د پاکستان سند کې د زورزیاتي قرباني ماشومه؛ پولیسو د 'پیر' کور کې ۷ نورې کنیزې موندلې

د پاکستان د سند ایالت رانيپور سیمه کې د یوه ځايي پیر 'اسد شاه' په کور کې د یوې کم عمره خدمتګارې دردناکې مړینې غوغا جوړه کړې ده.
طبي څېړنو موندلې چې د فاطمې په نوم له دې شاوخوا ۱۰ کلنې نجلی سره جنسي تېری او سخت فزیکي زورزیاتی شوی دی.
دا نجلۍ تېره اوونۍ مړه شوې، خو قضیه یې تر اوسه د ژبو په سر ده.
اوس پولیس وايي، محکمې پیر اسد شاه د نورو څېړنو په موخه د پنځو ورځو لپاره ور سپارلی دی.
بلخوا د امنیتي ادارو پلټنه کې د دغه پیر له حویلی درې نورې ښځې او څلور کم عمره نجونې هم ترلاسه شوې دي.
د خیرپور د پولیسو مشر روحل کهوسه بيبيسي ته ویلي د اسد شاه استوګنځي تر هغې وروسته وپلټل شو چې مور یې ومنله چې د دوی په کور کې نورې خدمتګارې (کنیزې) هم شته.
هغه وویل پولیس اوس په دې اړه څېړنه کوي، چې دغه ښځې او نجونې خو به دغلته برمته او په زور نه وي ساتل شوې.
امنیتي کسانو هم همدا راز هغه خونه هم مهرولاک کړې چې فاطمه پکې مړه شوې وه.
بلخوا د هغې مړی هم، چې تېره اوونۍ ښخ شوی و، د عدلي څېړنې لپاره بېرته راسپړل شوی.
د پولیسو رپوټ کې راغلي چې پر جنسي تېري سربېره د دې نجلۍ د بدن پر بېلابېلو برخو د ټپونو نښې نښانې وې.

د عکس سرچینه، bbc
له دې سره د رانيپور د 'پیر اسد شاه' مور له رسنیو سره خبرو کې د خپل زوی دفاع کړې. هغې ویلي فاطمه ناروغه وه او ډاکتر یې درملنه کوله.
نوموړې له دې کم عمره نجلۍ سره له جنسي او فزیکي تاوتریخوالي بېخبرې ښودلې ده.
هغه ویلي، چې فاطمه کله مړه شوه، نو د نوموړې کورنۍ ته یې ۵۰ زره کلدارې هم ورکړې وې، چې ختم او خیرات پرې وکړي.
د پیر اسد شاه مور رسنیو ته ویلي، خدمتګارې د دوی کور کې د ماشومانو پالنه کوي او دا چې یوه به "وتښتېده" نو د زوی خسر به یې د بلې بندوبست کاوه.
هغې منلې چې تر اوسه ترې اووه اته خدمتګارانې تللې دي.
دې قضیه کې یو شمېر ښکېلو وکیلانو رسنیو ته ویلي، دوی شکمن دي چې اسد شاه به د بربنډو فلمونو له ویبپاڼو سره اړیکه لري او دا چې د خپلو قربانیانو ویډیوګانې به پر هغوی پلوري.
دوی غوښتنه کړې چې پولیس دې په تړاو هم خامخا څېړنې وکړي.
پولیسو تر اوسه څه کړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې قضیې په تړاو دمګړۍ له څلورو کسانو اښتنې پوښتنې روانې دي.
په دوی کې د قضیې پر اصلي ملزم (پیر اسد شاه) سربېره د رانيپور سیمې د پولیسو اېساېچاو او د یوه ځايي روغتون دوه ډاکتران دي چې د فاطمې درملنه یې کوله.
امنیتي سرچینې وايي د ځايي پولیسو اېساېچاو او دغه ډاکتران د دې قضیې پټولو کې د همکارۍ د هڅو په تور نیول شوي دي.
د پولیسو دغه افسر تورن شوی چې ظاهر د فاطمې کورنۍ یې ګواښلې او مسوول ډاکتر یې بیا د مړي لېږدېدو لپاره دولتي امبولانس برابر کړی دی.
دوی له اسد شاه، د هغه له وروڼو او خدمتګارانو د ډياېناې بېلګې هم اخیستې او د فاطمې له نمونو سره یې پرتله کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پولیسو همدار از د دغه پیر کور کې د لګېدلو د امنیتي کمرو په وسیله اخیستل شوي ویډیوګانې هم د څېړنې لپاره لاهور کې یوه لابراتوار ته استولې او غواړي مالومه کړي چې لاسوهنه خو به پکې نه وي شوې.
د فاطمې به اړه ویل شوي چې له تېرو نهو میاشتو راهیسې یې د دغه پیر کور کې خدمت کاوه.
د هغې مور منلې چې لور یې یو ځل ورته د اسد شاه او د هغې د ښځې له ظلمونو شکایت هم کړی و.
د فاطمې کورنۍ په قضیه کې د اسد شاه او د هغه د ښځې حنا شاه نومونه شامل کړې دي.
خو پولیس وايي حنا شاه په حفاظتي ضمانت ازاده ده.











