هغه اسټرالیایی ومړ چې وینې یې ۲،۴ میلیون ماشومان وژغورل

د عکس سرچینه، Australian Red Cross Lifeblood
- Author, کیلي نګ
- دنده, بيبيسي نيوز
د نړۍ یو له ډېرو زیاتو وینې ورکوونکو څخه - چې پلازما یې له دوو میلیونو د ډېرو ماشومانو ژوند وژغوره - مړ شو.
د هغه کورنۍ د دوشنبې پر ورځ وویل، جیمز هرېسن د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ پر ۱۷مه د اسټرالیا نیو سوت وېلز کې خپل پلرني کور کې د خوب پرمهال مړ شوی. هغه ۸۸ کلن و.
هرېسن چې په استرالیا کې د "طلایي مټ لرونکي" په نوم پېژندل شوی، وینې یې یوه نایابه انټي باډي، Anti-D، لرله، چې د میندوارو مېرمنو لپاره د هغو درملو جوړولو لپاره کارول کېږي، چې د دوی پر نازیږېدلو ماشومانو د برید کولو له خطر سره مخ وي.
د استرالیا د سره صلیب وینې خدماتو چې هرېسن ته یې درناوی وړاندې کړی، وویل هغه په ۱۴ کلنۍ کې هغه مهال د وینې ورکولو ژمنه کړې وه کله چې هغه ته د سینې د یوې لویې جراحۍ پر مهال وینه تزریق شوه.
هغه په ۱۸ کلنۍ کې د خپلې وینې پلازما ورکول پیل کړل او تر ۸۱ کلنۍ پورې یې هرې دوې اونۍ وروسته دې کار ته دوام ورکړ.
په ۲۰۰۵ کال کې، هغه د وینې د پلازما ورکولو له کبله نړیوال ریکارډ مات کړ – دا لقب یې د ۲۰۲۲ کال تر هغه وخته درلود، کله چې د امریکا یوه سړي دغه ریکارډ مات کړ.
د هرېسن لور ټرېسي میلوشپ وویل، د هغې پلار "ډېر ویاړلی و چې بې شمېره انسانان یې بېله کوم لګښت او درده وژغورل".
هغهې وویل: "هغه تل ویل چې دا زیان نه رسوي او هغه ژوند چې تاسو یې ژغورئ، ښايي ستاسو خپل ژوند وي".
میلوشپ او د هرېسن دوو لمسیانو هم د Anti-D واکسین ترلاسه کړي دي.
هغې زیاته کړه: "دې کار [جیمز] خوشاله کړ چې زموږ په شان د بېشمېره کورنیو په اړه واورم د هغه د مهربانۍ له امله موجودې دي".
Anti-D واکسینونه له یوې خونړۍ ناروغۍ نازیږېدلي ماشومان ژغوري چې د هیمولیتیک ناروغۍ د جنین او نوزیږدي (HDFN) په نوم یادېږي.
دا حالت په میندوارۍ کې هغه وخت رامنځته کېږي کله چې له مور سره د ودې کوونکي ماشوم د وینې حجرې مطابقت ونه لري.
د مور معافیتي سیستم بیا د ماشوم د وینې حجرو ته د ګواښ په توګه ګوري او پر هغوی د برید لپاره انټيباډي تولیدوي. دا ماشوم ته جدي زیان رسولی شي، چې د شدیدې وینې کمښت، د زړه د فعالیت درېدو یا ان د مرګ سبب کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۱۹۶۰مې لسیزې نیمايي کې د انټي-D مداخلو یا درملنې له پرمختګ وړاندې، له هرو دووو ماشومانو یو یې چېHDFN (د ماشوم د وینې ناروغي) تشخیص شوې وه، مړ کېده.
دا نه ده روښانه چې د هرېسن وینه څنګه دې اندازې ته د انټي-D سره بډایه شوه، خو ځینې راپورونه وایي چې دا د هغه له هغې ډېرې تزریق کېدو له امله وه چې هغه په ۱۴ کلنۍ کې ترلاسه کړې وه.
د اسټرالیا د سرې میاشتې د وینې خدماتو، چې د 'لایفبلډ' په نوم هم پېژندل کېږي وايي په اسټرالیا کې د انټي-D بسپنهورکوونکو شمېر له ۲۰۰ کم دی، خو اټکل کېږي چې هغوی هر کال له ۴۵،۰۰۰ میندو او ماشومانو سره مرسته کوي.
'لایفبلډ' د اسټرالیا د والټر او ایلیزا هال له طبي څېړنیز انسټېټیوټ سره کار کوي چې په لابراتوار کې د هرېسن او نورو بسپنهورکوونکو د وینې او معافیت حجرو په لېږدولو سره د انټيD انټي باډي ته وده ورکړي.
څېړونکي هیلهمن وو چې په لابراتوار جوړ شوي انټيD به یو ورځ په نړۍ کې له میندوارو مېرمنو سره د مرستې لپاره وکارول شي.
د "لایفبلډ" د څېړنې مشر ډېوېد ایروینګ وویل، "د نوې درملنې رامنځ ته کول له اوږدې مودې راهیسې یو 'مقدس جام' دی."
هغه د هغو بسپنهورکوونکو د کمښت یادونه وکړه چې منظمې بسپنه ورکولو ته ژمن دي او هغه کسان په کافي کیفیت او اندازه کې انټيباډي تولیدوي.











