قحطي څه ده او کله اعلانېږي؟

په داسې حال کې چې په غزه کې د (اګسټ پر ۲۲مه) د قحطۍ رسمي اعلان ته غبرګونونه څرګندېږي، له هغه څو ساعته وروسته داسې رپوټونه ورکړل شول چې د غزې ښار په جبالیا، النزلا، الصبرا او الزیتون سیمو کې اسرائیلي ځواکونو تازه بریدونه کړي، چې د ځايي روغتیا پالانو په خبره لسګونو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې.

دې لړ کې د غزې سویل خان یونس کې د بې ځایه شویو کورنیو پر پنډغالي برید کې د یوې کورنۍ د ټولو غړو په ګډون ۱۹ کسان وژل شوي.

د شنبې پر ورځ غزه کې روغتیايی چارواکو وویل د اسرائیل بریدونو او بمباریو کې لږ تر لږه دېرش تنه وژل شوي دي.

په رام الله کې د بي بي سي خبریاله ایمان عریقات وايي پر شنبه کرۍ ورځ د غزې لر اوبر کې د اسرائیلو بریدونو دوام درلود. دا وایي ډېر بریدونه خان یونس، او د غزې ښار په شاوخوا کې شوي دي. د بي بي سي خبریاله غزه کې د روغتیايي چارواکو په حواله وايي له جمعې ورځې را هیسې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۶۱ تنو ته لوړ شوی او څه د پاسه درې سوه نور ټپیان دي.

چارواکي وايي د وژل شویو کسانو په ډله کې شپږ تنه مرستو ته په انتظار وو چې د اسرائیلو بریدونو کې ووژل شول.

له بلې خوا چارواکي وايي د غزې روغتونونو کې د لوږې له امله د اتو تنو مړینه ثبت شوې ده. په دې سره د لوږې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۸۱ تنو ته ورسېد چې ۱۱۲ یې ماشومان دي.

ملګرو ملتونو د جمعې پر ورځ غزې ښار کې رسما دقحطۍ اعلان وکړ. د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې اونروا مشر فیلیپو لازارینې پر اسرائیلو غږ کړی چې غزه کې د قحطۍ له انکاره لاس واخلي، چې د ده په وینا دوی رامنځته کړې ده.

هغه پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی چې له خپل نفوذه کار واخلي او په کلک هوډ غزه کې روانه قحطي پای ته ورسوي.

خو اسرائیل د خوړو خوندیتوب څار نړیوالې ادارې دا رپوټ او غزه کې د قحطۍ رامنځته کېدل رد کړي دي. اسرائیلو ویلي دې رپوټ کې هغه ګامونه له پامه غورځول شوي چې اسرائیلو د بشري مرستو لپاره کړي دي.

اونروا یوه بیان کې ویلي غزې ته د مرستو پرېښودو سره هلته د قحطۍ مخه سملاسي نیول کېدلی شي. دې ادارې ویلي په مصر او اردن کې یې زیرمتونونه له خوراکي توکو او درملو ډک دي او که اسرائیل غزې ته د درملو او خوړو پر لېږد بندیز لېرې کړي هلته قحطي ختمېدای شي.

غزه کې د اګسټ پر ۲۲مه د قحطۍ له رسمي اعلان وروسته پراخ غبرګونونه وښودل شول. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیوید لامي ویلي وو دا یوه اخلاقي رسوايي او د انسانانو په لاس جوړ شوی ناورین دی.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي غزه کې د ناورین پراخېدل به تر هغه د نړیوالې ټولنې پر تندي یو تور داغ وي چې هلته د لوږې او وژنې پای ته رسولو لپاره لاس په کار شوې نه وي.

د سره صلیب نړیوال کمیټې ویلي اسرائیل د اشغالګر په توګه د قانون له مخې مسؤولیت لري چې غزه کې د خلکو اړتیاوې پوره کړي.

غزه کې د روان کړکېچ له امله د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر کاسپار ویلډکمپ Caspar Veldkamp له خپلې دندې وروسته له هغه استعفا وکړه چې حکومت پر اسرائیل د بندیزونو پر لګولو سلا نه شو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزه کې قحطي 'د انسانیت ناکامي' بللې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د اګسټ پر ۲۲مه په غزې ښار او څېرمه سیمو کې تایید شوې قحطي د "بشریت ناکامي" بللې ده.

ښاغلي ګوتېرېش ویلي چې هلته روان وضعیت "د انسان جوړ کړی ناورین" دی.

هغه دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د یوې ملاتړې ادارې چې په نړۍ کې د لوږې اندازه معلوموي، تر هغه رپوټ وروسته کړې دي چې وايي، د غزې ښار په ځينو سیمو کې د خوړو د نه خوندیتوب کچه پنځمې درجې ته رسېدلې ده. دا د خوړو د سخت کمي یا نه خوندیتوب تر ټولو لوړه او ناوړه کچه ښيي.

د (ای‌پي‌سي) په نوم دې ادارې ویلي چې د غزې ښار تر نیم میلیون ډېر اوسېدونکي د "لوږې، بې‌وزلۍ او مړینې" له پلوه د "ناورین" په حالت کې ژوند کوي.

اسرائيل دا رپوټ رد کړی او "بيخي دروغ" یې بللی چې ګواکې په دې سیمه کې دې څوک له لوږې سره مخ وي.

ملګري ملتونه وایي چې اسرائيلو په دوامداره توګه غزې ته د مرستو پر رسېدو محدودیت لګولی دی. اسرائيل دا خبره هم ردوي.

خو د اسرائيل دا انکار د بشري مرستو رسوونکو تر سلو ډېرو ادارو له هغو معلوماتو سره نېغ په نېغه په ټکر کې دی چې د ملګرو ملتونو د ګڼو ادارو او همدا راز د بریتانیا په ګډون د اسرائيلو خپل متحدان یې د ځمکنیو شواهدو په استناد وړاندې کوي.

ای‌پي‌سي ویلي چې په "سملاسي ډول او په لویه کچه لاس په کار کېدو" ته اړتیا ده که نه نو په دې سیمه کې به د قحطۍ له درکه په مړینه کې "د نه منلو زیاتوالی راشي."

د دې ادارې د وړاندوینې له مخې، د اګست له نیمايي د سپتمبر میاشتې تر پایه به قحطي له غزې تړانګې دیرالبلاح او خان یونس ته پراخه شي. په دې موده کې به د اټکل له مخې، د خوړو نه خوندیتوب په پنځم پړاو کې د غزې د ټول نفوس درېیمه برخه یعني نږدې ۶۴۱ زره خلک له "ناوریني شرایطو" سره مخ شي. همداراز په څلورم پړاو کې به له "بېړنیو" شرايطو سره د مخ کسانو شمېر یو اعشاریه ۱۴ یا د نفوس ۵۸ سلنې ته لوړ شي.

د خوړو خوندیتوب اندازه کوونکې د ملګرو ملتونو دې ادارې په رپوټ کې دا وړاندوینه هم کړې چې د را روان ۲۰۲۶ کال تر جون میاشتې به تر پنځه کلنۍ د کم عمره ۱۳۲ زرو ماشومانو ژوند د ناسمې تغذیې له کبله د رامنځ‌ته شوې خوارځواکۍ له امله له خطر سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې د حماس له لوري د اداره کېدونکي روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې د ۱۱۲ ماشومانو په ګډون ۲۷۱ تنه د خوړو د کمښت له امله د رامنځ‌ته شوې خوارځواکۍ له کبله مړه شوي دي.

په ۲۰۰۴ کې له رامنځ‌ته کېدو راهیسې ای‌پي‌سي ادارې یوازې څلور ځلې قحطي طبقه بندي کړې یا سنجولې ده چې وروستی ځل یې په ۲۰۲۴ کې په سوډان کې وه.‌

دا اداره په کومه سیمه کې په رسمي ډول قحطي‌ نه شي اعلانولی، هغه کار معمولاً حکومتونو او ملګري ملتونه کوي.

قحطي څه ده او کله اعلانېږي؟

د خوړو د خوندیتوب فازونو یا پړاوونو طبقه بندۍ اداره (ای پي سي) نړیوال معیارونه کاروي، چې معلومه کړي خلک کافي اندازه خواړه په څومره سختۍ سره پیدا کوي.

د قحطۍ تر ټولو لوړ فاز یا پړاو پنځم فاز دی او دا هغه حالت په ګوته کوي، چې لاندې معیارونه ولري:

  • ۲۰سله کورنۍ د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ وي
  • لږترلږه ۳۰سلنه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ وي
  • په هرو ۱۰ زرو کسانو کې لږترلږه دوه لویان یا څلور ماشومان هره ورځ له مستقیمې لوږې یا د خوارځواکۍ او ناروغۍ د له کبله مري.

د غزې په اړه د ای پي سي راپور، چې د مې پر ۱۲مه خپور شو، په کې راغلي، چې ټول نفوس د بحران په (دریم فاز) او له دې پورته اندازه کې ژوند کوي.

وړاندوینه شوې چې احتمال لري نږدې ۴۶۹،۵۰۰ خلک د ۲۰۲۵ کال د می او سپتمبر ترمنځ د خوراکي توکو سخته ناناامنۍ (ای پي سي پنځم فاز) سره مخامخ شي.

کله چې دا شرایط رامنځته شي معمولا د ملګرو ملتونو لخوا قحطي اعلانېږي، چې ځینې وختونه د هېواد له حکومت سره په ګډه او ډېری وختونه د نورو نړیوالو مرستندویه سازمانونو یا بشري ادارو سره یوځای بیانېږي.

د لوږې پر مهال د انسان بدن ته څه ورپېښېږي؟

لوږه د خوړو د اوږدې مودې نشتوالي له امله رامنځته کېږي او په دې معنی ده، چې بدن د خپلو اساسي دندو لپاره کافي کالوري نه ترلاسه کوي.

معمولا بدن خواړه ګلوکوز ته اړوي، خو چې خواړه ورته ونه رسېږي بدن په ځیګر او عضلاتو کې له شته ګلایکوجن څخه کار اخلي، ترڅو د وینې جریان ته ګلوکوز ورسوي.

دا سرچینې چې کمې شي بدن زېرمه شوي غوړ او بالاخره عضلات زبېښي ترڅو کافي انرژي تولید کړي.

لوږه کولی شي سږي، معده او تناسلي ارګانونه واړه یا کمزوري کړي او کولی شي په دماغ اغېزه وکړي، چې د وهم، خواشینۍ او اضطراب لامل کېږي.

په داسې حال کې ځینې خلک د لوږې له امله مړه کېږي. په شدید ډول خوارځواکي اخته کسان ډېری وختونه د تنفسي یا هاضمي سیسټمونو کې د انتاناتو په څېر پیچلتیاو له امله مري. ځکه چې د معافیت سیسټم ته زیان رسېدلی وي.

لوږه هم په خلکو په بېلابېل ډول اغېز کوي.

د بریتانیا ګلاسګو پوهنتون کې د بشري تغذیې څېړونکې پروفیسره شارلټ رائټ وايي:

" ناڅاپه په شدید ډول خوارځواکي نه اخته کېږو. دې ماشومانو کېدای شي مخکې له دې شری، سینه بغل، اسهال یا ورته ناروغیانې تېرې کړې وي. هغه ماشومان چې پخوا روغ وو، خو اوس له لوږې سره مخامخ شوي که چیرې خواړه ورته ورسېږي لا به هم د خوړلو او هضمولو انرژي ولري. که نه ضایع به شي."

خوارځواکي په ماشومانو څه اغېزه کوي؟

د ماشومتوب پړاو کې د خوړو نشتوالی کولی شي پر ژوند اغېز ولري، لکه د ادراکي ودې ضعیف کول او د ودې مخه نیول.

د روغتیا نړیوال سازمان د ودې او پرمختګ مخه نیول کېدل د هغه نیمګړتیا په توګه تعریفوي، چې ماشومان د کمزورې تغذیې، تکراري انتاناتو، او ناکافي رواني ټولنیز هڅونې له امله تجربه کوي. ډېری وختونه د دې ماشومانو قدونه یا ونې د دوی د عمر پرتله ټیټ وي.

د ملګرو ملتونو په وینا هغه خلک، چې له خوارځواکۍ سره مخامخ وي ډېر احتمال لري، چې خوارځواکي ماشومان وزېږوي.

یونېسف وايي، چې د مېندوارۍ پرمهال ناسم خواړه کولی شي د وینې کمښت، پری ایکلامپسیا، وینه بهیدنه، د ماشوم زیان، د مېندو مړینه او د مړه شویو ماشومانو د زېږیدو لامل شي.

کېدای شي خوارځواکې مېندې د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره د کافي مغذياتو لرونکو شیدو تولید کې له کړاو سره مخامخ شي.

ډاکټر نورالدین علی بابا، چې له خوارځواکۍ سره د ماشومانو په درملنه کې تخصص لري وايي، پر ماشومانو د نابشپړ خوړو اغېز کېدای شي د عمر تر پایه پورې وي.

"د ودې بندیدل بېرته راګرځېدونکی نه دی، په دې معنی، چې دوی به د خوارځواکۍ له دې دورې وروسته هم ټیټ قدونه ولري. ډېری وختونه د زدکړې دایمي معلولیت هم ور په برخه کېږي، چې کېدای شي تر هغه وخته پورې څرګند نشي تر څو چې دوی ښوونځی پیل نه کړي:

"[خوارځواکي] د معافیت پر سیسټم هم فشار راوړي او د انتاناتو لپاره یې مستعد (برابرېدل یا زمینه سازي کېدل) وي:

"یو مهم څه، چې ډېری خلک په بشپړ ډول پرې نه پوهېږي دا دی، چې د نجونو لپاره په حقیقت کې د خوارځواکۍ کچه شته او کولی شي د شنډېدو لامل یې شي او که چېرې مېندواره شي، کېدای شي کم وزنه ماشومان وزېږوي."

د هډوکو ورستېدل (اوستیوپوروسس) یوه بله پیچلتیا کېدلی شي.

ډاکټر علی بابا وايي:

"د ژوند په وروستیو کې ماتیدونکي هډوکي کېدای شي لا ډېر نازک کړي، چې دوی به نشي کولی د خپل بدن وزن وزغمي، ان یوه کوچنۍ پېښه کولی شي د ماتیدو لامل یې شي."

د خوارځواکۍ درملنه څنګه کوئ؟

پروفیسره رایټ وویل: "د دې بحران سره د مقابلې لپاره دوو طریقو ته اړتیا لرو. غزې ته باید ډېر خواړه واستول شي او هم باید ګران معالجوي خواړه ور ورسول شي".

"خواړه باید په بېړني ډول ماشومانو او د هغوی مېندو ته واستول شي."

"د شیدو ورکول د ماشومانو لپاره ترټولو خوندي او خورا روغتیايي خوندیتوب لرونکی انتخاب دی، خو باید مور ته خواړه ورکړل شي، ترڅو هغه ماشوم ته خواړه ورکړي او دا اصلي ننګونه ده. ډاډ ترلاسه شي، چې رېښتیا هم د نارینه وو پرځای دوی ته ورسېږي. مهم پیغام دا دی، چې ماشومانو او مېندو ته باید لومړیتوب ورکړل شي او دوی ډېر څه ته اړتیا نه لري."

د بي بي سي عربي برخې روغتیايي خبریاله سمیتا منداساد، چې د ډاکټرې په توګه هم روزل شوې وايي، چې خوارځواکي کولی شي د اغېزو ویجاړونکې لړۍ ولري. په ځانګړي توګه د ماشومانو لپاره او درملنه تل ساده نه وي.

نوموړې وايي:

په سختو قضیو کې چیرې، چې یو څوک نور نشي کولی یو څه وژوي‌ یا یې تېر کړي، دوی په روغتون یا کلینیک کې ځانګړي جوړ شوي تغذیې ته اړتیا لري او د انتاناتو یا نورو احتمالي پیچلتیاو لپاره نورې درملنې ته اړتیا لري. په ځینو مواردو کې، یو چا ته ډېر ژر یا ناسم خواړه ورکول خطرناک کېدای شي، نو ځواب یوازې خواړه ترلاسه کول نه دي، بلکې سم خواړه ترلاسه کول دي او د دې چارې لپاره د روغتیا پاملرنې فعال سیسټم درلودل دي."