تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په کانګو کې د ایبولا نوې څپه: ډبلیواېچاو نړیوال بیړنی روغتیايي حالت اعلان کړ
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیواېچاو) د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغۍ نوې څپه په نړیواله کچه د اندېښنې وړ بللو وروسته هلته د روغتیا بیړنی حالت اعلان کړی دی.
دې ادارې که څه هم ویلي، د کانګو د ختیځ په ایتوري ولایت کې د دې ناروغۍ خپرېدا چې شاوخوا ۲۴۶ شکمنې پېښې او ۸۰ مړینې یې ثبت شوې، لا هغه معیار نه پوره کوي چې بېړنۍ وبا وبلل شي، خو هممهاله یې دا خبرداری هم ورکړی چې د اېبولا اوسنۍ څپه ښايي تر هغه څه چې رپوټ یې ورکول کېږي ډېره پراخه وي او په ځايي او سیمهيیزه کچه د پراخېدو جدي خطر ولري.
د روغتیا نړیوال سازمان رییس ډاکتر تیدروس ادهانوم ګبریسوس خبرداری ورکړی چې دا مهال پر دغه ویروس د "اخته کسانو د اصلي شمېر او د جغرافیایي خپرېدا په تړاو لا هم پاموړ ناڅرګندتیا موجوده ده."
ډبلیواېچاو ویلي، د ایبولا دا بڼه له بوندیبوګیو (Bundibugyo) ویروس سره تړاو لري، چې تر اوسه یې درملنې او مخنیوي لپاره هېڅ تایید شوی درمل او واکسین نشته.
تبه، د غړو درد، ستړیا، د سر او ستوني درد د دې ناروغۍ لومړنۍ نښې دي، چې وروسته کانګې، نس ناستی، د پوستکي ټاپې او ان وینه بهېدنه ورسره مله وي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، تر اوسه د دغه ویروس اته پېښې په لابراتواري معایناتو کې تایید شوې دي.
د اېبولا پاتې شکمنې پېښې او له دې کبله مړینې د کانګو د ختیځ په دریېو روغتیايي سیمو ثبت شوې دي، چې د ایتوري مرکز بونیا، او د سرو زرو د کانونو لرونکي ښارونه مونګوالو او روامپارا پکې شامل دي.
پلازمېنه کېنشاسا کې هم د اېبولا د دې نوې بڼې یوه پېښه تایید شوې او ویل کېږي ناروغ له ایتوري څخه ستون شوی و.
ډبلیواېچاو وايي، دغه ویروس د کانګو له پولو اوښتی، او په ګاونډۍ یوګانډا کې یې هم دوه تایید شوې پېښې ثبت شوې دي.
د یوګانډا چارواکو ویلي، د یوه ۵۹ کلن سړي چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ مړ شوی و، د ایبولا معاینه مثبته ختلې ده.
د یوګانډا حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مړ شوی ناروغ اصلآ د کانګو وګړی و او دا چې جسد یې هم بېرته دغه هېواد ته استول شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په کانګو کې د خراب امنیتي وضعیت او بشري ناورین ترڅنګ د خلکو پراخ تګ راتګ، ښاري سیمه کې د ناروغۍ خپرېدا او د غیر رسمي روغتیايي مرکزونو ګڼوالي د ناروغۍ د خپرېدو خطر زیات کړی دی.
هغه هېوادونه چې له کانګو سره پوله لري، د سوداګرۍ او سفر لپاره د لوړ خطر په توګه ګڼل کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کړې چې کانګو او یوګانډا باید بیړني عملیاتي مرکزونه جوړ کړي، چې د ناروغۍ څرک وڅاري او د انتان د مخنیوي لپاره ګام واخلي.
د روغتیان نړیوال سازمان زیاته کړې چې له اغېزمنې سیمې بهر هېوادونه باید خپلې پولې ونه تړي او نه هم سفر او سوداګرۍ محدودې کړي، ځکه "دا ډول ګامونه عملي بنسټ نه لري او تر ډېره له وېرې اخیستل کېږي."
ایبولا لومړی ځل په ۱۹۷۶ کال هغه سیمه کې، چې اوس د کانګو دیموکراتیک جمهوریت جوړوي، وموندل شوه او ګومان کېږي چې له اسمانڅکالي دې انسانانو ته لېږدېدلې وي.
دا په دغه هېواد کې د دې وژونکې ویروسي ناروغۍ اوولسمه څپه ده.
اېبولا د اخته کس د بدن د مایعاتو له مستقیم تماس او د پوستکي د ټپ له لارې خپرېږي.
دغه ناروغي د سختې وینې بهېدنې او د دې لامل ګرځي چې د بدن غړي له کار ولوېږي.
پر اېبولا د اخته کسانو نږدې نیمايي مړه کېږي او د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، تر اوسه یې کومه ثابته درملنه نشته.
په تېرو پنځوسو کلونو کې په افریقايي هېوادونو کې شاوخوا ۱۵ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.
په کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې یې تر ټولو مرګونې څپه د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ وه، چې نږدې ۲۳۰۰ کسان پکې مړه شول.
تېر کال هم د دغه هېواد په یوه لېرې پرته سیمه کې د دې ناروغۍ د خپرېدو له کبله ۴۵ کسان مړه شوي وو.