د کانګو په ختیځ کې د ایبولا نوې څپې له کبله د مړینو شمېر ۸۰ ته لوړ شوی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په افریقا کې تر ټولو مهمې روغتیايي ادارې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ایتوري ولایت کې د ایبولا د نوې څپې د خپرېدو اعلان وکړ.

په افریقا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو (افریقا سي‌ډي‌سي) ویلي چې تر دې دمه دغلته د اېبولا شاوخوا ۲۴۶ پېښې او ۸۰ مړینې ثبت شوې دي.

د دغې ادارې په وینا له دوی ډېرې پېښې د سرو زرو کانونو په درلودونکو ښارونو مونګوالو او روامپارا کې ثبت شوې دي.

بلخوا د یوګاندا چارواکو هم د جمعې پر ورځ له کانګو دیموکراتیک جمهوریت څخه د ایبولا د یوې وارداتي پېښې پخلی وکړ.

د دغه هېواد د روغتیا وزارت ویلي، چې د پنجشنبې پر ورځ د یوه مړه شوي ۵۹ کلن سړي د اېبولا د ازموینې پایله مثبته ختلې ده.

افریقا سي‌ډي‌سي پرون جمعه په یوه بیان کې ویلي و، چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت له ګاونډیو هېوادونو یوګانډا او سویلي سودان، او نورو نړیوالو شریکانو سره غونډه کې د غبرګون هڅو او د پولو هاخوا څارنې په ګډون پر لومړیتوبونو خبرې کوي.

ایبولا لومړی ځل هم په ۱۹۷۶ کال په هغه سیمه کې خپره شوه، چې اوس د کانګو دیموکراتیک جمهوریت بلل کېږي او ګومان کېږي، چې له اسمانڅکالي څخه خپره شوې ده.

دا په دغه هېواد کې د دې وژونکې وایرسي ناروغۍ اوولسمه څپه ده.

اېبولا څه شی دی؟

دا ناروغي د بدن د مایعاتو له مستقیم تماس څخه خپرېږي، او شدیدې وینې بهېدنې او د غړو له کاره لوېدو لامل کېږي.

لومړنۍ نښې یې تبه، د عضلو درد، ستړیا، سر درد او د ستوني درد دي. د ایبولا لپاره تر اوسه کومه بشپړه درملنه نشته.

د کانګو پلازمېنه کینشاسا کې د بایومیډیکل څېړنو ملي انسټیټیوټ (INRB) له خوا ترسره شویو لومړنیو ازموینو کې، د ۲۰ څېړل شوو نمونو له ډلې په ۱۳ کې ویروس موندل شوی دی.

دا ازموینې د کانګو د روغتیا وزارت او د عامې روغتیا ملي انسټیټیوټ سره تر مشورو وروسته ترسره شوې دي.

د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز ویلي، چې له ۶۵ مړینو څخه څلور د لابراتوار له خوا تایید شوې پېښې وې.

د ایتوري ولایت په مرکز بونیا کې نورې شکمنې پېښې هم راپور شوې دي، خو تر دې دمه په لاراتوار کې نه دي تائید شوې.

دې ادارې ویلي، چې دوی د ناروغۍ د لا زیاتې خپرېدو ته اندېښمن دي، ځکه روامپارا او بونیا ښاري سیمې دي او په مونګوالو کې د کان کیندنې فعالیتونه هم روان دي.

د روغتیايي ادارې اجرائیه مشر ډاکټر ژان کاسیا زیاته کړې، چې د اغېزمنو سیمو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ "د خلکو پراخ تګ راتګ" سیمه ‌ییزه همغږي لا ضروري کوي.

د کانګو حکومت تر اوسه په رسمي ډول د ایبولا وبا نه ده اعلان کړې.

یوه کارکوونکي بي بي سي ته ویلي، چې تمه ده له جمعې وروسته یوه خبري غونډه ترسره شي.

ایتوري ولایت له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر پوځي واک لاندې دی، چې ملکي چارې یې د یوه پوځي جنرال له خوا اداره کېږي.‌

دی غواړي هغه لسګونه وسله‌ والې ډلې بې‌وسلې کړي، چې له کلونو راهیسې په سیمه کې فعالیت کوي.

په دغو وسله‌والو کې د متحدو دیموکراتیکو ځواکونو (ADF) ډله هم شامله ده، چې له اسلامي دولت یا داعش سره تړاو لري.

په تېرو ۵۰ کلونو کې د افریقا په بېلابېلو هېوادونو کې شاوخوا ۵۰ زره کسان د دغه ویروس له امله مړه شوي دي.

په کانګو دېموکراتیک جمهوریت کې یې تر ټولو مرګونې څپه د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ وه، چې نږدې ۲۳۰۰ کسان پکې مړه شول.

تېر کال په مرکزي کاسای ولایت کې د یوې خپرېدنې له امله ۴۵ کسان مړه شوي وو.