ کې به راتلونکې اوونۍ کې دوه تنه روزنکي/کوچ هم د ازموینې په موخه تاشکند ته لاړ شي.

د افغانستان د جودو فدراسیون د خپلو لوبغاړو راتلونکې ته هیله من دی خو وايي، چې د ځینو لاملونو له کبله افغان لوبغاړي د ویزو اخیستو کې له خنډونو سره مخامخېږي.

د هنګري په بوداپست ښار کې د جون پر ۱۱مه د جودو نړیوال فدراسیون کانګره وربلل شوې ده چې افغانستان ته هم په کې بلنه ورکړل شوې چې یوازې به د فدراسیون مشر په کې ګډون وکړي او لوبغاړي به ونه شي کولی د ویزو نه ترلاسه کولو له کبله ورشي.

د جودو فدراسیون مشر وايي، د افغانستان د المپیک ادارې د بودیجې کمي له امله ډېره کله اروپايي هېوادونو ته د لوبو لپاره نه شو تللی ځکه ډېر لګښت راځي له همدې امله یوازې د سیمې هېوادونو ته سفرونه لرو.