تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټرمپ د تعرفو احتمالي پايلې کومې دي؟
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د کاناډا، مکسیکو او چین پر وارداتو د تعرفو اعلان د نړیوالو بازارونو لپاره لویه ضربه وه، چې د نړیوالې سوداګريزې جګړې اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
د مکسیکو او کاناډا پر توکيو تعرفې د لنډ مهال لپاره ځنډول شوې دي، خو د چین پر وارداتو تعرفې لا هم پر ځای پاتې دي. بیجینګ هم د متقابلو ګامونو پورته کولو اعلان کړی دی.
همدا ډونلډ ټرمپ د اوسپنې او المونيمو پر ټولو وارداتو ۲۵ سلنه مالیه اعلان کړې ده. هغه همداراز غواړي د هغو هېوادونو پر وارداتو متقابلې تعرفې ولګوي چې د امریکا پر صادراتو تعرفې لګوي، خو لا یې د هېوادونو نومونه نه دي په ډاګه کړي.
نور څه پېښېدی شي؟
د تعرفو نړیواله جګړه
کارپوهان وړاندوینه کوي چې یوه له بدو پایلو د تعرفو نړيوالې جګړې شونتيا ده.
د بریتانیا د اقتصادي مشورتي شرکت اکسفورډ ایکانومکس، د امریکا د تعرفو په اړه په خپل تازه راپور کې لیکلي، "د تيورۍ له مخې، پر وارداتي توکيو تعرفې د کورنیو محصولاتو لپاره د سبسایډۍ په څېر عمل کوي، واردات کموي او خالص صادرات زیاتوي."
خو راپور زیاتوي چې دا کار ښايي د دې سبب شي چې نور هېوادونه هم پر خپل وار تعرفې ولګوي، "چې پايله به یې د ټولو لپاره غیرمطلوب حالت وي." دا سناریو د "بندیانو د غوراوي معما" ته ورته ده.
په دې حالت کې، یو لوری یوازې د خپلو ګټو په نظر کې نیولو سره پرېکړه کوي، پرته له دې چې د نورو سره همغږي وکړي، نو پایله یې د ټولو لپاره تاواني وي.
د بېلګې په توګه تاسو تصور وکړئ چې دوه بندیان له یوې پرېکړې سره مخ دي چې اعتراف وکړي او یا چوپ پاتې شي. که دواړه چوپ پاتې شي، هر یو به یوازې یو یو کال بند تېروي وي. که یو اعتراف وکړي او بل چوپ پاتې شي، اعتراف کوونکی ازادېږي، خو بل ته ۲۰ کاله سزا ورکول کېږي. که دواړه اعتراف وکړي، هر یوه ته به د ۵ کالو بند سزا ورکړل شي.
لکه څنګه چې دوی نشي کولای یو له بل سره اړیکه ونیسي، نو د دواړو لپاره منطقي پرېکړه دا ده چې اعتراف وکړي، ځکه نه پوهېږي چې بل به څه کوي.
اکسفورډ ایکانومېکس دا هم وايي چې د تعرفو په اړه د ټرمپ سیاست کې د زياتوالي شرط هم موجود دی، یعنې که کوم هېواد متقابلې تعرفې وضع کړي، امریکا به خپلې تعرفې لا پسې لوړوي.
راپور زیاتوي "دا یو داسې حالت رامنځته کوي چې د لا ناوړه پایلو زړي يا تخمونه کري."
د برازیل د اقتصاد انسټیټیوټ څېړونکی، لیویو رایبیرو، هم ورته اندېښنه لري. دی وايي چې د تعرفو نړیواله جګړه ښايي یوه ویجاړوونکې سوداګریزه شخړه رامنځته کړي.
نوموړی زياتوي، "که امریکا د چین پر محصولاتو تعرفې لوړې کړي، نو چینایي توکي به په ټيټه بيه په نړیوال بازار کې زیات شي، چې دا به نور هېوادونه اړ کړي چې د خپل صنعت د ساتنې لپاره پر چین تعرفې ولګوي. دا یو زنځیري غبرګون رامنځته کولی شي، چې پایله کې به ټول زیانمن شي."
قوي ډالر او سره زر
کارپوهان وايي چې د تعرفو په اړه د ټرمپ نوی سیاست به پر امریکايي مصرف کوونکو منفي اغېز وکړي، ځکه چې پر وارداتو تعرفې لوړېږي، نو بیې به هم ورسره پورته ځي.
د بېلګې په توګه، د ۲۰۱۸ کال هغه تعرفې چې ټرمپ د کاليو مينځلو ماشینونو پر وارداتو ولګولې، د امریکا تولیدونکي یې خوندي کړل، خو د وسایلو قیمتونه یې په اوسط ډول ۱۲ سلنه لوړ کړل.
د جرمني ای اېن جي بانک کې يوه مشره اقتصاد پوه اېنګا فېچنر وايي، "په پای کې، د سوداګریزې شخړې لګښت مصرفوونکي پرې کوي."
اقتصاد پوهان وايي د تعرفو لوړېدل ښايي له انفلاسيون سره مرسته وکړي چې ورسره به د سود کچه لوړه شي.
دا کار به د امریکا ډالر لا پسې قوي کړي، ځکه بهرني پانګوال به د لوړ عاید لرونکو امریکایي بانډنو او د سود کچې محصولاتو ته مخه کړي.
د کليفورنيا پوهنتون د مالياتي قوانينو استاده کېمبرلي کلاسېنګ وايي، دا به له مصرف کوونکو سره مرسته ونکړي. د ډالرو لوړه بيه به د صادراتو پر سکټور هم اغېز وکړي.
نوموړې زیاتوي، "د بیو لوړېدل او د اقتصادي رکود ګواښ به د فدرالي زیرمې بانک لپاره د اقتصاد ثبات ساتل نور هم ستونزمن کړي."
د سېنګاپور په سکسو مارکېټ کې د پانګونې کاربوه چارو چنانا وايي، د سرو زرو د بيو زياتوالي تمه هم شته. "سره زر ښايي د جيوپوليټیکي او سداګريزو حالاتو له کبله همداسې وځلېږي"
په بېلابېلو سکټورونو کې د لګښتونو لوړوالی
کارپوهان وړاندوینه کوي چې د ټرمپ وړاندیز شوې تعرفې، او د سوداګریزو شریکانو شوني متقابل ګامونه، کولی شي د نړۍ په کچه د مهمو توکيو او محصولاتو بیې لوړې کړي.
د چنانا په وینا، دا لوړوالی ښايي د تیلو او ګاز، کمپیوټر چېونو، ځيرکو موبايلونو، لپټاپونو، غلو دانو، درملو او نورو په بیو کې ښکاره شي.
نوموړې وايي، "دا زیاتوالی به د عرضې د زنځیر د ګډوډۍ او د وارداتو د لوړو لګښتونو له امله وي."
هغه زیاتوي که چېرې تعرفې پوره پلې هم نشي پر بيو به اغېز ولري.
د اقتصاد پوهانو په وينا، تعرفې به د چېپونو جوړونکي شرکتونه هم اغېزمن کړي.
د نړۍ د چېپونو لوی شرکت ټي اېس اېم سي د امریکايي کمپنيو لکه اپل، نويډيا، اې اېم ډي، اېنټل او نورو لپاره چېپونه جوړوي. بل شرکت اې اېس اېم اېل بيا د برېښنايي وسايلو لپاره پرزې جوړوي. لکه څنګه چې د دې عرضه د نړۍ په کچه پراخه ده، او مهمې فابریکې یې په مکسیکو او چین کې دي، نو تعرفې د تولیدي لګښتونو د لوړوالي او د عرضې د کمښت لامل کېدای شي.
همداراز، که تقاضا کمه شي، دا سکتور به لا زیاته ضربه وویني.
خو د کپيټل اېکنامېکس د مشورتي شرکت مشر اقتصاد پوه نیل شیېرینګ، وايي، "د تعرفو اغېز تر ډېره پورې له دې سره تړاو لري چې امریکا پر کومو محصولاتو تعرفې لګوي، او کوم هېوادونه متقابل اقدام کوي."
"د اسعارو د بيو بدلون هم کولای شي د تعرفو اغېزې او د بیو لوړوالی یو څه نرم کړي."
په نټېکېس بانک کې د اسيا پسېفېک سيمې اقتصاد پوهه اليشا ګارسيا هريرو هم ورته نظر لري او وايي"لا وختی ده چې معلومه کړو کومو محصولاتو ته به د بیو د لوړوالي ګواښه متوجه وي، ځکه موږ لا نه پوهېږو چې کومې تعرفې به پلې شي. حتی که تعرفې تائید هم شي، امکان لري چې محصولات د نورو هېوادونو له لارې امریکا ته صادر شي، چې دا به د بیو د زیاتوالي اغېز کمزوری کړي."
د نړیوال اقتصاد کمزوري کېدل
اقتصادپوهان خبرداری ورکوي چې د امریکا تعرفې که پر لویو اقتصادونو ولګول شي، نو دا کولی شي د نړۍ د اقتصادي ودې سرعت ورو کړي.
د پانګونې نړیوال بانک جې پي مورګن وايي که ټرمپ بالاخره پر مکسیکو او کاناډا تعرفې ولګوي، دا به "د پام وړ اقتصادي ناڅرګندتيا" رامنځته کړي.
"موږ به د ونډو بازار د زیاتې بېثباتۍ شاهدان وو، ځکه پانګوال به د دې کار د پایلو په اړه اندېښمن وي."
خو اندري پیرفېټو، چې د برازیل یو اقتصادپوه او د مالي بازارونو کارپوه دی، وايي چې د تعرفو بشپړ اغېز لا هم نه دی معلوم.
هغه زیاتوي چې د تعرفو سیاست "د ټرمپ لپاره د ناکامۍ لوړ خطر لري،" خو دا چې پایله به یې څه وي، څوک یې نه شي ویلای.
نوموړی زياتوي، له هغه راهيسې چې دا ډول ګام تر اوسه پورې هېڅکله په دې کچه نه دی اخيستل شوی، نو څوک هم په یقین سره نه شي ویلای چې دا به حتمي ناکام شي."