چمپانزي هم د انسانانو په څېر چټکه مکالمه کوي

ایران

د عکس سرچینه، ADRIAN SOLDATI

ځنګلي بیزوګان "چمپانزي" هم د انسانانو په څېر په خپلو کې چټکه نوبتي‌ مکالمه کوي او له یوې ثانیې هم په کم وخت کې له یو بله د خبرو نوبت اخلي.

دا ژوي تر ډېره د لاسونو د حرکاتو او د مخ د تاثراتو په وسیله سره خبرې کوي.

ساینسپوهانو، د دوی خبرې په تفصیل سره مطالعه کړې او دا یې موندلې، چې ژوي یو بل سره د معلوماتو شریکولو په وخت د خبرو نوبت ژر ژر له یو بله اخلي او کله ناکله د یو بل په خبرو کې ورلوېږي.

د سېنټ انډریو پوهنتون پروفېسوره کیټ هوبېټر بي‌بي‌سي ته وویل "ژور تکاملي ورته والی [له انسانانو] په مخامخ خبرو کې لري. "

دا موندنې د "اوسنۍ بیولوژۍ" په ژورنال کې خپرې شوې.

پروفېسورې هوبېټر په ډاګه کړه، چې په ګړندي توګه د خبرو نوبت له یو بله اخیستل د انسان د خبرو اترو نښه ده.

"موږ ټول شاوخوا ۲۰۰ ملي ثانیو کې د خبرو نوبت اخلو او د کلتور له مخې خپل زړه پورې غبرګون ښیو او ځیني کلتورونه له دې هم چټک غبرګون ښيي. "

یوه ملي ثانیه د ثانیې زرمه برخه ده.

د ۲۰۰۹ کال د ژبپوهنې یوې څېړنې دا د وخت توپیرونه په ګوته کړي، په منځني ډول جاپانيان د ځواب ویلو لپاره اوه ملي ثانيې وخت نیسي.

په داسې حال کې چې ډنمارکيان د بل په خبرو کې د ورلوېدو لپاره شاوخوا ۴۷۰ ملي ثانيې وخت اخلي.

پروفېسورې هوبېټر او همکارانو یې د بېلګې په ډول د زرګونو ځنګلي چمپانزو د خبرو بڼه ارزولې وه.

هغې وویل، "دا د حیرانتیا وړ ده، چې پام دې شي د چمپانزو او د انسانانو دا وخت څومره سره نږدې دی."

وحش

د عکس سرچینه، ADRIAN SOLDATI

پروفېسوره هوبېټر وايي، "مخکې له دې چې دوی خپل خوځښت [د خبرو اترو خوځښتونه] پای ته ورسوي په ۱۶۰۰ ملي ثانیو کې قطع کوونکی سیګنال [خبرو کې د ورلوېدو نښه] ورکوي او ۸۶۰۰ ملي ثانیو کې غبرګون [ځواب] ورکوي."

نوموړې وايي، "دا ځکه چې چمپانزي په طبیعي حالت کې وي. دوی د چلند [خبرو خوځښتونه] پراخه لړۍ وړاندې کړي. ځینې وختونه د یو بل په خبرو کې ورلوېږي او ځینې وختونه د ځواب ویلو لپاره ډېر وخت نیسي."

څېړونکو د ۲۵۰ ژویو له ۸۰۰۰ څخه ډېر خوځښتونو [د خبرو لپاره حرکات] ثبت او ژباړلي دي.

مخکښه څېړونکې ډاکټره ګال بدیهي چې د سېنټ انډریو پوهنتون کې هم څېړونکې ده وايي، د چمپانزي دا خوځښتونه د دوی ترمنځ د جګړې مخه ډب کوي او له یو بل سره همغږي کوي.

دا وايي، "نو یو چمپانزه کولی شي بل ته اشاره وکړي، چې دوی خواړه غواړي، او بل ممکن دوی ته خواړه ورکړي یا کېدای شي یو څه بخیلي وکړي او دوی ته اشاره وکړي چې له دې ځایه لاړ شئ. "

"دوی کېدای شي په دې هوکړه سره وکړي چې کله او چېرې یو بل وګوري. دا په زړه پورې ده، او یوازې یو څو لنډو اشارو په کولو سره یې ترسره کوي."