تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ګواښونه او پراخ پوځي چمتوالی، ایا د امریکا او ایران جګړه بیا پیلېږي؟
د امریکا او اسرائیلو له لوري په ایران د برید لپاره د پراخو تیاریو له رپوټونو سره هممهاله د امریکا خلاف د ایراني چارواکو له پرلپسې ویناوو داسې اندیښنې پیدا شوې چې ښايي ډېر ژر پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه بیا پیل شي.
په همدې نامعلوم حالت کې د شنبې پر ورځ تهران ته د پاکستان د کورنیوچارو وزیر محسن نقوي نا اعلان شوی سفر هم د ډېرو پام اړولی دی.
د نیویارک ټایمز امریکایی ورځپاڼې په منځنی ختیځ کې د دوو چارواکو له خولې چې نومونه یې پټ ساتل شوي ویلي " امریکا او اسرائیل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو لپاره په پراخه کچه چمتووالی نیسي او شونې ده چې دا حملې روانه اونۍ وشي".
پر ایران د امریکا او اسرائیلو د نوو حملو په اړه اټکلونه هغه مهال ډېر شول چې چین ته د ولسمشر ټرمپ په وروستي سفر کې د ایران د جنګ او د هرموز تنګي په اړه د پآم وړ پرمختګ ونشو.
ددې سفر نه وړاندې ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی و چې یا به امریکا سره موافقې ته رسیږي او یا به هم "نابودیږي". نوموړي تېره اونۍ دا هم وویل چې له ایران سره اوربند په ډېر نازک حالت کې دی.
ددې څرګندونو وروسته دایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ویلي و چې ایراني ځواکونه د مقابل لوري. "هر ډول تیري ځوابولو" ته چمتووالی لري. په همدې مهال ځینو ایراني چارواکو امریکا او خلیجي هېوادونو ته د جګړې بیا پیل په صورت کې دوی ته د نوې او پراخ زیان اوښتو خبرداری ورکړی دی.
د ایران د مذهبي مشر یوه سلاکار محمد مخبر د تېرې جګړې پر مهال په خلیجي هېوادونو کې پر امریکايي اډو د ایران بریدونو ته په اشارې ویلي " تېر ځل په امریکايي پوځي مرکزونو زموږ بردیونه تر ډېره محدود وو خو دا حالت به د تل لپاره داسې نه وي."
هغه همداراز وویل " ایران له کلونو کلونو راهیسې دغو هېوادونو ته د ګاونډیو او وروڼو په نظر ګوري خو دوی خپله خپلواکي له پخوا پلورلي او خپل هېواد او کورونه یې د ایران او فلسطین دوښمنانو ته ورکړي دي."
د ایران د مذهبي مشر د دفتر اړوند یوې رسنۍ ( نور نیوز) د یوه نامعلوم پوځي چارواکي له خولې خبرداری خپور کړی چې پر ایران د بیا برید په صورت کې به دا ځل هغه موخې او ځایونه هم هدف وګرځول شي چې د تېرو څلوېښتو ورځو جګړو پر مهال د ځینو دلایلو او مصلحتونو له کبله نه په نښه کېدل.
بل خوا ددې نه وړاندې د امریکا د دفاع وزیر هم ویلي و پنټاګون ټولو سناریوو ته بېلابېل پروګرامونه لري. د هغه په ټکو امریکا د جګړې او هم د جګړې راکمولو او له سیمې د ځواکونو راویستلو غوراوي په مخکې لري.
د یادونې ده چې امریکا او ایران د اپرېل په اتمه پر اوربند سلا شوي وو. د اوربند په دغو هڅو کې پاکستان مخکښ وو. د ټرمپ له خوا د شهباز شریف د اوربند غوښتنې له منلو وروسته د ایران او امریکا تر منځ په اسلام اباد کې په لوړه کچه خبرې هم وشوې خو ښکاره پایلې یې نه وې.
نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي " که ډونلډ ټرمپ د حملې پرېکړه وکړي یوغوراوی به دا وي چې د ایران پر پوځي ځایونو او بنسټونو درنې بمبارۍ وشي. دوی زیاتوي" بل غوراوی د هغه یورانیمو راویستلو لپاره ځمکني عملیات دي چې د ایران پر اتومي تاسیساتو تېرو بریدونو کې د خاورو لاندې شوې دي.
ایران ته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر یو ناڅاپي سفر
د امریکا او ایران تر منځ د ناڅرګند حالت په دوام د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د شنبې پر ورځ په یوه ناڅاپي او نا اعلان شوې سفر تهران ته ولاړ.
تهران ته له رسیدو سره محسن نقوي د خپل ایراني سیال سکندر مومنی سره هم ناسته درلوده. ایراني رسنیو دا سفر مهم بللی که څه هم په اړه یې ډېر معلومات نه دي ډاګیزه شوي.
نوموړی میاشت وړاندې د پاکستان له لوی درستیز عاصم منیر سره هم له ایراني چارواکو سره د لیدنې کتنې په موخه تهران ته تللی و.
د دغې سفر پر مهال ایراني چارواکو له ډلې یې د ایران د کورنیو چارو وزیر د ثبات او امنیت لپاره د پاکستان هڅې ستایلي دي.
پاکستان که څه هم د ایران او امریکا تر منځ په لومړي ځل د مخامخ خبرو زمینه برابره کړه خو د د دواړو لورو تر منځ د نظر ژوور اختلاف له کبله د دې خبرو دویم پړاو ونه شو او نه هم په جګړه کې ښکیل لوري کومې هوکړې ته رسېدلي.
له ایران سره د اروپايي هېوادونو خبرې
د ایران دولتي تلویزیون خبر ورکړی چې اروپايي هېوادونه د هورمز له تنګي د خپلو بیړیو تېریدو لپاره له ایران سره په خبرو بوخت دي.
په رپوټ کې د کوم اروپايي هېواد د نوم له اخېستو پرته راغلي چې د ځينو اسیايي هېوادونو له ډلې یې د چین، جاپان او پاکستان د بیړیو له تېریدو وروسته اوس اروپايي هېوادونه هم له هورمز تنګي د خپلو بیړیو تېریدو لپاره د اجازې په لټه کې دي او دوی "د دې موخې لپاره د پاسداران انقلاب سره په خبرو بوخت دي."
ایران د فبرورۍ له ۲۸مې نېټې راهیسې چې امریکا او اسرائیلو پرې جګړه پیل کړه دا مهم تنګی نږدې د هر ډول سوداګرۍ پر مخ تړلی دی.
د دغې مهم سمندري تنګي بندېدو له کبله په ټوله نړۍ کې د تېلو، ګازو او نفتي توکو بیې لوړې شوې دي.