تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امیر خان متقي: هېڅوک د افغانستان او تاجکستان "دوستانه اړیکې نه شي زیانمنولی"
د طالبانو حکومت وايي چې افغانستان او تاجکستان دوه "وروڼه هېوادونه" دي چې ګډ کلتوري او ژبني مشترکات سره لري او هېڅوک یې ترمنځ "دوستانه اړیکې نه شي زیانمنولی."
دا څرګندونې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د تاجکستان سفیر سعدي شریفي سره په کابل کې نن پنجشنبه (سلواغه ۲۳/فبروري ۱۲) د یوې ناستې پرمهال کړې دي.
دغه وزارت د دې کتنې په اړه په خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو چارواکو د دوه اړخیزو اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې سره کړې دي.
په اعلامیه کې د ښاغلي متقي له خولې ویل شوي چې، "افغانستان او تاجکستان د دوو ګاونډیو او مسلمانو وروڼو هېوادونو په توګه چې ګډ کلتوري او ژبني مشترکات سره لري، له شته فرصتونو پوره ګټه پورته کولی شي چې ټولو، په ځانګړي ډول سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکو ته پراختیا ورکړي."
د همدې په دوام امیر خان متقي ویلي، "هېڅوک د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکو او باور ته زیان نه شي رسولی" او حکومت یې "له تاجکستان سره د اړیکو لا پراختیا ته ژمن دی."
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز د تاجکستان سفیر سعدي شریفي له قوله ویل شوي چې "تاجکستان د دواړو هېوادونو پولې ته څېرمه مهمې اقتصادي پروژې او پلانونه لري چې موخه یې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او د ښه نیت او د اوسنیو واقعیتونو پر بنسټ له کابل سره د اړیکو پراختیا ده."
امنیتي همکاري
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې په دې ناسته کې دواړو لورو د ګډې اقتصادي کمېټې جوړولو، د سرحدي او امنیتي همکاریو د پیاوړتیا او د راتلونکي کال لپاره د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د پلانونو په اړه نظرونه سره تبادله کړل.
که څه هم په خبرپاڼه کې د سرحدي او امنیتي همکاریو مسئلې ته څنګزنه اشاره شوې خو دا داسې یوه موضوع ده چې په دې وروستیو کې یې دواړو لورو ته "سرخوږی" جوړ کړی دی.
همدا شاوخوا درې میاشتې مخکې (د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر ۲۶-۳۰) د تاجکستان او افغانستان پر پوله د نامعلومو کسانو له لوري په دوو جلا بریدونو کې د پنځو چینايانو د وژل کېدو او پنځو نورو د ژوبلېدو خبر ورکړل شو.
وروسته ښاغلي متقي له خپل تاجکستاني سیال سراج الدین مهرالدین سره په ټلیفوني اړیکه کې دغه برید وغانده او د کوم ځانګړي هېواد یا ډلې د نوم له یادولو پرته یې وویل چې "ځینۍ کړۍ" هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ مثبتې اړیکې زیانمنې کړي.
هغه همدراز ویلي وو چې حکومت یې، "په بشپړ ډول د پولو د امنيت پياوړتيا، ګډو څېړنو او هر راز همغږۍ ته چمتو دی او د شرخوښو عناصرو پر ضد ګډې کړنې يوه بېړنۍ اړتيا بولي."
تر دې وړاندې هم د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمه د بریدونو او وسلهوالو نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.
د یادولو ده چې وړمه ورځ (سلواغه ۲۱/فبروري ۱۰) د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهر الدین هم وویل چې هېواد یې د خپلو ملي ګټو د ساتنې پر بنسټ له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخوي.
هغه په پلازمېنه دوشنبه کې په یوه خبري ناسته کې د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمه بریدونو ته په اشاره وویل چې د دواړو هېوادونو د قانون پلي کوونکي بنسټونه په ګډه کار کوي چې د وسلهوالو ډلو او د نشهيي توکو د قاچاقچيانو له لوري د دغو بريدونو مخه ونيسي.
ښاغلي مهرالدین همداراز ویلي چې "د تاجکستان او افغانستان پر پوله د امنيت ټينګښت لا هم حياتي ارزښت لري او په دې لړ کې د تاجکستان او افغانستان د اړوندو بنسټونو تر منځ لازمې کاري اړيکې ټينګې شوې دي."