تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'زما انا سوډان کې یوازېتوب کې مړه شوه، اوس یې زه نه شم خښولی'
اظهر شولګامي هڅه کوي خپله انۍ خښه کړي.
دغه عمر خوړلې انۍ څو ورځې کېږي، چې مړه شوې.
له بده مرغه په کره توګه هیڅوک نه پوهېږي، چې د اظهر د انۍ له مرګه څو ورځې وتلې؟
اظهر انۍ په خرطوم کې یوازې وه، چې د سوډان د دوو جګړه غوښتونکو جنګیالو جنرالانو ترمنځ په بې رحمه جګړې کې وژل شوې
اظهر لېرې له نیویارکه دا هر څه څارل او هڅه یې کوله چې خپله انۍ وژغوري.
خو اوس هڅه کوي مړی یې پیدا کړي.
دا یوازې اظهر نه ده، چې له سرګردانیو سره لاس او ګریوان ده.
جګړې د سوډان په ځینو برخو کې د مړو ټولول او خاورو ته یې سپارل سخت کړي دي.
په جګړه کې ښکېلو دواړو غاړو د جمعې په ورځ د سعودي عرب په جده کې د بشردوستانه اصولو له مخې هوکړه وکړه، چې مرستندویه کارکونکو د مړیو د ټولولو او ثبتولو زمینه برابره کړي.
د افریقا لپاره د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مشر پیټریک یوسف وايي: "موږ لا هم په سړکونو او روغتونونو کې د مړو جسدونه وینوو، چې هرې خوا ته پراته دي."
"زه هیله لرم چې د بشردوستانه اصولو پر بنسټ نوې اعلامیه وکولی شوي بشردوستانه مرستو ته لاره هواره کړي."
خو له بده مرغه دې مرستو ته لا هم لاره هواره شوې نه ده.
د دغې چارې لپاره د جګړې دواړه غاړې باید اوربند وکړي، چې د کاغذ پر مخ کړې ژمنې پلې کړای شي.
د اظهر شولګامي نیکه عبدالله شولګامي او نیا یې علويه ريشوان د جګړې په سیمه کې اېسار پاتې وو.
دوی خرطوم کې د بلادیه کوڅې سره څېرمه اوسیدل، چې د پوځ مرکز او د بریتانیا سفارت هم په کې دی.
دغه سیمه د دوو جګړه غوښتونکو اړخونو د سوډان پوځ او نیمه پوځي ځواکونو لپاره د جګړې په مرکز بدله شوې.
ښاغلى شولګامي چې د بریتانیا تبعه دی، د جګړې په همدې مرکز کې درې ډزې ولګېد او خپله معلوله مېرمن یې په کور کې یوازې پاتې شو.
د حیرانتیا خبره ده، چې نوموړی ژوندی پاتې شو او کورنۍ یې هڅه کوي چې له سوډان یې بهر کړي.
په دې مهال کې د نوموړي د مېرمنې او د اظهر د نیا په اړه هیچا معلومات نه درلودل.
غمجنې اظهر په اوونیو د بریتانیا سفارت ته زنګونه ووهل، خو مرسته یې تر لاسه نه شوی کړی.
هغه مهال، چې بریتانیا خپل وګړي له سوډانه بهر کول، د نوموړې نيکه ونه شوی کولی، هوايي ډګر ته لار پیدا کړي له همدې کبله خرطوم کې اېسار پاتې شو.
د ترکیې سفارت د خرطوم په همهغه سیمه کې دی، چې د اظهر نیا او نیکه په کې ژوند کاوه.
دغه سفارت درې ورځې وړاندې نوموړې ته زنګ وواهه او د نیا د مرګ خبر یې ورکړ.
اظهر نه غوښتل، چې په دې خبرې باور وکړي.
"ما بېرته زنګ ورته وواهه او ورته ومې ویل، چې ښايي هغه په کوما کې وي ایا تاسو د هغې نبض معاینه کړ؟ ایا د هغې بدن مو لیدلی، زړه یې حرکت کوي؟ هغوی راته وویل، چې بدن یې خرابه شوی دی. "
ازهار وايي: "دا خورا دردونکې ده. فکر وکړئ، هغه یوازې وه، دې سخته ګرمۍ کې برېښنا یې نه درلوده، دمګړۍ سوډان کې ډېره سخته ګرمي ده. خلک سهار د بمونو له غږونو سره را پاڅي."
یوه بله ښځه چې موږ ورسره خبرې وکړې د احمد په نوم یې یو تره درلود او له دوی سره نږدې یې ژوند کاوه.
دغه ښځه نه غواړي نوم یې واخیستلی شي.
دا وېره لري، چې څوک یې ونه وژني، خو موږ ته یې کیسه دا ډول وکړه.
احمد سره له خپلې کورنۍ د خپلو خپلوانو کور ته تللي و، چې په ګډه سره کوم امن ځای ته وتښتي.
احمد څه په کور کې هېر کړي و. هغه چې ګور ته لاړو بېرته هیڅکله راستون نه شو.
شپږ ورځې وروسته د نوموړي ورور ته یو چا زنګ وواهه او ورته وې ویل چې د احمد کور مخې ته د کوم چا مړی پورت دی.
دغه کس په دې لټه کې و، چې دا مړی وپېژني.
هغه د احمد ورور ته وویل، کله چې احمد خپل کور کې نیمه پوځي چټک ځواکونه ولیدل، نو جنجال جوړ شو.
دی وايي، یادو وسله والو احمد وواژه او هر څه یې لوټ کړل.
ګاونډیانو احمد تر هغه په پلاستیکي کڅوړو کې ساتلی و، چې مرستندویه کارکونکي ورغلل.
دوی غوښتل احمد هملته خښ کړي ځکه شاوخوا کوم باغ نه و، خو کورنۍ یې انکار وکړ او نه یې غوښتل چې مړی یې په کوڅه کې خښ شي.
نو د احمد جسد لا هم په پلاستیکي کڅـوړه کې پروت دی.
اظهر هم هڅه کوي چې د خپلې نیا د بدن پاتې شوني په یو ډول نه یو ډول د کوم چا په مرسته له کوره را بهر کړي او خاورو ته یې وسپاري.
یوه سازمان چې د جسد د را بهر کولو هڅه یې کوله، بېرته جدې ته ستون شو ځکه چې جګړې یې مخه ډب کړې وه او په ډزو کې اېسار شوی وو.
اظهر وايي: "زه او نیا مې ډېر سره خواږه وه. نیویارک ته له تګ مخکې کله چې د وروستي ځل لپاره ما ورسره خبرې وکړې، راته وویل، چې زه وېره لرم ته به ما یوازې پرېږدې."
"ما ورته وخندل، چې زه به تا هیڅ کله یوازې نه پرېږدم. هر څه چې وشي، زه به تل له تاسره یم. خو اوس زه داسې احساسوم چې ما هغه ناهیلې کړې."