جېنيوا: د کډوالو لاسنيوي غونډه کې د ۲.۲ ميليارده ډالرو مرستې ژمنه شوې

د کډوالو د لاسنیوي لپاره په جېنېوا کې جوړه شوې غونډه کې د څه باندې دوه میلیارده ډالرو مرستې ژمنه شوې ده.

دا غونډه په هرو څلورو کلو کې یو ځل جوړېږي، چې د کډوالو او د هغوی د کوربه ټولنو د ژوند د ښه کولو لپاره د هېوادو او مرستندویو ټولنو په استازۍ پکې سلګونه ژمنې وشوې.

د جېنوا په غونډه کې دولتونو تر ۲۰۳۰ کاله د یو مېلیون کډوالو د ځای پر ځای کولو ژمنه هم وکړه او یو شمېر نورو حکومتونو او بنسټونو په درېمو هېوادونو کې هم د څه باندې دری ميلیونه کډوالو لپاره د مالي ملاتړ ژمنې وکړې.

دغه دری ورځنۍ غونډه چې د ډسمبر پر ۱۳ مه پيل شوې وه حکومتونو، خصوصي سکتور او نورو بنسټونو د کډوالو او کوربه ټولنو لپاره د څه باندې د ۲.۲ ميلیاردو ډالرو مرستو ژمنه وکړه.

دا کنفرانس چې په جوړېدو کې يې کولمبیا، فرانسې، جاپان، اردن او یوګانډا هم هلې ځلې کړې وې له ۱۶۸ هېوادونو ۴۲۰۰ استازو پکې ګډون کړی و او د زده کړو، کار، سولې، اقلیمي بدلون او ځای پر ځای کېدو په څېر برخو کې هم د کډوالو او هم له کوربه ټولنو سره پکې د مرستو ژمنې وشوې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنر فيليپو ګرنډي ویلي، "د دغې غونډې ګډونوالو او مشرتابه په ټوله نړۍ کې د مېلیونونو کډوالو د ژوند ښه کولو لپاره د ګډ کار د دوام ژمنه وکړه".

له دې غونډې سره هممهاله، په اندونیزیا کې زرګونو کډوالو چې له کلونو راهيسې هلته بند دي لاریون وکړ او د دغې غونډې په ګډونوالو او نورو دولتونو يې غږ وکړ چې دوی نور په انتظار کې پرېنږدي.

انجنیر امید جاغوري له هغو شاوخوا اوه نیم زرو افغان کډوالو یو دی چې لوېدېځو هېوادونو ته د تګ په موخه په اندونیزیا کې يې شاوخوا یوولس کاله انتظار ایستلی دی.

نوموړی وايي، "زموږ د ژوند وضعيت ډېر ښه نه دی. دلته خلک له لسو يولسو کلونو په انتظار پاتې دي. موږ له هغو هېوادونو چې کډوال غواړي غوښتنه کوو چې زموږ د هېرو شويو مهاجرينو غږ دې واوروي او زموږ د ازادۍ باعث دې شي."

هلته کډوال شکایت کوي چې د اندونیزیا حکومت، درېیمو هېوادونو او ملګرو ملتونو د دوی وضعیت ته جدي پاملرنه نه ده کړې. دوی وايي په تېرو څو کلونو کې په اندونیزیا کې ۱۸ افغان کډوالو ځان وژنه کړې ده. د ۲۰۲۱ کال په اپریل میاشت کې بي بي سي په اندونیزیا کې د ۱۳ افغان کډوالو د ځان وژنې په اړه تفصیلي راپور خپور کړ.

اندونیزیا د کډوالو د وضعیت په تړاو کنوانسیون نه دی لاسلیک کړی او پناه غوښتونکو ته د دایمي پاتې کېدو اجازه نه ورکوي. افغان کډوالو دا هم ویلي، چې دغه هېواد دوی ته د کار او فعالیت اجازه نه ورکوي.