ایا روغتیایي څښاک مو د غاښونو د خوړل کېدو لامل کېدای شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نازنین معتمدي
- دنده, بيبيسي فارسي
کېدای شي د مېوې د خوږو اوبو یا د مالټې د جوس یوه لويه پیاله د ګاز لرونکو مشروباتو لپاره یو روغتیایي بدیل ښکاري، خو څېړونکو خبرداری ورکړی چې دا "روغتیایي" انتخابونه ښايي تر هغه ډېر زیانرسوونکي وي څومره چې موږ فکر کوو.
په یوه څېړنه کې، چې د برېتانیا په کینګز کالج لندن کې ترسره شوې، څرګنده شوې چې د مېوو چای یا د ترشې مېوې جوسونه کولی شي د غاښونو د "مینا" سطحې ته دایمي زیان ورسوي. مینـا هغه خارجي پوښ دی چې غاښونه د خوړل کېدو یا تخریب پر وړاندې ساتي.
خو ښه خبر دا دی چې دا زیان حتمي نه دی. څېړونکو، چې له ۲۰ کلونو ډېرې تجربې لري، موندلې چې د مشروباتو د څښلو وخت او طریقه کولی شي د غاښونو د خوړل کېدو په مخنیوي کې لوی بدلون راولي.
ما دا موضوع پخپله وازمېيله، د څېړنیز ټیم لیدو ته لاړم او داسې معاينه مې وکړه چې د غاښونو وضعیت ارزوي.
د غاښونو خرابېدو او خوړل کېدو ترمنځ څه توپیر دی؟
له ماشومتوبه، موږ ته مور او پلار خبرداری ویل چې د غاښونو روغتیا ته پام وکړو - یعنې هغه کوچني سوري چې په غاښونو کې پیدا کېږي - او څنګه خواږه شیان لکه شیریني او چاکلېټ کولی شي ستا موسکا له منځه یوسي.
کله چې موږ خواږه خوراکونه خورو، هغه طبیعي بکتریاوې چې پر غاښونو مو جوړېږي، د خولې دننه له پاتې شوو خوږو تغذیه کېږي او دا کار په غاښونو کې سوریان جوړوي. که دا سوري ډېر ژور نه وي، نو اکثره وخت د غاښ د ډکولو له لارې رغېږي.
خو د غاښونو خوړل کېدل بیخي بل څه دي. دا هغه حالت دی چې پکې د ځینو خوړو او مشروباتو اسیدونه مستقیمه حمله پر مینـا کوي – هغه خارجي پوښ چې غاښونه ساتي – او دا مینـا ورو ورو کمزورې کوي او له منځه یې وړي، تر دې چې ترې لاندې طبقه (عاج) هم اغېزمنه شي. دا کار غاښونه ډېر زیانمن او حساس کوي.
مینا د غاښونو نازکې طبقې ساتي، خو د دوامداره اسیدونو او خوږو موادو پر وړاندې نه شي درېدای. کله چې مینـا یو ځل له منځه لاړه، بیا دا زیان دایمي وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټر پولیفیوس خارالمبوس، چې د غاښونو جراح او د څېړنیز ټیم غړی دی، خبرداری ورکوي:
"د غاښونو خوړل کېدل هغه وخت رامنځ ته کېږي چې د غاښونو مینـا د ډېرو اسیدي او شکري خوړو او مشروباتو له امله زیاته اغېزمنه شي."
هغه زیاتوي: "که د غاښونو مینـا له منځه ولاړه شي او درملنه یې ونشي، دا به د ستونزو لامل شي لکه د غاښونو بدرنګ رنګ (رنګ اوښتل)، درزونه یا تېره څنډه، شدید حساسیت د یخ یا ګرمو شیانو پر وړاندې او ان د غاښونو د رنګ بدلون، تر دې چې شفاف ښکاره شي."
څنګه او کله مشروبات وڅښو چې غاښونه زیانمن نه شي؟
ډاکټر خارالمبوس یوه ساده تجربه وکړه چې د خولې د اسید درجه د مالټې جوس د څښلو پر مهال وازمېيي. هغه یوه ځانګړی وسیله وکاروله چې د pH (اسید) کچه اندازه کوي.
په تجربه کې درې طریقې وازمېيل شوې:
- مستقیم څښل
- په جوس غرغره کول
- جوس څو ثانیې په خوله کې ساتل
د غاښونو د روغتیا لپاره، د خولې pH باید نژدې له ۷ سره وي، یعنې معتدل حالت. خو پایلو حیرانوونکې وې:
عادي څښل: د خولې اسید ۴،۷ ته راټیټ شو او خولې ته ۱۸ ثانیې وخت پکار شو چې بېرته عادي حالت ته را وګرځي.
په خوله کې د جوس ساتل (۱۰ ثانیې): اسید په ښکاره زیات شو او خولې ته د بېرته عادي کېدو لپاره پنځه برابره زیات وخت پکار شو.
غرغره کول : pH تر ۳ پورې راکم شو او خولې ته تر ۳۰ برابره زیات وخت پکار شو چې بېرته توازن ته راشي!

تجربې وښوده چې د اسیدي مشروباتو په خوله کې ساتل یا پرې غرغره کول زیان دوه برابره کوي، ځکه چې دا کار د اسید د غاښونو له سطحې سره د تماس وخت زیاتوي او اغېز یې لا پیاوړی کوي.
ډاکټر خارالمبوس دلته وايي: "د خپلو غاښونو د خوندي کولو لپاره، هڅه وکړه چې اسیدي مشروبات ډېر وخت په خوله کې پاتې نه شي. تر ټولو ښه دا ده چې له نل استفاده وکړې، چې د مشروب تماس له غاښونو سره کم شي. څېړنو ښودلې چې د نلکې کارول د ګاز لرونکو مشروباتو له امله د غاښونو د خوړل کېدو مخه نیسي."
د کینګز کالج څېړنیز ټیم وايي اسیدي خواړه او مشروبات، په ځانګړې توګه د خوړو ترمنځ، د غاښونو د خوړل کېدو خطر زیاتوي.
د بېلګې په توګه، هغه کسان چې هره ورځ دوه ځله د خوړو ترمنځ اسیدي مشروبات څښي - لکه ګاز لرونکي مشروبات، لېمو لرونکی اوبه، یا د مېوو ګرم چای – د غاښونو له منځني تر شدیدې خوړل کېدو سره ۱۱ برابره ډېر مخامخ شوي.
خو کله چې همدا مشروبات له خوړو سره یو ځای وخوړل شي، دا خطر تر نیمايي راکمېږي.
نو، که غواړې خپل غاښونه خوندي وساتې، د مشروباتو د څښلو وخت هوښیارانه وټاکه – یا له خوړو سره، یا لږ مخکې، یا لږ وروسته.
کوم مشروبات د غاښونو لپاره تر ټولو مضر دي؟

د لندن د کینګز کالج څېړنیز ټیم یوه تجربه ترسره کړه چې د څلورو بېلابېلو مشروباتو اغېز د غاښونو پر مینـا (د غاښونو خارجي ساتندویه پوښ) و ارزوي. دوی د مینـا نمونې واخیستې او په لاندې څلورو مشروباتو کې یې یوساعت ډوبې کړې:
- د مالټې جوس
- کولا (ګاز لرونکی مشروب)
- شیدې او اوبه ګډې (عیران)
- د مېوې چای
یو ساعت وروسته، څرګنده شوه چې دا آزموینه له دې سره برابره ده چې یو څوک د دوو ورځو لپاره هره ورځ درې ګیلاسه له دې مشروباتو وڅښي. د مایکروسکوپ له لارې اخیستل شوو انځورونو کې د خوړل کېدو نښې په روښانه ډول د تیارو کرښو په بڼه ښکارېدې.
پایلې ډېرې پاموړ وې:
- تر ټولو زیات خوړل کېدل د ګاز لرونکو مشروباتو له امله وو.
- وروسته د مالټې جوس و،
- بیا د سره توت چای،
او تر ټولو لږ زیان د (شیدو + اوبه) درلود، چې دا څښاک یې د غاښونو لپاره تر ټولو لږ زیانمن وباله.
د (شړومبې) یو دودیز مشروب دی چې په ډېرو هېوادونو لکه هند، پاکستان، لبنان، سوریه، ترکیه، ایران او ارمینیا کې پېژندل شوی.
کوم خواړه یا څښاکون د غاښونو خوړل کېدو ډېر لامل کېږي؟
اسیدي خواړه او مشروبات د غاښونو د مینـا د خوړل کېدو لامل کېږي. ډېری مېوې یوه خاصه کچه اسید لري. د بېلګې په توګه، ترشې مېوې لکه یوسفي تر کېلې یا زردالو ډېر اسید لري.
نورې بېلګې:
- توند مرچ
- رومي بانجان او کیچپ
- کيمچي (کوریایي خواړه)
- اچار شوی شړشمو پاڼه یا کلم
- سرکه او ډول ډول اچارونه (په ځانګړي ډول د مڼې سرکه)
- کدو (یقطین)
- د مېوې خوند لرونکې اوبه (لکه لېمو لرونکې)
- خوند لرونکی چای (لکه د توت، زهر ګلاب، یا لېمو- ادک "زنجبیل" چای)
- زیاتره الکولي مشروبات
- ګاز لرونکي مشروبات (حتی هغه چې بې شکره دي، د شکر لرونکو په څېر غاښونه خوري)
خو دا څنګه وکاروو چې زیان ونه رسوي؟
سره له دې چې ډېر له دې مشروباتو یا خوړو روغتیایي ګټې لري، خو د ځیرکو عادتونو په مرسته غاښونو ته زیان نه رسېږي:
د خوړو په پای کې کلسیملرونکي خواړه وخوره، لکه پنیر، مستې یا شیدې، چې د خولې اسید کم شي.
بې شکره ژاولي وژویه چې د لاړې زیاتې شي او غاښونه خوندي کوي.
د مېوې له چای نه تېر شه، پر ځای یې تور چای وڅښه.
د لېمو یا مېوې پر ځای، کاکو، نعناع یا رزماري خوند لرونکي اوبه وڅښه.
د غاښونو خوړل کېدل څومره عام شوی؟
ډاکټران خبرداری ورکوي چې خوړل کېدل اوس یو نړیوال، ډېر عام او ژر زیاتېدونکی ستونزه ده.
د ۲۰۱۳م کال یوې څېړنې له مخې، چې د ډاکټر ډېوېډ بارتلېټ (د کینګز کالج د غاښونو د څانګې رئیس) مشري کوله، نږدې ۳۰ سلنه اروپایان چې عمرونه یې د ۱۸ او ۳۵ کلونو ترمنځ دي، له منځنۍ تر شدیدې کچې د غاښونو له خوړل کېدو سره مخ دي.
خو یوې نوې څېړنې چې په شپږو عربي هېوادونو کې پر ۲٬۹۲۴ کسانو ترسره شوې، ښيي چې د شدیدو خوړل کېدو کچه لا هم لوړه ده.
د هېوادونو د خوړل کېدو د کچې ترتیب:
- عُمان: 60.7٪
- سعودي عربستان: 57.1٪
- متحده عربي امارات: 49.3٪
- مصر: 32.9٪
- کویت: 31.5٪
- اردن: 16.5٪
ایا د غاښونو خوړل کېدل یوه طبیعي پروسه ده؟
ډاکټر پولیفیوس خارالمبوس وايي: "د غاښونو خوړل کېدل د عمر له تېرېدو سره یو طبیعي فزیکي بهیر دی."
خو خبرداری ورکوي چې ځینې عوامل لکه:
- غذايي عادتونه،
- ورځني ژوند،
- یا طبی حالتونه (لکه د معدې اسیدي شاته راتلل)،
کولی شي دا بهیر په خطرناک ډول ګړندی کړي.
هغه زیاتوي: ډاکټران کولی شي د مسلکي وسایلو له لارې د خوړل کېدو کچه تشخیص کړي، خو پایلې اکثره وخت اندېښمنوونکې وي، ځکه چې یو ځل چې مینـا له منځه ولاړه شي، بېرته نه رغېږي، ځکه نو تل وقایه تر ټولو غوره لاره ده.











