'د غاښونو نړیواله پلازمېنه': هغه ښار چې امریکايي سیلانیان د غاښو درملنې او ښکلا لپاره ورځي

امریکا

نانسي نېلسن د غاښونو له ډاکتر څخه وېره لري. هغه به پخوا دومره خواشینې کېده چې ژامه به یې بې ځایه شوه. خو ۲۵ کاله وړاندې یې د مکسیکو په لاس الګودونېس کې د غاښونو ډاکتر ته تګ پیل کړ او بیا یې هېڅکله دا ستونزه ونه کته. نوموړې اوس له ۶۰ اوښتې ده.

هغه چې بېرته متحدو ایالتونو ته ستنېدو لپاره په کتار کې ولاړه ده، وايي "دوی ډېر مهربانه، زړه سواندي او زما وېرې ته متوجه دي. "

لاس الګودونېس مکسیکو کې له امریکا سره پر پوله پروت کوچنی ښار دی چې ۱۰ زره اوسېدونکي لري او په هرو لسو اوسېدونکو کې یې یو د غاښونو ډاکتر دی. دا شمېر راته د دغه ځای ښاروالې، هېرمینیا مارین تایید کړې چې پخپله هم د غاښو ډاکتره ده.

دوی دا د "د نړۍ د غاښونو پلازمېنه" یا "د ژامې د غاښونو ښار" بولي.

دې ځای ته هره ورځ له ۳۰۰۰ تر ۵۰۰۰ پورې امریکایان راځي. دوی دغه ښار ته یوازې د غاښونو له ډاکتر سره لیدو لپاره نه ورځي، بلکې هلته پیاله دوه مارګریټا هم څښې، ټاکو خوري او محلي سندرو سره له نڅا خوند اخلي.

نانسي د ویسکانسن په یوه ښارګوټي کې ژوند کوي چې کلیولنډ نومیږي. هغه ښار له دې ځایه ۳۰۰۰ کیلومتره لېرې دی. اوس د فبرورۍ میاشت ده او په دغو ورځو کې د متحدو ایالتونو په شمالي برخه کې هوا په منځنۍ کچه د سانتیګراد صفر درجې وي. د یوه واورین توپان راپور ورکړل شوی. خو دلته په لاس الګودونېس کې بیا لمر دی او تودوخه د سانتیګراد له ۱۵ درجو نه راکښته کېږي.

کال
د عکس تشریح، لاس الګودونېس کې یوه امریکایۍ سیلانۍ

د نانسي مېړه - بروز - دنګ سړی دی چې کاوبای برېتونه لري او پر خولۍ یې لیکلي "دلته راتلو لپاره مې کرنه پرېښوده." بروز راته وویل: "موږ دلته (اریزونا ته) په الوتکه کې راغلو، موټر مو کرایه کړ، څو شپې پاتې شوو، د غاښونو ډاکتر ته ولاړو، څو زره ډالر مو سپما کړل، او په دې لړ کې مو له یوې ښې کوچنۍ رخصتۍ هم خوند واخیست. "

د شمالي امریکا له لروبر څخه خلک د دې تقاعد شوې جوړې په څېر، په ځانګړې توګه د ژمي په میاشتو کې د متحدو ایالتونو سویل ته سفر کوي؛ خپل موټرونه په یوه لوی پارکینګ کې دروي او بیا په پښو له پولې لاس الګودونېس ته اوړي.

دلته دا خلک په عامه اصطلاح "واورینې پرښتې" یا "کډوالې مرغۍ" بلل کېږي.

دوی داسې سیلانیان دي چې له مکسیکو څخه بېرته د خدمتګارانو او د غاښونو ډاکترانو د مېلمه‌پالنې له برکته له ځلانده خندا سره ستنېږي.‌

که څه هم د امریکا او مکسیکو ترمنځ پر پوله ۱۰ متره لوړ اوسپنیز دیوال درول شوی چې د دغه ښار له هرې نقطې ښکاري، خو د تګ راتګ دا جریان روښانوي چې د امریکا او مکسیکو د خلکو ترمنځ فرهنګي او سوداګریزه راکړه ورکړه څه ډول ده یا له لسیزو راهیسې څه ډول پاتې شوې.

د پنبې له کروندو د غاښونو تر ډاکټرۍ

خوان
د عکس تشریح، د غاښونو پر معاینې سربېره سیلانیان دلته د درملو او عینکو پېرلو لپاره هم راځي

لاس الګودونېس د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د مکسیکو په شمال کې د پنبې د مخ پر ودې صنعت مرکز و. دا صنعت د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال چې د فایبر اړتیا یې زیاته کړه، اوج ته ورسېد او د ۱۹۷۰یمې لسیزې په پیل کې جزوي کمښت پکې راغی.

په دې ځای کې اوس هم د پنبې فصلونه وخت ناوخت لیدل کېږي، خو په تېرو څو لسیزو کې سرحدي اقتصاد د پولې شمال خوا ته د خلکو د تقاضا ښه پوره کولو لپاره د خدماتو وړاندې کولو ته اوښتی دی.

د تیجوانا په 'کولیجیو دي لا فرونټیرا' کې انجنیر او پراختیايي کارپوه خوزې زاوالا وايي "په شمالي مکسیکو کې ټول ښارونه، له استثنا پرته، له متحدو ایالتونو څخه د روغتیايي خدماتو لویه اندازه تقاضا ترلاسه کوي، چې ځینې وختونه ان پخپله د درمل جوړوونکو شرکتونو لخوا تبلیغېږي."

نوموړی زیاتوي "په لاس الګودونېس کې دې ته ځکه ډېر پام ور اوړي چې دا یو کوچنی ښار دی او ځکه چې دلته د پولې شمالي اړخ ته د متقاعدینو کورونه ډېر دي."

امریکا
د عکس تشریح، امریکايي سیلانیان سرحدي دیوال ته نږدې بېرته خپل هېواد ته اوښتلو ته انتظار باسي

د شمالي مکسیکو او سویلي امریکا ترمنځ تعامل تاریخي او تقریبا جوړښتي دی او ژورې ریښې لري. په میلیونونو کورنۍ د پولې دواړو غاړو ته لویې شوې دي. تر۱۹۷۰ لسیزې پورې د پولي د شمالي اړخ خلکو هم کولی شول چې له پاسپورت پرته بلې غاړې ته واوړي.‌ څه چې اوس په لاس الګودونېس کې ګورئ، دا د پراخو سوداګریزو او کلتوري اړیکو یو ارزښتناک پوسټ کارډ دی.

دا داسې اړیکه ده چې د ډونلډ ټرمپ له ولسمشرۍ سره له مکسیکو څخه پر وارداتو باندې د تعرفو له ګواښ او د کډوالو پر وړاندې د هغه له سخت چلند سره تر پوښتنې لاندې راغلې. خو دا داسې اړیکه هم ده چې د ارزښناکو تاریخي ریښو له کبله یې پرې کول ګران دي.

زاوالا وايي "البته تعرفې به یو څه خنډ وي، خو د پیاوړې اقتصادي اړیکې له منځه وړل ستونزمن دي."

کارلوس روبیو ۱۹۸۰یمه لسیزه کې په لاس الګودونېس کې د غاښونو له لومړنیو ډاکترانو دی. دی اصلآ د سینالوا اوسېدونکی دی او په ځوانۍ کې د دې لپاره پولې ته دې څېرمه ځای ته راغی چې خپل بخت وازمایي. هغه وکتل چې دلته د غاښونو خدماتو تقاضا لوړه ده، نو له همدې کبله یې پکې تخصص وکړ او یو کتنځی یې پرانیست چې اوس د غاښونو یو مجهز کلینیک دی.

له هغه څخه مې د کتنځي د لیدلو پر مهال وپوښتل چې مراجعین یې څه ډول غاښونه خوښوي. یو سلاکار یې په خندا وايي: "ګرینګوز [بهرنیان] د تکو سپینو غاښونو لیوال دي."

غاښونه
د عکس تشریح، 'د غاښونو نړیواله پلازمېنه' کې د غاښونو یو ډاکتر

روبیو چې د اریزونا په یوما کې اوسي او هره ورځ کار لپاره له پولې اوړي، پر دې باور دی چې "د امریکا د روغتیايي پاملرنې سیستم ټولنیز نه دی. له ۳۰۰ میلیون خلکو څخه ۶۰ سلنه د غاښونو بیمه نه لري یا یوازې جزوي پوښښ لري. د ۸۰ او ۱۶۰ میلیونو ترمنځ خلک دي چې د [د غاښونو بیمي یې] کمزوری پوښښ لري. دا موږ لپاره د ۸۰ او ۱۶۰ میلیونو ترمنځ فرصتونه دي."

د غاښونو امریکایۍ ټولنې په وینا د ۱۹ او ۶۴ کلونو ترمنځ د لویانو له هرو درېیو څخه یو د روغتیا بیمې له لرو سره سره د غاښونو بیمه نه لري. او د غاښونو د بیمې لویه برخه د غاښونو له پاکولو یا معاینې پرته بل څه نه پوښي.

امریکایان تر دې ورهاخوا نور کار لپاره پرته له دې چې یا زرګونه ډالر ولګوي یا لاس الګودونېس ته لاړ شي، بله چاره نه ویني.

امریکا کې د غاښونو د بیمې ستونزه

کال
د عکس تشریح، خوان رامون سوتو مکسیکويی دی، خو له کلونو راهیسې امریکا کې اوسي – دی هم د غاښونو کتنې لپاره مکسیکو ته ځي

راجر ګرېوز د فلوریډا او یو پخوانی باتجربه پوځي دی. دا یې څلورم ځل دی چې له خپلې ښځې او لور سره د غاښونو درملنې لپاره لاس الګودونېس ته راغلی دی. دوی دا ځل دلته څو شپې پاتې شول او اوس له خپلو بکسونو سره د لاس پلورونکو منځ کې چې لاسي صنایع او د مکسیکو خواړه پلوري، له پولې څخه تېرېدو لپاره لیکه کې انتظار باسي.

دی وايي "زه روغتیايي بیمه لرم ځکه چې پخوانی پوځي یم، خو د غاښونو درملنه پکې شامله نه ده. دا چې زما او زما د ښځې عاید د متقاعدینو دی، نو دا‌ [لاس الګودونېس ته د راتګ] غوراوی زموږ لپاره ډېر ښه دی."

د هغه د دقیقې محاسبې له مخې، دلته په راتلو سره یې د خپلو لګښتونو له ۶۶ نیولې تر ۷۷ سلنې سپما کړي دي.

نوموړی زیاتوي: "د امریکا روغتیايي سیستم باید سم شي؛ ډېر ګران دی." دا داسې شکایت دی چې د مرکو پر مهال ټولو تکرار کړ.

جون سپنلر چې اصلآ د ایوا ده او ژمی په سویل کې تېروي، د کنایې به بڼه وايي: "یو څه [پیسې] یې باد کړې، لږ څه."

او خوان رامون سوتو چې په مکسیکو کې زیږیدلی بزګر او امریکايي تبعه دی، زیاتوي: "زه کولی شم دلته خپل ټول غاښونه وباسم او بدل یې کړم، خو بیا به هم هلته د یو غاښ د ایستلو پرتله ارزانه وي."

کال
د عکس تشریح، پر سړک د خوړو غرفه
کال
د عکس تشریح، امریکایۍ سیلانیانې په لاس الګودونېس کې مارګریتا څښي

د بیو د څار او تنظیم نشتوالی، د سیستم څو ټوټې والی، د درمل جوړوونکو شرکتونو ځواک او اداري لګښتونه هم د هغو لاملو له ډلې دي، چې د متحدو ایالتونو روغتیا سیستم یې په نړۍ کې ترټولو ګران کرځولی دی.

د مکسیکو روغتیايي سیستم هم پراخې ستونزې لري، خو د دغه هېواد په شمال کې یې له هغو متخصصینو سره یوه عصري زیربنا رامنځته کړې، چې د متحدو ایالتونو له تقاضا څخه د ګټې پورته کولو لپاره روزل شوي دي.

او دوی دا کار د مکسیکو له هماغې معمول میلمه پالنې سره کوي: له پولې مو د ګلف په یوه موټر کې راپورته کوي، د غاښونو د جراحۍ کلینیک ته مو وړي، او بیا مو بهر د خوړو یو داسې ځای ته بیايي چې کولای شئ اینچیلاډا پکې وخورئ، مارګریټا وڅښئ او ژوندۍ موسیقي واورئ.

جون سپنلر دا ټول راته داسې رانغاړي: "دا د یوه جامع پلورنځي په څېر دی. دا هر څه په یو ځای کې ترلاسه کوئ. "

له دې سره داسې ښکاري چې دا له زړه څخه د غاښونو ډاکتر د وېرې ایستل هم اسانه کوي.