"مېرمن لاړه، عزت لاړ": په ۸ ډالرو بډو اخیستو تورن سړی ۳۹ کاله وروسته بې‌ګناه اعلان شو

    • Author, الوک پټول
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز هندي
    • رپوټ له:, Raipur

د هندي رېپور ښار په پېچلو او تنګو کوڅو کې یو زوړ او خراب شوی کور دی. دا د ۸۴ کلن جګیشور پراساد اوادیهیا کور دی، چې په وروستیو کې د رشوت په یوه قضیه کې، چې ۳۹ کاله روانه وه، بې‌ګناه اعلان شو.

ښاغلي اوادیهیا، چې د مادیا پردېش مرکزي ایالت د ایالت د سړکونو ټرانسپورټ شرکت کې کارمن و، په ۱۹۸۶ کال کې د ۱۰۰ روپیو (په هغه وخت کې شاوخوا ۸ ډالر) د رشوت د اخیستلو په تور ونیول شو.

که څه هم دغه اندازه لږه ښکاري، خو ښاغلي اوادیهیا ته یې ډېر زیان رسولی دی. هغه د کلونو په اوږدو کې زندان ته له وېرې ډک ژوند کړی و او په پای کې د سږکال په اکتوبر کې بې‌ګناه اعلان شو، خو لا هم خوښ نه ښکاري.

هغه وویل: "دا پرېکړه اوس هېڅ معنا نه لري. ما خپله دنده له لاسه ورکړه. ټولنې ما ته شا کړه. ما خپل ماشومان لوستي نه کړل. واده مې هم ونه شو کړی. خپلوانو اړیکې پرې کړې. زما مېرمن د درملنې د نشتوالي له امله مړه شوه. ایا څوک دا تېرې شېبې ما ته بېرته راستنولی شي؟"

د هند عدلي سیسټم د پېچلتیاوو او ځنډونو له امله مشهور دی. د عدلیې وزیر مخکې پارلمان ته ویلي چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۵۲ میلیونه قضیې په محکمو کې د پرېکړې انتظار باسي.

د محکمې اسناد ښيي کله چې هغه د ټرانسپورټ شرکت کې د بېلونو د مرستیال په توګه کار کاوه، نو د بډو (رشوت) اخیستلو تور ورباندې ولګول شو او د فساد ضد واحد ونیو.

ښاغلي اوادیهیا وویل: "یوه کارمن ما ته مراجعه وکړه چې د هغه پاتې پیسو لپاره بېل چمتو کړم.

ما ورته وویل چې فایل به یوازې د لوړپوړي افسر له لیکلو لارښوونو وروسته ما ته ورسېږي او یوازې هغه وخت به بېل چمتو کړای شم. له دې وروسته، کارکوونکي هڅه وکړه چې ما ته ۲۰ روپۍ رشوت راکړي. ما خپل نارضایت څرګند کړ او له هغه مې وغوښتل چې بیا دفتر ته رانشي."

هغه وايي، کارکوونکی د هغه د رد په خاطر خپه شو او له پېښې څو ورځې وروسته "کله چې زه له دفتره روان وم، یاد کارمن له شا راپسې او یوڅه یې زما په جیب کې کېښودل".

له دې مخکې چې هغه پوه شي څه پېښ شول، په عادي جامو کې پولیسو هغه ونیو او ورته یې وویل چې د رشوت د اخیستلو په تور نیول شوی دی.

د عدالت اوږده لار

ښاغلي اوادیهیا وايي هغه ورځ د عدالت لپاره د یوې اوږدې مبارزې پیل و او دا سزا یوازې د هغه لپاره نه، بلکې د ټولې کورنۍ لپاره وه.

هغه تر ۱۹۸۸ کال پورې تورن نه و ګڼل شوی او له ۱۹۸۸ تر ۱۹۹۴ پورې یې دنده وځنډول شوه.

وروسته هغه له رېپور څخه ریوا ته ولېږدول شو، چې شاوخوا ۴۶۰ کیلومتره شمال کې موقعیت لري، له خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو نه لرې او تنخا یې هم نیمایي شوه.

په دې موده کې، هغه وايي چې هېڅ ترفیع یا معاش زیاتوالی یې نه و ترلاسه کړی. د هغه ټول ماشومان یو په بل پسې له ښوونځي ووتل.

د هغه کشر زوی نیرج، چې په هغه وخت کې یوازې ۱۳ کلن و او اوس ۵۲ کلن دی، وايي خپل ماشومتوب یې لوټل شوی دی.

هغه بي‌بي‌سي ته وویل: "زه هغه وخت د رشوت په معنا هم نه پوهېدم، خو خلکو ویل: 'هغه د رشوتخور زوی دی.'"

هغه خپلې اوښکې پاکې کړې او وویل: "ماشومانو به زه ځورولم. ما په ښوونځي کې ملګري نه شوای پیدا کولی، ګاونډیانو او خپلوانو اړیکې پرې کړې. څو ځله له ښوونځي وشړل شوم ځکه فیس مې نه شو ورکولی."

په هند کې د حکومتي خدماتو د ترلاسه کولو لپاره فساد پراخ دی: خلک مجبوره دي چې د برېښنا نښلونې، د زوکړې سندونه یا حکومتي دندې ترلاسه کولو لپاره رشوت ورکړي. خو ډېر لږ چارواکي او سیاستوال په دې ډول تورونو محکومېږي.

د ښاغلي اوادیهیا مېرمن اندو هم د ټولنیز شرم یوه برخه وزغمله او په ۱۹۹۷ کال کې د زړه د حملې له امله مړه شوه.

هغه وايي: "زما مېرمن یوازې د اندېښنې له امله مړه شوه. د رشوت تورونو او زما د دندې د معطلۍ له امله هغه اوږده موده خپه وه او غم راڅملوله. ما یې د سمې درملنې لپاره پیسې هم نه لرلې. د هغې د مړینې ورځ مې یاد ده، د جنازې لپاره مې یې هم پیسې نه لرلې. یو ملګري راته ۳۰۰۰ روپۍ راکړې، او بیا مو یوازې د هغې جنازه پرې وکړای شوه".

د خپلې بدنامۍ پاکولو مبارزه

په ۲۰۰۴ کال کې، یوې محکمې ښاغلی اوادیهیا مجرم وباله او هغه ته یې د یو کال بند او ۱۰۰۰ روپیو جریمې سزا ورکړه (که څه هم ټولو ګواهانو خپلې شاهدۍ بېرته اخیستې وې).

هغه د چتیسګړ هغې ایالتي عالي محکمې ته لاړ او بریالی شو چې تور یې معطل شي چې زندان ته لاړ نه شي، خو قضیه اوږده شوه.

د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره، هغه ډول ډول کارونه کول، کله د سفر اجنټ په توګه، کله د بس چلوونکي په توګه. ان په خپله زړبوډۍ کې ورځ کې اتو تر لسو ساعتونو کار کولو ته اړ و.

د ۱۰۰ روپیو د قضیې له امله هغه نژدې ۱۴۰۰۰ ورځې په یوه نالیدوړ زندان کې تېرې کړې.

عالي محکمه له ۲۰۰۴ تر ۲۰۲۵ کال پورې قضیه وکتله او په دې موده کې یې شواهد، د شاهدانو خبرې اورېدلې او د دواړو خواوو قانوني دلایل یې په غور وڅېړل.

په ۲۰۲۵ کال کې، محکمې ښاغلی اوادیهیا له تورونو بې‌ګناه وباله، ویل یې چې د مدعي غوښتنه ثابته شوې نه ده.

ښاغلي اوادیهیا وايي: "عدالت ترسره شو، خو وخت نه شي بېرته راګرځولی. زما مېرمن به نه راستنېږي، د ماشومانو ماشومتوب به راونه ګرځي".

وکیلان اوس ګوري چې ایا د تاوان غوښتنه کولای شي که نه.

ښاغلي اوادیهیا غواړي چې حکومت یې د تقاعدي پیسې او هغه تاوان ورکړي چې د کار له لاسه یې ورکړی، خو وايي چې نور د بلې مبارزې لپاره سېک نه لري.

هغه په غم او درد سره وايي: "عالي محکمه زه بې‌ګناه اعلان کړم، خو د محکمې دا سند د هغه دروند بار پرتله چې ما او زما ټولې کورنۍ د ۳۹ کلونو لپاره پورته کړی، ډېر لږ وزن لري."