د هند د ممبيي ښار یوه روغتون کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم مړینې حکومت څېړنو ته اړ کړ

د هند په ممبيي ښار کې یوه مور او ماشوم د عملیات پر مهال د برېښنا نشتون له امله د څراغ رڼا ته مړه شوي دي.

دا میندوراه ښځه په ماشوم ناروغه وه او د ماشوم د زېږون لپاره یې عملیات روان و.

د میندوارې ښځې کورنۍ له روغتونه د مور او ماشوم راتلو ته په تمه له تلوسې ډکې شیبې تېرولې، خو هر څه یې په غم او ویر بدل شول.

د ماشوم پلار خسروالدین انصاري بي بي سي ته ویلي: "کله یې چې ماشوم راوښود راته یې وویل چې مور یې ښه ده، ماته یې ډاډ راکړ چې ماشوم هم ښه دی، مینځو یې او تاسې ته یې درولو، خو پنځه دقیقې وروسته یې راته وویل ماشوم مړ دی."

د مړې شوې ښځې خواښې د هغې د ولادت پر مهال ویلي: "کله یې چې زما اېنګور عملیات خونې ته بوتله ناڅاپه برېښنا پرې شوه. د مبایل پر رڼا یې عملیات وکړ، ځکه مې اېنګور او لمسی مړه شول، پیل کې یې راته ویلي و چې دواړه روغ دي."

۲۶ کلنه شهدون انصاري د اپرېل په ۲۹تمه د ماشوم د زېږون لپاره د سوشما سواراج روغتون کې بستر شوه. ډاکټرانو پیل کې ویلي و چې زېږون به یې نورمال وي.

خو ماسپښین مهال یې درد ډېر شو او ډاکټرانو پرېکړه وکړه چې باید عملیات شي. عملیات خونې ته یې دننه کړه.

د شاهدون یوه خپلوانه رحام النساء وايي، روغتون کې د هرې صحنې په لیدو یې د سترګو اوښکې هېڅ نه دي وچې شوې. "نه ویلچیر و او نه تذکره. هغه مو پر یوه ټوکر واچوله او عملیات خونې ته مو دننه کړه - په همدې وخت کې برېښنا هم پرې شوه."

هغه زیاتوي: " څوک چې ولاړ او هغوی د دې حالت په لیدو ډېر ځورېدل. شاهدون ماته کتل او ما هڅه کوله چې ارامه یې کړم. د ماشوم له زېږېدو وروسته یې پلار ته نارې کړې او ورته ویې ویل چې ماشوم پاکوي."

د رحام په خبره، کله چې د ماشوم د مړینې خبر ورکړل شوی ډاکټرانو ورته ویلي چې مور یې باید بل روغتون ته لېږدول شي.

نوموړې وايي، د مور د لېږد پر مهال ان د روغتون کارکوونکي نه و چې هغه راپورته کړي، مونږ پخپله راجګه کړه او په امبولانس کې مو واچوله.

"په امبولانس کې یې اکسیجن هم نه و."

هغه وايي: "له خولې یې زګونه تلل. روغتون ته چې ورسېدو ډاکټرانو ویل مړه شوې"

رحام وايي "د ښه خبر اورېدو لپاره بل روغتون ته لاړل خو ډاکټرانو له یو بلها غمونو سره بېرته را رخصت کړو."

شاهدون د خپلې میندوارۍ پر مهال نهه میاشتې په منظم ډول ډاکټر ته د معاینې لپاره تلله.

ډاکټرانو ورته ویل ماشوم روغ دی او زېږون به يې هم طبیعي وي.

د پېښې د څېړنې کمېټه

ممبيې کې د ښاروالۍ ریاست د دې پېښې د څېړنې لپاره یوه کمېټه جوړه کړې، چې لس ډاکټران پکې دي.

د ښاروالۍ د روغتیا څانګې اجرایوي مشر دکشا شاه بي بي سي ته ویلي، کمېټه به په یوه اونۍ کې خپل رپوټ بشپړ او له هغې وروسته به دوی د مجرمینو پر وړاندې جدي ګام پورته کړي.

نوموړي ويلي، روغتون کې جنراتورونه وو، خو په هغه ورځ د ډېرې مودې لپاره ټوله سیمه کې برېښنا پرې وه.