تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د څلورو ماشومانو د وژنې په تور زنداني مور د شل کاله بند تېرولو وروسته بې ګناه وبلل شوه
محکمې د هغې استرالیايۍ مور د بند محکومیت چې د "استرالیا تر ټولو بدې مور" په نامه پېژندل کېده له شل کاله بند تېرولو وروسته رد کړ.
د استرالیا د نیو سوټ وېلز ایالتي سترې محکمې د پنج شنبې پر ورځ پرېکړه وکړه، هغه شواهد چې د کیتلین فولبیک د زنداني کېدو لپاره کارول شوي و د "باور وړ نه دي"
دې ۵۶ کلنې ښځې ته جون میاشت کې له ۲۰ کاله بند تېرولو وروسته د ایالتي حکومت له خوا بښنه وشوه او له بنده ازاده شوه.
مېرمن فولبیک له بنده د خوشې کېدو پرېکړې هرکلی کړی، خو ویلي یې دي چې کلونه یې بې ګناهي له پامه غورځول شوې او هېره شوې وه."
نوموړې د پنج شنبې پر ورځ له محکمې بهر وویل: "زه ملامته کړل شوم، تر هغې چې دوی وپوهېدل چې ځینې وختونه ماشومان په ناڅاپي او زړه ماتوونکي ډول مړه کېږي."
د آغلې فولبیک قضیه په استرالیا کې د قضايي ناغېړۍ تر ټولو لویه قضیه ګڼل شوې.
هغه د خپلو څلورو ماشومانو کالب، پاتریک، سارا او لورا د وژنې په تور زنداني شوې وه.
پر هغې تور و چې د ۱۹۸۹ او ۱۹۹۹ کلونو کې یې خپل ماشومان مړه کړي چې عمرونه یې د ۱۹ ورځو او ۱۸ میاشتو تر منځ وو.
په محکمه کې څارنوالانو ادعا کړې وه چې نوموړې خپل ماشومان زندۍ کړي دي.
د هغې په قضیه کې ټوله تکیه په غیر مستقیمو شواهدو او د هغې د تېر ژوند او چلن په ارزولو شوې وه چې پرې ثابته کړي، هغه یوه غوسه ناکه او عصبي مور وه.
د دې چلن په اړه هم هېڅکله روانپوهان نه دي غږول شوي چې ثابته کړي آیا دا ادعا سمه ده که ناسمه.
په ۲۰۰۳ کاله کې آغلې فولبیک د خپلو څلورو ماشومان په وژنه په ۴۰ کاله بند محکومه شوه.
د بند دا موده یې په استیناف غوښتنه کې ۳۰ کلونو ته راټیټه شوې وه.
د روان کال په پیل کې د هغې د قضیې په اړه ځینې شکونه پیدا شول، له پلټنو وروسته وموندل شوه چې ماشومان یې په خپل طبیعي مرګ مړه دي او په وجود کې د غیر معمولي جنونو د بدلون له امله مړه شوي دي.
د محکمې مشر قاضي اندرو بل ویلي، د نویو شواهدو په څېړلو دا ثابته شوه چې آغلې فولبیک بې ګناه ده او له بنده ازاده شوه.
د هغې حقوقي ټیم تایید کړی چې د غرامت غوښتنه به کوي خو دا یې نه دي ویلي چې اندازه به یې څومره وي.
دې قضیې د نړۍ پام ځان ته راواړاوه او د استرالیا قضايي او حقوقي سیستم یې د عصري علم څخه په ناخبرۍ تورن کړی دی.
مېرمن فولبیک ویلي: "دا چې علم او جنتیک زما د ماشومانو د مرګ لاملونه څرګند کړل زه ترې منندویه یم. ما آن په ۱۹۹۹ کال کې د خپلې بې ګناهۍ ثابتولو لپاره ثبتونه لرل، څارنوالانو زما خبرې له متنه وویستې او زما پر ضد یې وکارولې. هیله لرم چې هېڅ څوک دې بیا دې ته مجبور نه کړل شي چې دومره سختې وزغمي لکه په ما چې تېرې شوې."