تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شهزاده هري: د افغانستان ماموریت مې د مور مړینې غم هېر کړ
د برتانیا د ملکې لمسی شهزاده هري د خپلې مور له مړينې شل کاله وروسته وايي، په افغانستان کې تر سره کړي ماموریت ورسره د مور د مړینې غم هېرولو کې مرسته کړې ده.
شاهزاده هري ۱۲ کلن و چې مور یې، شهزادګۍ ډایانا په فرانسه کې د موټر ټکر له امله ومړه. هري ویلي، د مور له مړینې وروسته تر رواني فشارونو لاندې و او رواني مشورې یې تر لاسه کولې.
۳۲ کلن شهزاده په یوه مرکه کې په ډاګه کړې چې د افغانستان ماموریت څرنګه د دې لامل شو چې د مور د مړینې له اندېښنو سره مبارزه وکړي.
دی وايي: " که په ۱۲ کلنۍ کې دې مور مړه شي، نو باید پر غم یې برلاسی شې... ما کلونه ونه شو کولای دا کار تر سره کړم، خو د افغانستان ماموریت هغه شېبه وه چې ما وویل سمه ده اوس باید جوړجاړی وکړو."
هري، دوه ځلي په افغانستان کې ماموریت تر سره کړی دی. لومړنی هغه یې پټ ماموریت و چې په ۲۰۰۸ کال کې پیل شوی و او لس میاشتې یې دوام وکړ.
کله چې د افغانستان په جګړه کې د هري د شتون خبر رسنیو ته درز وکړ، نو د دفاع وزارت نوموړی د امنیتي لاملونو له مخې برتانیا ته ور وغوښت.
دوهم ماموریت یې چې څلور میاشت یې وخت واخیست د ۲۰۱۳ په جنورۍ کې پاتی ته ورسېد.
شاهزاده هري په هلمند کې د برتانوي ځواکونو په ستره اډه کې د مرستیال پیلوټ، مرستیال توپچي او نورې دندې تر سره کړي دي.
نوموړی د شاهي کورنۍ دوهم غړی دی چې نېغ په نېغه د هېواد له ځواکونو سره یو ځای په جګړه کې برخه اخلي.
تر ده وړاندې یې تره، اکا پرینس انډرو د فالکلینډ په جګړه کې فعاله ونډه لرلې وه.