تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایټالیا سواحلو کې د ۲۰۰۰ کلنې لرغونې کښتۍ پاتې شوني موندل شوي
د ایټالیا په سواحلو کې د روم د ۲۰۰۰ کاله پخوانۍ یوې لرغونې کښتۍ ټوټې موندل شوې دي.
دا بار وړونکې کښتۍ د روم شمال لوېدیځ شاوخوا ۵۰ مایله (۸۰ کیلومتره) واټن کې د سیویټاویشیا په بندر کې وموندل شوه.
دا تر میلاد مخکې د لومړۍ یا دویمې پېړۍ اړونده کښتۍ ګڼل کېږي چې په سلګونو امفورا – رومي خټینې لوښي یا کوزې – پکې وې.
د کارابینیري پولیسو هنر ډلې په یوه بیان کې وویل چې دا لوښي تر ډېره داسې حالت کې موندل شوي چې لاس نه دی ور وړل شوی.
دغه کښتۍ چې د اټکل له مخې تر۲۰ مترو اوږده وه، ۱۶۰ متره (۵۲۵ فوټه) لاندې د سمندر تل شګلنه سطحه کې موندل شوې ده.
کارابینیري وویل: "دا استثنايي کشف د روم د رومي کښتۍ د پاتې شونو یوه مهمه بېلګه ګڼل کېږي چې ساحل ته د رسېدو په هڅه کې د سمندر له خطرونو سره مخامخ او ډوبه شوې ده. دا د پخوانیو سمندري سوداګریزو لارو شاهدي هم ورکوي".
د پولیسو د هنر ډله – چې د ایټالیا د قېمتي کلتوري میراث ساتنې مسؤلیت هم لري- ویلي یاد اثار له لیرې د کنټرولوونکي روباټ په کارولو موندل شوي او فلم یې اخیستل شوی دی.
دا لا معلومه نه ده چې د روم دا خټین مشکونه به د څه لپاره کارول کېدل، خو عموما امفورا (دوه لاستي لرونکي یوناني او رومي جګونه) د غوړو، شرابو، یا د کبانو چکني په شان توکو د لېږدولو لپاره کارول کېدل. دا ډول اثار په پراخه کچه د ختیځې مدیترانې په ټوله نړۍ کې موندل کېږي.
د ویجاړو کښتیو موندل غیر معمولي نه دي، ویل کېږي چې د مدیترانې شاوخوا کې زرګونه بېړۍ ډوبې او ورکې شوې دي.
په ۲۰۱۸ کال، یوه یونانۍ سوداګریزه کښتۍ- چې له ۲۴۰۰ کلونو اوږد تاریخ لري، د بلغاریا ساحل ته څېرمه وموندل شوه او په رسمي توګه د نړۍ تر ټولو پخوانۍ پېژندل شوې بېړۍ ګڼل شوې وه.
همدارنګه، په ۲۰۱۸ کې، د ایجین په سمندر کې لسګونه کښتۍ وموندل شوې چې د یونان، روم او بیزنټاین دورې اړوندې وې.