تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نېټفلیکس نوې پروژه؛ شهزاده هري او مېګن افغانستان کې د ماموریت په اړه فلم جوړوي
"نېټفلیکس" ویلي، د بریتانیا شهزاده هري او د هغه مېرمن میګن میرکل افغانستان کې د بریتانوي پوځي ماموریت په اړه د یوه مشهور یاداښتلیک د فلمي بڼې پر جوړولو کار کوي.
دغه کتاب چې " د خلاصون لار نهشته: د کلابند سرتېرو دردناکه رښتینې کیسه" نومېږي، بریتانوي جګړن اډم جووېټ لیکلې او د ۲۰۰۶ کال د جولای په میاشت کې د هغه د پوځي ماموریت کیسه بیانوي، چې "د ایرلنډ شاهي ځانګړې پلي" یوې قطعې مشري یې کوله.
نېټفلیکس اېاېفپي ته ویلي چې دا فلم به د شهزاده هري او مېګن له خوا، د دوی د ارکویل پروډکشنس د سناریو برخې مشرې ټرېسي رایرسن سره یوځای تولید شي.
د فلم سناریو به مټ چرمن لیکي، چې د "څارګرو پُل" فلم لپاره د اوسکار نوماند پاتې شوی و.
هري او مېګن ـ چې د بریتانیا شاهي کورنۍ یې پرېښې او امریکا ته تللي ـ له ۲۰۲۰ کال راهیسې له نېټفلیکس سره کار کوي، چې د بریتانوي مالیه ورکوونکو له مالي ملاتړ پرته خپل عایدات جوړ کړي.
نېټفلیکس د دوی له افشاګر مستندې لړۍ (هري او مېګن) ښه بریا ترلاسه کړه، خو د راپور له مخې د ۲۰ میلیونه ډالرو تړون په اډانه کې نورې پروژې یې چندانې بریالۍ نه شوې.
په دغو پروژو کې (په مینه، مېګن) نومې د ژوندبڼه خپرونه هم وه، چې پکې پخوانۍ اداکارې مېلمنو ته د کلیفورنیا په یوه شانداره کور کې د هنري او لاسي کارونو پروژې وړاندې کولې.
منتقدینو دا خپرونه بېاحساسه او بېخلاقیته وبلله او له دوو فصلونو وروسته بنده شوه.
تېر کال، دې جوړې له نېټفلیکس سره یو محدود (د لومړي کتنې تړون) یا first-look تړون لاسلیک کړ.
د شهزاده هري د افغانستان ماموریت
شهزاده هري ـ چې د پاچا پاچا درېیم چارلس کشر زوی دی ـ د بریتانیا د پوځ د غړي په توګه افغانستان ته دوه جنګي سفرونه کړي وو او د پوځ پرېښودو پر مهال د کپتان رتبې ته رسېدلی و.
د هلمند ولایت د موسیکلا ولسوالي، چې هغه مهال د کوکنارو د کر سیمې او د طالبانو یو مهم مرکز و، د سختې او خونړۍ جګړې شاهده وه. د اډم جووېټ ماموریت دا و چې له لږ شمېر بریتانوي عسکرو سره ښار وساتي.
لومړنی هغه یې پټ ماموریت و چې په ۲۰۰۸ کال کې پیل شوی و او لس میاشتې یې دوام وکړ.
کله چې د افغانستان په جګړه کې د هري د شتون خبر رسنیو ته درز وکړ، نو د دفاع وزارت نوموړی د امنیتي لاملونو له مخې برتانیا ته ور وغوښت.
دوهم ماموریت یې چې څلور میاشت یې وخت واخیست د ۲۰۱۳ په جنورۍ کې پاتی ته ورسېد.
شهزاده هري په هلمند کې د برتانوي ځواکونو په ستره اډه کې د مرستیال پیلوټ، مرستیال توپچي او نورې دندې تر سره کړي دي.
نوموړی د شاهي کورنۍ دوهم غړی دی چې نېغ په نېغه د هېواد له ځواکونو سره یو ځای په جګړه کې برخه اخلي.
تر ده وړاندې یې تره (اکا) پرینس انډرو د فالکلینډ په جګړه کې فعاله ونډه لرلې وه.