تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له کترینا تر ایرین: د تاریخ تر ټولو سخت توپانونه
- Author, سټیفن ډاولینګ، ایزابیل ګیریټسن، ریچارډ ګرې، کاترین لاتم او جوسلین ټیمپرلي
- دنده, بيبيسي فیوچر
د امریکا په جنوب لوېدیځه لوزیانا سیمه کې شاوخوا شل کاله مخکې د کترینا په نوم یو توپان راغلی و چې ۱۸۳۳ تنه یې ووژل او داسې یو ناورین یې رامنځته کړ چې د چا په خوا او خاطر کې هم نه و. دا توپان د ۲۰۰۵ کال د اګست پر ۲۹ نېټه راغی چې د دغه ښار ډېره برخه یې تر اوبو لاندې کړه او خلک یې له برېښنا، خوړو او سرپناه بې برخې کړل.
هغه مهال د وېنډي سیبرین په نوم یوې ښځې بيبيسي ته ویلي وو، "زما ښار نیو اورلینز په بشپړ ډول له منځه لاړ. په نیو اورلینز کې زما ژوند اوس پای ته رسېدلی او زه باید هر څه له سره پیل کړم."
په دې کې هېڅ شک نه شته چې کترینا توپان د امریکا په تاریخ کې له تر ټولو بدو افتونو و چې دغه هېواد یې وځاپه. دلته موږ د عکسونو پر مټ 'کترینا' توپان او په تاریخ کې ځينو نورو زورورو او ویجاړوونکو توپانونو ته بیاکتنه کوو.
ډېر خلک ووژل شول: د ۱۷۸۰ سخت توپان
د ۱۹۸۰ کال د اکتوبر پر نهمه نېټه د شپې مهال د کارابین ټاپو په بارباډوس سیمه کې تر یوې ارامې ورځې وروسته باران پيل شو. په ورپسې سهار باد شو او د ماښام تر شپږو بجو دغه ټاپو له یوه ځواکمن توپان سره مخ شو. د ګرېټ هریکېن په نوم دا سخت توپان د اقیانوس یا اتلانتیک تر ټولو وژونکی توپانونو یو شو. د اټکل له مخې، په دغه توپان کې له ۲۰ زرو تر ۲۷ زره ۵۰۰ پورې خلک ووژل شول.
دا توپان پر ټول ټاپو تېر شو چې د باد چټکتیا یې په ساعت کې له ۳۲۲ کیلومتره اوښتې وه او غږ یې دومره لوړ و چې خلکو د یوه بل غږ نه شوای اورېدلی. څه یې چې تر شا پرېښودل هغه بس "خاورې خځلې وې، مړه څاروي او وراسته فصلونه وو."
تر بارباډوس وروسته دغه ستر توپان پر مارټینیک، سېنټ لوشیا او سېنټ یوسټاشیس ټاپوګانو هم تېر شو. د سمندر څپې یې اووه متره لوړې کړې وې چې ټول کلي یې پر اوبو لاهو کړل او بریتانوۍ او فرانسوۍ سمندري بېړۍ یې له زرګونو خلکو سره یو ځای د سمندر په ژورو کې ورکې کړې.
د امریکا په تاریخ کې یو بل تر ټولو وژونکی توپان د ۱۹۰۰ کال ګالوېسټن هغه و. دا د دغه کال د سپتمبر میاشتې په لومړیو کې د مکسیکو پر خلیج تېر شو او د سپتمبر پر شپږمه چالوېسټن او ټېکساس ته تر داخلېدو وړاندې یې د څلورمې درجې ستر توپان بڼه غوره کړه.
له توپانه د یوه ژوندي پاتې کب نیوونکي خبرې دي چې ویلي یې دي، "موږ پر دومره ډېرو مړو باندې د پاسه راتېرېدو چې مجبور وم د مخکې قدم اېښودو لپاره په بېلچه جسدونه څنډې ته ټېله کړم. په ټول ژوند کې مې تر دې بده صحنه کله نه ده لیدلې."
د اټکل له مخې، هغه توپان له ۶۰۰۰ تر ۸۰۰۰ کسان ووژل.
ځينې نور مرګوني توپانونه هم تر اقیانوس حوزې په وتلې سیمه کې راغلي دي چې هلته د هریکېن توپان نه بلکې د سایکلون یا ټایفون توپان په نوم پېژندل کېږي. د ۱۹۷۰ کال 'بهولا' توپان شمال ختیځ هند او د هغه مهال ختیځ پاکستان چې اوس بنګله دېش دی، وځپل. دې توپان له ځانه سره لسنیم متره زوروره او ویجاړوونکې څپه لېږدوله. داسې اټکل کېږي چې دغه توپان د ۵۰۰ زرو په شاوخوا کې خلک ووژل.
تر ټولو ویجاړوونکي توپانونه: کترینا او مېچ
د توپانونو له امله د رامنځته شوي زیان ناپول یا اندازه کول د هر چا په لیدلوري پورې تړلې خبره ده. د هغو خلکو لپاره توپان ویجاړوونکی و چې د دوی پر ژوند یې جارو ګډه کړه او شتمنۍ، کورونه او خپلوان یې پکې له لاسه ورکړل. خو که د ویجاړي او یا ودانیو ته د اوښتي زیان په تول یې تلئ نو بیا کترینا او مېچ توپانونه پکې مخکښ دي.
کترینا توپان په تاریخ کې تر ټولو ډېر مالي زیان رسوونکی توپان ځکه ګڼل کېږي چې په سویل ختيځه امریکا کې یې سخت ویجاړی وکړ. د اټکل له مخې، دې توپان له ۲۱۷ زرو تر ۳۰۰ زرو کورونه یا په بشپړ دول له منځه یووړل او یا یې له اوسېدو وایستل.
د باد چټکیا یې د امریکا جنوب ختیځې لوزیانا سیمې ته د رسېدو پر مهال په ساعت کې ۲۲۵ کیلومتره وه.
لنډه دا چې نږدې ۸۰ سلنه ښار د سېلاب اوبو کې ډوب شو چې د اوبو کچه پکې شپږو مترو ته رسېده او تر څنګ یې له توپانه ۵۹ بړبوکۍ والوتې چې په څېرمه اتو ایالتونو کې یې هم لا نور ویجاړی وکړ.
کترینا د امریکا لپاره تر ټولو لګښتي توپان تمام شو ځکه چې په پایله کې یې د ۲۰۱ اعشاریه ۳ میلیارد ډالره زیان واوښت. له کترینا وروسته دویم تر ټولو لګښتي توپان هاروي و چې په ټېکساس او لوزیانا کې یې ځمکښویېدنې رامنځته کړې او د زیان کچه یې ۱۶۰ میلیارد ډالرو ته ورسېده.
خو نږدې اووه کاله وړاندې یوه بل توپان هم تقریباً د کترینا توپان هومره ویجاړی وکړ.
په امریکا کې مېچ توپان په نسبي ډول لږ زیان واړاوه چې په فلوریډا کې یې ۶۴۵ کورونه ویجاړ کړل. دا توپان د ۱۹۹۸ کال په اکتوبر کې د مکسیکو د یوکاتان له ټاپووزمې تر مکسیکو خلیجه ورسېد. تر هغه ځایه لار وهلو سره یې تر شا ډېر بد ویجاړی پرېښی و.
تر دې یوه اوونۍ د مخه مېچ توپان هاندوراس ته ورسېد او هلته یې څېرمه د مرکزي امریکا ګڼې سیمې ویجاړې کړې. دا توپان ډېر ویجاړوونکی و او شدت یې پنځمه درجه ثبت شوی چې د ریکاډ په کچه له شدیدو توپانونو یادېږي.
کله چې دغه توپان هاندوراس ته ورسېد نو چټکتیا یې لومړۍ درجې ته راټيټه او کمزورې شوې وه خو د ځمکې سطحې ته له ښکته کېدو سره یې زور اوبه شو خو د هاوندوراس پر فضا وڅرخېد او ډېر دروند باران یې و وراوه. وروسته سېلابونو او ځمکښویېدنې په هاندوراس، نیکاراګوا، ګواتیمالا، بیلیز او ایلسلواډور کې له ۱۰ زرو تر ۱۹ زرو پورې خلک ووژل.
د توپان له امله لږ تر لږه ۲۰۰ زره کورونه ویجاړ او یا سخت زیانمن شول. یوازې په هاندوراس کې ۷۰ زره کورونه او ۹۲ پلونه ویجاړ شوي وو او ټول کلي سېلاب راوړو خټو لاندې کړي وو. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په ټولييز ډول تر نیم میلیون ډېرو خلکو په دغه توپان کې خپل کورونه له لاسه ورکړل.
تر ټولو چټک باد
ښايي فکر وکړئ چې تر ټولو قوي توپانونه به هغه وي چې تر ټولو ډېر زیان واړوي. خو نه، هر وخت هم کیسه داسې نه وي.
پاتریشیا د ۲۰۱۵ کال د توپاني موسمونو له ډلې ۲۴ توپان و چې د مکسیکو په سویلي ساحل کې د تیهوانتیپیک خلیج ته نږدې رامنځته شو. دا په ۲۴ ساعتونو کې له عادي چټک باده د پنځمې درجې پر توپان بدل شو.
د اکتوبر په ۲۳ د پاتریشیا توپان د باد تر ټولو د چټکې څپې کچه په لسو ثانیو کې په ساعت کې ۳۵۶ کیلومتره ته وختله چې له هغې الوتکې یې اندازه لګول شوې وه چې سرعت یې په ساعت کې ۳۳۸ کیلومتره و. دا په لوېدیځه نیمه کره کې تر ټولو لوړ سرعت و او د ۱۹۶۱ کال د نینسي توپان راهیسې تر ټولو سخت توپان و چې تر اوسه یې څرنګوالی ثبت شوی دی.
پر دې سربېره چې شدت یې ډېر و خو بیا هم په پاتریشیا توپان کې د خلکو د مړینې شمېر په حیرانوونکي ډول کم و. د متحده ایالاتو د ملي سمندري او اټموسفېیر ادارې په وینا، یوازې دوه کسان په مستقیم ډول او څلور نور په نامستقیم ډول د دغه توپان له امله مړه شول.
په چټکۍ سره شدت موندل
دا اوونۍ ایرین توپان د ۲۰۲۵ کال د اقیانوس لومړی توپان شو چې د متحده ایالاتو له ځمکې تېر شو او له کبله یې د هوا د حالاتو سنجوونکي اړ شول چې د سمندر له څپو سره لوبو کوونکو ته د څپو د سخت خپلمنځي ټکر په اړه خبرداری ورکړي. داسې انګېرل کېږي چې دا د روان فصل په پیل کې داسې یو توپان دی چې د ریکاډ په کچه یې په چټکۍ سره شدت وموند. تر ټولو ځواکمن توپانونه عموماً د کال په وروستیو کې د سپتمبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته پېښېږي. ایرین یوازې په ۲۴ ساعتونو کې له لومړۍ درجې په چټکۍ سره د پنځمې درجې توپان ته لوړ شو او وروسته یې شدت بېرته دویمې درجې ته راټيټ شو.
د امریکا د هوا پېژندنې ملي اداره وايي چې په چټکۍ سره د بادونو سرعت ډېرېدل او پر توپان اوښتل زیات شوي دي چې لږ تر لږه په ۲۴ ساعتونو کې یې چټکتیا په ساعت کې ۵۵ کیلومترو ته لوړېږي. په دومره چټکۍ شدت موندونکي توپانونه خطرناک کېدای شي ځکه چې خلک ورته د چمتوالي لپاره ډېر فرصت نه شي موندلی.
ایرین یوازېنی داسې توپان نه دی چې په وروستیو کلونو کې یې په چټکۍ سره شدت موندلی وي، بلکې په ۲۰۲۴ کې د میلټن توپان په اقیانوس کې تر ټولو ګړندی داسې توپان شو چې له ګرمسېره بادونو په چټکۍ سره پر پنځمې درجې توپان واوښت. په همدې کال د بیریل توپان د اتلانتیک تر ټولو د ګړندي توپان ریکاډ مات کړ چې د جون یا جولای په لومړیو کې یې ناڅاپه د توپان بڼه غوره کړه.
په ۲۰۲۳ کې هم د لي او جووا په نوم توپانونو د خپل ناڅاپي شدت له امله ساینسپوهان هېښ کړل.
توپانونو تل په مختلفو بڼو او سرعت سره شدت موندلی دی. د اقیانوس دوه نور توپانونه -په ۲۰۰۷ کې فلېکس او په ۲۰۰۵ کې ویلما- هم د خپل بېړني یا چټک شدت له امله د پام وړ دي. څېړنو په ډاګه کړې چې په ټولیيزه توګه د نړیوالې تودوخې له کبله په نړۍ کې د بادونو د شدت کچه د پام وړ لوړه شوې ده او اټکل کېږي چې دوام به وکړي.
دا هر څه د اقلیمي بدلونونو له کبله د سمندرونو پر سطحه په رامنځته شوې تودوخې پورې تړلي دي چې توپانونه پرې د پاسه تېرېږي. د بېلګې په توګه، ایرین توپان د هغو اوبو پر سر تېر شو چې د اقلیمي بدلون له امله یې د تودوخې درجه تر پخوا په منځني ډول ۱ اعشاریه ۱ درجه نور هم ختلې یا ګرمه شوې ده.