"د مرستې په بدل کې د جنسي اړیکو غوښتنه"

    • Author, فوندانور اوزتورک
    • دنده, بي بي سي ترکیې څانګه
    • Author, کاوون خموش
    • دنده, بي بي سي

د سوریې د هغو کډوالو ښځو لپاره چې مرستې ته ډېرې اړې وې، سادتین کاراګوز په لومړیو کې له اسمانه را استول شوی ''فرښته'' ښکارېده. په خپله ټولنه کې هم ډېر خلک هغه د ''کډوالو نیکه'' په نوم پېژني. خو د بي بي سي ترکیې څانګې لخوا ترسره شوې یو کلنې څېړنې داسې ادعاوې را برسېره کړې دي چې ښيي د ترکیې یوه خیریه بنسټ دا څښتن د جنسي ځورونې یوې رسوايۍ کې مرکزي کرکټر دی، یوه داسې رسوايي چې په انقره کې یې تر بل هر چا ډېرې له خطر سره مخامخې ښځې اغېزمنې کړې. خو سادتین کاراګوز پر ځان لګېدلي تورونه په کلکه ردوي.

د انقرې ښار التنداغ سیمه، ځکه د سوریې د حلب ښار په نوم مشهوره شوې، چې ډېر شمېر سوریایي کډوال همدلته مېشت دي. دا هماغه ځای دی چې ښاغلي کاراګوز په ۲۰۱۴ کال کې خپله خیریه موسسه پکې پرانیسته.

ترکیه د نړۍ له هغو هېوادونو یو دی، چې تر ټولو زیات کډوال پکې ژوند کوي، او د کاراګوز په څېر خیریه بنسټونه په ځانګړي ډول د ښځو لپاره چې ډېرې یې کار- روزګار نه لري، د ژوند یوه مهمه هیله ګڼل کېږي.

مدینه هم یوه له دغو ښځو ده. دا په ۲۰۱۶ کال کې چې د سوریې کورنۍ جګړه حلب ښار ته ورسېده، له خپله کوره کډواله شوه.

دا وايي دوه کاله وروسته د هغې له درېیو ماشومانو یو یې ډېر سخت ناروغ شو، مېړه یې پرېښودله او چې یوازې یې په انقره کې د خپلو ماشومانو پالنه کوله، سختو شرایطو کې د مرستې په لټه کې وه.

ټولو خلکو به د سادتین کاراګوز خیریه موسسې ته استوله، چې ''اموت خېریه پلورنځی'' (Umut Hayır Mağazası) نومېږي، یعنې ''د هیلو خیریه هټۍ. دغه موسسه د شیدو، غوړیو، کالیو او ماشومانو د اړتیا وړ توکي د بسپنې له لارې راټولوي او بیا یې پر کډوالو وېشي.

مدینه وايي: "هغه راته وویل: ''زما دروازه درته پرانیستې ده."

دا وايي، ښاغلي کاراګوز دا هم راته وویل: "کله چې بل هېڅ ځای نه لرې، زما خوا ته راشه، زه به ستا خیال وساتم."

خو دا وايي، کله یې چې له هغه مرسته وغوښته، هغه بدل شو.

دا وايي، په خیریه هټۍ کې یې ولیدل چې کاراګوز له اجازې پرته ښځې لمس کوي او دا چې دا یې هم لمس کړه. مدینه وايي، کله چې وروستی ځل خیریه بنسټ ته لاړه، حالات نور هم خراب شول. دا وايي، کاراګوز ورنه وغوښتل چې د هټۍ شاتنۍ برخې ته لاړه شي، چې هلته د مرستې نور توکي ورکړي.

دا وايي: ''هغه ونیولم، راته یې وویل، چې خوښه یې یم، زما ښکلول یې پیل کړل... چیغه مې کړه، ورته مې وویل چې له ما لېرې شه. که مې چیغې نه وای وهلې، ښايي کوښښ یې کړی وای چې پر ما جنسي تېری وکړي."

مدینه وایي، وتښتېده او له ودانۍ څخه بهر ووتله، کاراګوز ته یې وویل چې پولیسو ته به یې راپور ورکړي.

خو دا وايي، هغه لا هم هڅه کوله چې قانع یې کړي، چې بېرته ورشي. یو ځل خو ان د هغې کور ته ورغی، دروازه یې کلکه وډبوله او ورته ویل یې: "دروازه خلاصه کړه."

مدینه وايي: ''سختې سپکې سپورې یې ویلې.''

دې په داسې حال کې چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې وویل: "ما دروازه خلاصه نه کړه، ځکه سخته وېرېدلې وم."

مدینه وایي، کاراګوز ګواښلې وه چې که یې خبره ښکاره کړي، بېرته به یې سوریې ته وشړي.

مدینه وايي، له ډاره یې نه پولیسو ته شکایت وکړ او نه یې دا موضوع له بل چا سره شریکه کړه.

خو ښاغلی سادتین کاراګوز، چې د یوه بانک متقاعد کار کوونکی دی، دا ټول تورونه ردوي.

هغه بي بي سي ته ویلي چې د ده خیریه ټولنې له نژدې ۳۷ زره کسانو سره مرستې کړې، چې په خبره یې ډېری یې کډوال دي.

دی وايي، د مرستو وېش په یوه کوچني ځای کې ترسره کېږي، اکثره وختونه هلته ګڼه-ګوڼه وي، امنیتي کمرې پکې لګېدلې او دا شونې نه ده، چې له کومې ښځې سره یوازې پاتې شوی وي.

د کلونو په تېرېدو، د کاراګوز خیریه بنسټ پراخ شهرت موندلی او په ۲۰۲۰ کال کې یې د یوې سیمه‌ يیزې ورځپاڼې جایزه هم ګټلې ده. د دې بنسټ په هکله پر ملي ټلویزیون هم خپرونه چمتو شوې او وايي، چې د ملي او نړیوالو سازمانونو ملاتړ یې جلب کړی.

خو له دې سره سره د مدینې په ګډون درې ښځو بي بي سي ته ویلي، چې سادتین کاراګوز پرې جنسي تېری کړی یا یې ځورولې دي.

د ده د خیریه بنسټ دوو مخکینیو کارکوونکو په ګډون ۷ نورو کسانو ویلي. دوی یا د جنسي ځورونې پېښې په خپله لیدلې، یا یې له نورو لومړی لاس معلومات ترلاسه کړي، چې د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۴ کلونو تر منځ پېښې شوې دي.

یو پخوانی کارکوونکی وايي: "د هغه مېز شاته یوه کوچنۍ کوټه وه چې هلته به مو د مرستو کڅوړې ځای پر ځای کولې. موږ پوهېدلو چې ده به هلته ښځې ځورولې."

۲۷ کلنه سوریایۍ کډواله ندا وايي، کله چې ښاغلي کاراګوز ورته په لومړي ځل د مرستې وړاندیز وکړ، داسې احساس یې کاوه "لکه فرښته چې له اسمانه راکښته شوی وي."

خو ندا وايي، چې کله د هغه موسسې ته لومړی ځل لاړه، نو ده ورته وویل چې یوازې هغه وخت به مرسته ورکړي که ورسره یو تش اپارتمان ته لاړه شي. ندا وايي، هغه ویل، (زیات وخت نه نیسي، یوازې لس دقیقې به وي... که لاړه نه شې، هیڅ به درنکړم."

هغه وايي، د مېړه خور یې هم ورسره وه او د غوسې په حالت کې له هغه ځایه لاړې.

ندا وايي، له خپل مېړه او ماشومانو سره یې د انقرې په داسې یوه کرايي اپارتمان کې ژوند کاوه چې هېڅ اسانتیاوې یې نه لرلې او ان یخچال هم پکې نه و. دا زیاتوي، د دې لپاره چې له کورنۍ سره مرسته وکړي، بله لار یې نه درلودله، بېرته هټۍ ته لاړه.

ندا وايي، کاراګوز یو ځل ورنه وغوښتل چې د پردې شاته ورسره لاړه شي، چې د ماشوم زوی لپاره ویرڼي ورکړي. دا وايي: ''په یوه لاس کې یې ویرڼي وو، په بل لاس یې زما د سینې لمسولو هڅه وکړه'' او ویل یې: ''هیڅ خبره نه ده، دا عادي ده''

دا وايي، ''یو ځل چې دکان ته ورغلم، له شا راغی، لکه یو بلا داسې حمله یې راباندې وکړه''، ویل یې : ''ارام شه، دا عادي او د یو څو شېبو خبره ده. "

هغه وايي، ''ټول بدن مې رېږد ونیو، وتښتېدم، له هټۍ بهر ووتم او له وتلو سره سم مې نورو ښځو ته خبرداری ورکړ چې هټۍ ته دننه نه شي.''

ندا وايي، دا وروستی ځل و، چې دا د مرستې موندلو لپاره ساداتین کاراګوز ته ورغلې. دا وايي، د بدنامۍ او له دې ډاره چې ښايي تور پرې پورې شي، د مېړه په ګډون یې هېچا ته هم د دې پېښو په هکله څه نه دي ویلي.

درېیمه ښځه چې وايي، کاراګوز ځورولې بتول ده، چې له هغه وروسته جرمني ته کډواله شوې ده.

دا له مېړه بېله شوې، د درې ماشومانو پالنه یې کوله، دې هم بي بي سي ته وویل، کاراګوز ته د مرستې لپاره ورغلې وه: ''کله چې د مرستې توکو پورته کولو لپاره ټیټه شوم، هغه مې پر شا لاس کېښود. نارضایتي مې څرګنده کړه، هغه ته غوسه شوم... دی مې پورې واهه، د مرستې توکي مې پر ځای پرېښوول او له هټۍ بهر ووتم.''

دا وايي، که ټولې ښځې ''د هغه څه په هکله چې ما تجربه کړل، برالا خبرې وکړي، فکر کوم په دې موضوع کې به مرسته وشي.''

دا لومړی ځل نه دی، چې د شاغلي کاراګوز خلاف شاهدي ورکول کېږي، بلکې پولیسو په تېر کې هم دوه ځله له هغه پوښتنې، ګروېږنې کړې دي.

قانوني اسناد ښيي، چې یوې ښځې په ۲۰۱۹ کال کې پر نوموړي د جنسي ځورونې تور لګولی و. خو د ترکیې څارنوالانو ویلي و، چې داسې کافي ثبوتونه نه شته، چې له کبله یې نوموړی محاکمه شي.

په ۲۰۲۲ کال کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو این ایچ سي ار) د سادتین کاراګوز پر ضد د راپور شویو ادعاوو له ترلاسه کولو وروسته، څو محرمې یا پټې مرکې ترسره کړې.

بیا په ۲۰۲۵ کال کې پولیسو د هغه پر هټۍ چاپه ووهله د هغه خیریه فعالیتونه یې وځنډول او د جنسي ځورونې یوې نوې ادعا له مخې یې ترې پلټنه وکړه.

د ښاغلي کاراګوز وکیلانو له موږ سره د څارنوالۍ دفتر یو راپور شریک کړ، چې د روان کال (۲۰۲۵) د جون میاشتې دی. په دې راپور کې ویل شوي چې د شواهدو د نشتوالي له امله پرېکړه شوې چې پر هغه لګېدلي تورونه ثبت نه شي.

ملګري ملتونه او پولیس دواړه وایي چې دغه تورونه جدي بولي، خو وايي چې له قربانیانو یا شاهدانو څخه هېڅوک رسمي شکایت نه کوي، نو له همدې امله نور قانوني ګامونه نه شي اخیستلای.

ځینو ښځو موږ ته وویل چې هغوی دا خوندي نه ګڼي چې شاهدي ورکړي، ځکه وېره لري چې ښایي وځورول شي یا ان له ترکیې وشړل شي.

موږ دغه ادعاوې له ښاغلي کاراګوز سره شریکې کړې، هغه ټول تورونه رد کړل او ویې ویل که دا تورونه ریښتیا وای، نو ډېرې ښځې به را وړاندې شوې وې.

هغه وویل: "درې کسان، پنځه کسان، لس کسان [ښايي شکایت وکړي]، دا ډول خبرې کېږي. که وایې سل، دوه سوه کسانو تور لګولی، بیا سمه ده، بیا باور کېدای شي چې ما دا کارونه کړي دي."

هغه دا هم وویل چې دی د شکرې او لوړ فشار ناروغۍ لري او موږ ته یې یو روغتیايي راپور وښود، چې پکې د ۲۰۱۶ کال د جراحي عملیاتو تفصیل موجود و، په دې کې ویل شوي، چې عملیاتو کې د هغه چپ اړخ تناسلي غړی (testicle) ایستل شوی.

نوموړي ادعا وکړه چې له دې له امله هغه هیڅ ډول جنسي فعالیت نه شي ترسره کولی.

موږ د استانبول پوهنتون یورولوژۍ پروفیسر او د نارینه وو د جنسي روغتیا له متخصص آتس قادیوغلو وپوښت چې آیا هغه جراحي چې ښاغلي کاراګوز ترې تېر شوی، کولای شي داسې اغېز ولري؟

هغه موږ ته وویل چې، ''کله یو تناسلي هګۍ (testicle) وایستل شي، "د ټسټسټیرون کچه ۹۰سلنه پاتې کېږي او له همدې امله دا د چا پر جنسي ژوند اغېز نه کوي.''

موږ دا خبره له ښاغلي کاراګوز سره شریکه کړه، خو هغه ټینګار وکړ چې د هغه لپاره جنسي فعالیت "نا شونی دی."

موږ هغه ته وویل چې جنسي تېری کېدای شي د ځواک او کنټرول د غوښتنې له امله وي، نه یوازې جنسي هوس، هغه په ځواب کې وویل: "زه په شخصي توګه داسې هیڅ غوښتنه نه لرم. موږ یوازې نېکې چارې کولې، او دا زموږ بدل دی، خو موږ به د درې یا پنځه کسانو د خبرو له امله ماتې و نه منو."

ښاغلي کاراګوز وویل هغه ښځې چې په تېر کې یې تور پورې کړی، دا یې ځکه کړي چې ده پولیسو ته د هغوی د مخدره توکو پلورلو یا نورو غیر قانوني فعالیتونو راپور ورکړی و، او ورته ناسم تورونه چې مخکې پرې لګول شوي وو، څارنوالانو رد کړي دي.

ټولو هغو ښځو چې موږ ورسره خبرې کړې، دا رد کړې چې دوی یا د دوی خپلوان له جرم سره تړاو ولري، او بي بي سي هم کوم شواهد نه لري چې دا خبره تائید کړي.

د روان کال په مارچ کې ښاغلي کاراګوز د خپلې موسسې نوم بدل کړ او هغه یې په رسمي توګه "Bir Evim Aşevi Derneği" (زما کور – د خوړو موسسه) نومي خیریه ټولنې په نوم ثبت کړه.

مدینه اوس په نوې کور کې اوسي او د موبایل شمېره یې بدله کړې، خو وايي چې لا یې هم د ښاغلي کاراګوز خوبونه ځوروي.

"زه نور پر هېڅ سړي باور نه لرم… زه ګوښې شوې، خپه شوې وم. ژوند مې نه غوښت." هغه وايي. "زما ماشومان یوازینۍ څه وو چې زه یې ژوند ته هڅولم."

هغه وايي چې ټول تمرکز یې پر خپل زوی و، د هغه د ژوند د ژغورلو لپاره، خو هغه د اوو کلونو په عمر کې مړ شو.

اوس، په ترکیې کې له لسو کلونو اوسېدو وروسته د هغې کورنۍ ته په بل هېواد کې د بیا میشتېدو اجازه ورکړل شوې ده. که څه هم د نوي ژوند پیل کول خوښوي، خو وايي، د نورو ښځو په اړه اندېښمنه ده.

"زه لا هم داسې ملګرې لرم چې د مرستې لپاره ورسره اړیکي نیسي… هغه ډېر نفوذ لري، ان که موږ شکایت وکړو، څوک به زموږ خبرې واوري؟ څوک زموږ حالت ته پاملرنه کوي؟"

*د مدینې او ندا نومونه د هغوی د هویت نه څرګندولو لپاره بدل شوي دي.