د بریتانیا شهزاده وايي په افغانستان کې یې د دندې پر مهال "۲۵ طالبان وژلي"؛ طالبانو په جنګي جرمونو تورن کړ

د بریتانیا د شاهي کورنۍ غړي شهزاده هري ویلي په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې یې په افغانستان کې د چورلکې پیلوټ په توګه دنده ترسره کړې ده. هغه مهال یې په شپږو ماموریتونو کې ونډه اخیستې وه، چې ټول یې مرګونې وو. خو هغه یې د توجیه وړ بولي.

شهزاده هري وايي " دا یوه احصاییه او شمېره نه وه، چې زه یې په ویاړ ډکه کړم او نه یې زه شرمولی یم".

هغه لیکلي" کله چې ما ځان د جګړې په ګرم ډګر او ګډوډۍ کې ډوب وموند، نو ما د هغو ۲۵ تنو په اړه فکر نه کاوه، دوی لکه د شطرنج دانې باید له تختې لېرې کړای شوې وای، بد خلک وړاندې تر دې چې ښه خلک ووژني باید له مخې لېرې شي".

د بریتانیا شهزاده هري د خپل ژوند لیک په خپرولو سره د حساسو ادعاوو او تورونو لړۍ څرګنده کړې.

کتاب په شاهي کورنۍ کې شکایتونه او ترخې څرګندونې په ګوته کوي. د بېلګې په توګه هغه ادعا کړې چې ده او شهزاده ویلیام خپل پلار هڅولی وو چې له اغلې کامېلا سره واده ونه کړي.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د شهزاده هري د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، "هغه کسان چې تاسې وژلي د شطرنج دانې نه وې، انسانان وو؛ کورنۍ یې درلودې چې د هغو بېرته ستنېدو ته په تمه وو."

په افغانستان کې د وخت په اړه د شهزاده هري څرګندونو ته په بریتانیا کې ډېرو خلکو غبرګونونه ښوولی دی. ډګروال ریچارډ کېمپ په افغانستان کې د بریتانيايي ځواکونو پخوانی قوماندان دی. دی وايي هغه ډول چې هري په خپل کتاب کې د وسله والو په اړه خبرې کوي له هغه څه سره سمون نه لري، څنګه چې د بریتانیا پوځ خپل سرتېري روزي.

ډګروال ریچارډ وايي، شهزاده هري په افغانستان کې د طالب جنګیالیو د وژلو په اړه په څرګندونو سره خپل شهرت ته زیان رسولی دی.

دغه پخواني افسر بي بي سي ته وویل، د هري څرګندونې "بې اساسه" وې.

هغه زیاتوي دا څرګندونې ښايي د هغه امنیت ته زیان ورسوي او خلک غچ اخیستو ته وهڅوي.

خو یوه بله له ډېرو سختو ادعاوو چې د ګارډین ورځپاڼې د شهزاده هري له قوله خپره کړې دا وه چې څنګه یې ورور په فزیکي ډول پر هغه برید کړی وو.

د کنګزنټن او بکنګهم ماڼیو دواړو ویلي چې دوی په دې تړاو څه نه وايي.

بي بي سي په هسپانیه کې د دغو څرګندونو یوه کاپي ترلاسه کړې او ژباړي یې.

ګارډین د کتاب یوه کاپي ترلاسه کړې او د پنجشنبې په لومړیو ساعتونو کې یې یو څه برخې خپرې کړې.

د دغو اعاوو ترمنځ شهزاده هري وايي کله چې یوې مېلمستیا ته د نازیانو په یونیفورم کې روان وو، نو ورور یې شهزاد ویلیام او کاترین چې اوس د وېلز شهزاده دی پرې خندل.

په کتاب کې د هري له خوا د مخدره موادو استعمال او په افغانستان کې د پوځي چورلکې د پيلوټ په توګه دندې ترسره کولو تجربې هم راغلي.

د سن رسنۍ د شهزاد هري له قوله لیکي، هغه او شهزاد ویلیم له خپل پلاره وغوښتل چې له کمېلا سره واده ونه کړي ، چې اوس د کانسورت ملکه ده، ځکه دوی ویره درلوده چې هغه به دوی ته ناوړه میره وي.

سن د هري له قوله دا ادعا هم لیکلې، مخکې له هغه چې کمېلا په رسمي ډول د دوی له کورنۍ سره یو ځای شي، ده او ورور یې جلا ناستې ورسره درلودې. خو دا چې ناستې کله او دا چې هري هغه وخت په کوم عمر کې وو، څه نه دي ویل شوي.