وروستی, حزب الله لبنان کې د فرانسوي سوله ساتي سرتیري وژنه کې لاس لرل رد کړل
حزب الله هغه پېښه کې لاس لرل رد کړي چې نن سهار په جنوبي لبنان کې د یوه فرانسوي سوله ساتي سرتېري د وژل کېدو او درېیو نورو د ټپي کېدو لامل شوه.
په لبنان کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې ځواکونو تر دې وړاندې ویلي وو چې لومړنۍ ارزونې "ښيي چې ډزې د نا دولتي کسانوچې ګمان کېږي حزب الله له خوا شوې دي." دغه ځواکونه وایي په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم ویلي چې شته معلومات ښيي چې حزب الله د دې پېښې مسؤل دی.
حزب الله، چې د ایران ملاتړې وسله واله ډله ده، وایي دوی "حېران" دي چې نورو لورو "د خپلسرو تورونو لګولو ته بېړه کړې ده." دغې ډلې زیاته کړې چې دوی "د لبنان د اردو او سوله ساتو ځواکونو ترمنځ د چارولپاره پر همغږۍ ټینګار کوي، په ځانګړې توګه په دغو حساسو شرایطو کې."