نوې څېړنه؛ د میندوارۍ پر مهال د ښځو مغز کې بدلونونه راځي

په یوه تازه او تفصیلي څېړنه کې دا موندل شوې چې د ښځو مغز د میندوارۍ پر مهال او له زېږون وروسته څومره او څنګه بدلون کوي.

په دې څېړنه کې د یوې روغې ۳۸ کلنې مېرمنې د مغزو ۲۶ سکنونه اخیستل شوي چې څېړونکو په کې د "بدلونونه" په ګډون ګڼ څیزونه موندلي دي.

دغه بدلونونه د مغزو په هغو برخو کې راغلي، چې په ټولنیزو اړیکو (خوي، چلن) او عاطفې پورې اړوند دي او ځینې بدلونونه ان له زېږون دوه کال وروسته پورې هم ښکاري.

دوی وايي، د لا زیاتو څېړنو لپاره پر ډېرو ښځو کې د مغزو د دغو بدلونونو مطالعه اړینه ده، چې احتمالي اغېزې یې معلومې شي.

دا موندنې په میندو کې د ډېپرېشن یا خپګان (چې عمومآ له زېږون وروسته پیدا کېږي) او لوړ فشار ( چې د میندوارۍ پر مهال یا هم له زېږون وروسته پیدا کېږي) پر لومړنیو نښو پوهېدو کې مرسته کولی شي.

د کلیفورنیا پوهنتون عصبي څېړونکې ایملي جېکوبس وايي: "دا د میندوارۍ پرمهال د انسان د دماغو لومړۍ مفصله نقشه اخیستنه [سکن] دی."

هغه زیاتوي: " د بدلون دا ډول بهیر مو هېڅکله نه و لیدلی، خو بلاخره په دې وتوانېدو چې د دماغو بدلون د رامنځته کېدو په وخت کې ووینو."

د میندوارۍ بهیر کې د مېرمنو په بدن کې لوی فزیکي بدلونونه راځي چې ټول پرې پوهېږي، خو لږ خلک پر دې پوهېږي چې په دماغو یا مغزو کې دا بدلون څنګه او ولې راځي.

ډېری مېرمنې د "مېندوارۍ مغز" یا د "ماشوم مغز" حالاتو په اړه خبرې کوي، دوی پر دې غږیږي چې څنګه یې کارونه او څېزونه هېریږي، یا هېرجنتیا ورته پیدا کېږي.

پخوانیو څېړنو کې د میندوارۍ دمخه او سملاسي وروسته د مغزو پر سکن باندې تمرکز شوی و، خو د میندوارۍ ټوله موده یې نه وه پوښلې.

په دې تازه څېړنه کې چې د چا مغز مطالعه شوي، هغه د کلیفورنیا پوهنتون ساینسپوهه الیزابیت کرسټیل وه.

نوموړي هغه مهال د ای‌وي‌اېف (IVF) یا تخمې د القاع له لارې د میندوارۍ پلان درلود چې پر دې څېړنې خبرې روانې وې، او هغه اوس څلور کلن زوی لري.

ډاکټره کرسټیل وايي: "دا واقعا په زړه پورې وه، چې خپل ماغزه مې دا ډول په تفصیل سره مطالعه او د هغو مېرمنو له مغزو سره پرتله کول چې میندوارې نه وې."

نوموړې زیاتوي: "دا یقینا یو څه عجیبه خبره ده چې ګورې ماغزه دې دا ډول بدلېږي، خو زه په دې هم پوهېږم چې د څېړنې دې لړۍ پیلولو لپاره عصبي ساینسپوه ته اړتیا ده."

څېړنې ښیې، چې د ډاکټرې کریسټیل په شاوخوا ۸۰ سلنه مغز کې چې خاورین رنګه جوړښت لري، ۴ سلنه کمښت راغلی او له زېږون وروسته یې هم ډېره کمه برخه بېرته خپل لومړي حالت ته ګرځېدلې ده.

د مغزو دا خاورین رنګه برخه تر ډېره عاطفه - احساسات او حاف‍ظه کنټرولوي.

خو د مغز سپینه برخه چې د بېلابېلو برخو ترمنځ د اړیکو سلامتیا او کیفیت همغږی کوي، په لومړۍ او دویمه میاشت کې زیاتېږي او د ماشوم له زیږون سملاسي وروسته عادي کچې ته ستنېږي. د څېړونکو په وینا دا بدلونونه د بلوغت له دورې سره ورته والی لري.

څېړنې ښیي، چې دا بدلونونه کولی شي میندوارې ښځې د بوی پر وړاندې ډېرې حساسې او همدا راز پالنې او څارنې ته چمتو کړي. په دې مانا چې د ماشوم راتګ لپاره چمتوالی‌ کوي.

ډاکټره کرسټیل وايي: "انسانان ډېر پېچلي دي." هغه زیاتوي، چې شخصآ پخپله یې د میندوارۍ پر مهال "د میندو مغز" حالت نه درلود یا یې نه دي احساس کړی، خو په درېیمه میاشت یې ډېره ستړیا او پارېدلی احساس درلود.

د څېړنې بل ګام دا دی، چې د ۱۰ او یا ۲۰ ښځو د مغزو تفصیل راټول کړي او وکولی شي په ځانګړي وخت کې په لویه کچه او بېلابېلو تجربو کې ډېرې بېلګې را ټولې کړي.

ډاکټره کرسټیل وايي: "موږ په دې توګه کولی شو دا مالومه کړو چې آیا د دغو بدلونونو څخه کوم یو کولی شي د ژورخپګان وړاندوینه کې مرسته وکړي او دا هم چې څنګه د لوړ فشار حالت په مغزو اغېز کوي."