د برتانیا شاهي جوړه له مهم شاهي حیثیت تېرېږي

د برتانیا د شاهي کورنۍ شهزاده هري او میګن ویلي چې له سینیر یا مهم شاهي حیثت تېرېږي او له مالي پلوه د واک خپلولو هڅې کوي.

دوی دا هم ویلي چې خپل وخت د برتانیا او شمالي امریکا ترمنځ تېروي.

بي بي سي ته مالومه شوې چې دوی په دې هکله د برتانیا ملکه یا شهزاده ولیم سمېت په ګډون د شاهي کورنۍ له کوم غړي سره مشوره نه ده شوې او بکېنګم ماڼۍ په دې خپه ده.

داسې مالومات هم شته چې د شاهي خاندان سینر یا مهم غړي دې اعلان خپه کړي دي.

د چارشنبې په ورځ دې جوړې خپل انسټاګرام کې ناڅاپي بیان خپرولو سره وویل، له څو میاشتو غور او فکر او خپلمنځي سلا مشورو وروسته یې دا برېکړه کړې ده.

دې بیان کې شاهي جوړه زیاتوي: موږ د شاهي کورنۍ له مهم غړیتوب تېرېږو او مالي واک اختیار خپلولو اراده لرو، خو د برتانیا د ملکې پوره ملاتړ او مرسته به کوو.

دوی دا هم ویلي چې برتانیا او شمالي امریکا کې د خپل وخت تېرولو اراده لري، خو د برتانیا، ملکې، ګډ حکومت او شاهي کورنۍ په سرپرستۍ به خپلې دندې پرمخ بیايي او د دوی درناوی به کوي:

"دا جعرافیايي اڼدول به موږ د خپلې شاهي کونۍ په رڼا کې د خپل بچي د پاللو وړ کړي چې پکې پیدا شوی او دې سره به زموږ کورنۍ پر راتلونکي څپرکي د پام ټولولو چانس ولري چې پکې زموږ نوې خیریه ادراه هم پیلېږي".

د بي بي سي د شاهي چارو خبریال جوني ډايمنډ وايي، په حقیقت کې د شاهي کورنۍ له خوا دا ویل چې "خپه دي" ډېر سخت دي.

د بکنګم ماڼۍ ویانده وايي، له مهم شاهي حیثیت د تېرېدو خبرې لومړي پړاو کې دي: "موږ یې د بل انداز خپلولو هیله بولو، خو دا پیچلې مسلې دي او پرې کار کول وخت غواړي".

کرسمس کې هم ۳۵ کلن هري او ۳۸ کلنې میګن له خپلو شاهي دندو د شپږو اونیو رخصت کړی و او کاناډا کې یې د خپل زوی شهزاده ارچي سره وخت تېر کړ.

شهزاده ارچي تېر کال په مۍ کې وزېږېد.

تېر کال د شهزاده هیري او د هغه د ورور شهزاده ویلیم ترمنځ د څه اختلاف خبره وشوه او شهزاده هیري یوه مرکه کې له خپل ورور سره د اړیکو د "خړپړېدو" په تړاو پوښتنې ځواب کړې.

هغه دا هم وویل چې دی او ورور یې په مختلفو لارو روان دي:

"زما او شهزاده ویلیم ترمنځ ښې ورځې هم وې او بدې هم، خو موږ وروڼه یو او تل به وروڼه یو".