پر کیېف د روسیې تازه بریدونه؛ اوکرایین پر ایران د بندیزونو طرحه جوړه کړې

اوکرایین

د عکس سرچینه، VITALI KLITSCHKO

د عکس تشریح، د کیېف ښاروال ویتالي‌ کلیچکو له دغه عکس سره لیکلي چې د دوی دفاعي سیستمونو توغندي او ډرونونه ویشتلي دي

د اوکرایین پر پلازمېنه کیېف بېګاه پر دویمه پرله پسې شپه هم د چاودېدونکو ډرونونو درانه بریدونه شوي دي.

د اوکرایین یوه پوځي چارواکي ویلي چې دغو بریدونو کې بالېستیک توغندي هم کارول شوي، خو تر اوسه د مرګژوبلې راپور نشته.

دا روانه میاشت پر کیېف د روسیې بریدونو ۱۶مه جوپه ده او دغه بریدونه معمولآ د شپې له مخې کېږي.

دا تازه بریدونه سهار وختي شوي او هدف یې هم ظاهرآ د کیېف مرکزي سیمې وې.

د اوکرایین د هوايي ځواک ویاند 'یوري اېهانت' ویلي په دغو بریدونو کې 'سکندر' بالېستیک توغندي او همدا راز ښايي 'اېس-۳۰۰' او 'اېس-۴۰۰' سیستمونه هم کارول شوي وي.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کیېف کې پولیس د دفاعي سیستم په وسیله د ویشتل شوي توغندي راپرېوتو پاتې شونو ته ولاړ دي

پر کیېف سربېره له لویو، اودېسا، وینیڅیا او خمېلنیڅکي ښارونو هم د چاودنو رپوټونه ورکړ شوي ‌دي.

له دې سره جوخت د روسیې په بېلګورود سیمه کې چارواکو ویلي چې اوکراییني ځواکونو یې پر څو سرحدي تاسیساتو هممهاله بریدونه کړې دي.

د اوکرایین بهرنیو چارو وزارت کې لوی سفیر اولېکساندر شېربا بي‌بي‌سي ته ویلي تېرې څو ورځې د کیېف اوسېدونکو ته ډېرې سختې وې.

هغه زیاته کړې چې نږدې هره شپه درانه بریدونه کېږي خو د دوی دفاعي سیمستونه یې هدف ته د رسېدو مخه نیسي.

هغه د دغو دفاعي سیستمونو ورکولو لپاره د لوېدیزو متحدانو مننه هم کړې ده.

د یادونې ده چې د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي هم تېره ورځ (یکشنبه) د خپلې هوايي دفاع ځواکونه ستایلي و چې د ده په وینا پر کیېف یې د ډرون بریدونو مخه نیولې ده.

چاودېدونکي ډرونونه او پر ایران د بندیزونو طرحه

ایران

د عکس سرچینه، Reuters

اوکرایین او لوېدیځ متحدان یې ادعا کوي چې روسي ځواکونه پر کیېف او نورو ښارو بریدونو لپاره ایراني چاودېدونکي ډرون "شاهد" کاروي.

کیېف وايي دغه ایراني ډرونونه د دوی پر ښارونو او زېربناو د روسیې بریدونو کې مهم نقش لري.

د ښاغلي زېلېنسکي‌ حکومت اوس روسیې ته د دغو ډرونونو ورکولو له کبله ۵۰ کلونو لپاره پر ایران د بندیزونو لګولو طرحه جوړه او د تصویب لپاره خپل پارلمان ته استولې ده.

د اوکرایین د لسمشرۍ دفتر رییس اندرې یرماک دا خبر تایید کړې دی.

رویټرز خبري اژانس ویلي که د اوکرایین پارلمان دا طرحه تایید کړي، نو د دغه هېواد د خاورې او فضا له لارې به د ایراني توکو تېرېدل منع شي.‌

پر دې سربېره به تهران سره په سوداګرۍ، مالي او ټکنالوژیکي اړیکو او پر ځینو ایراني اشخاصو هم بندیزونه ولګېږي.

د یاونې ده چې د اوکرایین ولسمشر تېره اوونۍ له ایران وغوښتل چې روسیې ته د دوی خلاف د ډرونونو پر ورکولو له سره غور وکړي.

هغه په دې اړه د ویډیويي وینا یوه برخه کې د ایران چارواکي مخاطب کړل چې "ساده پوښتنه ده، د روسیې د ترهګرۍ وېرې سره له همکارۍ څه ګټه په لاس درځي؟"

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د ایران حکومت پیل کې روسیې ته د چاودېدونکو ډرونونو له ورکړې چورلټ انکار کاوه خو وروسته یې ومنله چې روسیې ته یې پر اوکرایین له یرغل وړاندې "یو شمېر" ډرونونه ورکړي دي.

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي څه موده وړاندې وویل "په دروغو ادعا کوي چې ایران د اوکرایین جګړه کې مشارکت لري، ابدا داسې نه ده."

خو هغه تېر کال په دې تړاو د لوېدیزو هېوادونو اعتراض ته په اشارې ویلي و "څو کاله مخکې چې مو د پرمختللو تجهیزاتو، توغندیو او ډرونونو عکسونه خپرېدل، ویل یې دا فوټوشاپ دي. اوس وايي‌ ایراني ډرونونه ډېر خطرناک دي. ولې یې پر فلاني کس پلورئ، ولې یې فلاني کس ته ورکوئ."

په هره توګه د ایران بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې دوی د اوکرایین جګړه کې بې طرفه دي.